CRI Online

د چيني لوښيو د جوړونې مرکز – جينګ ده جن ښار .

cri     (GMT+08:00) 2011-01-18 19:48:03

((جينګ ده جن )) د يو ښار نوم دی او په نړۍ کې ډېر شهرت لري، ځکه چې دغه ځای د چيني لوښيو جوړولو سرچينه ده. ويل کېږي چې جينګ ده جن د چيني لوښيو مينه والو په زړونو کې يو د درنښت ځای دی، ځکه چې په کې د چيني باب په اړه زرکلن کولتور ليدل کېږي.

ټولو ته معلومه ده چې په انګليسی ژبه کې په لويو حروفو ليکل شوی CHINA د چين د هېواد نوم دی او په کوچنيو حروفو ليکل شوي china چيني باب يعنې د چيني لوښيو مانا لري. خو تاسې د دې په لامل پوهېږئ چې chinaله جينګ ده جن سره څه اړيکه لري؟ د جينګ ده جن د سيلانۍ ادارې مشر ياو نينګ شنګ اړوند ځوابونه په دې هکله ورکړي دي. ده وويل، 

جينګ ده جن لومړی شين پينګ نومېده او يوه کوچنی علاقه داری وه چې په چيني ژبه کې د جن مانا علاقه داری ده. ديارلس سوه کاله مخکې د تانګ امپراطورۍ په دوره کې نوم يې په چانګ نان بدل شو. کله چې د سونګ امپراطورۍ دوره پيل شوه، چانګ نان علاقه دارۍ امپراطورۍ په حکومت کې د چيني بابو د توليدولو دنده پرغاړه واخيسته او توليد شوي چيني لوښي د وخت امپراطور د خوښې او ستاينې وړ وو. نو امپراطور د خپل سلطنتي عنوان ((جينګ ده)) سره سم د چانګ نان علاقه دارۍ نوم په جينګ ده بدل کړ چې تر اوسه دغه نوم په همدې بڼه پاتی شوی. يوه بله پوښتنه دا ده چې د چين انګليسي نوم ولې CHINA دی؟ ځواب يې دا دی چې چيني لوښي لويديځو هېوادونو ته وړل شوي. لويديځيانو بهرنيانو به همېشه پوښتنه کوله (( دغه شيان ډېر ښکلي دي. په کوم ځای کې توليدېږي؟)) ځينو به دوی ته ځواب ورکولو چې په چانګ نان کې توليدېږي. نو د وخت په تېرېدو سره چيني باب په انګليسي ژبه china باندې بدل شو او په لويو حروفو ليکل شویCHINA د چين د هېواد نوم دی.

په جينګ ده جن کې له توليد شويو چيني بابو څخه نه يوازې د هېواد د بېلا بېلو ځايونو د غوره تخنيکونو ځانګړتياوی، بلکې د دې لوښيو د مشهورو داشونو برياليتوبونه چيرې به چې دا لوښي جوړېدل او پخېدل هم څرګندېږي. د چيني بابو د جوړونې تاريخ د هان امپراطورۍ له دورې څخه تر اوسه دوام لري. د چينګ امپراطورۍ دورې نه مخکې په جينګ ده جن کې توليد شوي کم شمېر غوره چيني باب د امپراطورۍ ماڼۍ ته د کارول لپاره وړاندی شوي او نور زياتره چيني باب د سوداګرۍ په موخه ټول هېواد او نورو هېوادونو په بازارونو کې پلورل شوی وو.

مختلف ډوله چيني باب د بيړيو په واسطه د چانګ جيانګ سيند څخه د پوه يانګ جهېل او د يانځه سيند له لارې د نړۍ بېلا بېلو ځايونو ته وليږدول شول. دغه لاره په سمندر کې د چيني باب د لارې په نامه يادېږي چې د وريښمو لارې په شان په تاريخ کې د تل لپاره نوم ژوندی پاتې دی او د ختيځ او لويديځ ترمنځ د کولتوري تګ راتګ په برخه کې يې مهم رول لوبولی و.

څو سوه کلونه مخکې، لويديځيانو د ښکلی چيني بابو لوښيو له لارې د چين په هکله معلومات تر لاسه کړل. په چيني لوښيو باندې ډول ډول انځور شوي کورونه، شخصيتونو انځورونه او کيسې د لويديځانو د تقليدوړ وګرځيدلي. په تېره بيا د اشراف زاده ګانو او بډايانو په خپلو کورونو کې د څو چيني باب د ايښولو له لارې به خپل لوړ حيثيت او شتمنۍ څرګندولې.

که څه هم زرګونه کلونه تېر شوي دي، خو په چنګ ده جن کې توليد شوی چيني باب لا هم په نړۍ کې د خلکو د خوښۍ وړ دی. مثلاُ، د ٢٠١٠ کال په نومبر کې د لنډن په ګوښه سيمه کې د شخصی ميراثونو د ليلام په يوه غونډه کې د چينګ د چيانګ لونګ د امپراطوری په موده کې په حکومتي داش کې يوه جوړه شوې ګلدانۍ په يو پنځوس مليونو او شپږ لکو پونډو وپلورل شوه. د دې ترڅنګ لرغونی چيني لوښي څو څو ځله د ليلام په بازارونو کې نوي ريکارډونه مات کړي دي.

د جينګ ده جن ښار د لرغونی داشونو په نندارتون کې يو لوی داش ليدل کېږي چې دوه سوه کلونه مخکې د چينګ سلسلې د چيان لونګ د امپراطورۍ په دوره کې جوړ شوی. د جينګ ده جن د دولتي کولتور او نندارتونونو د اکاډمۍ غړي جوه ژونګ لين وويل،

دغه شان داش د جينګ ده جن د داش والاوو لخوا ابتکا

 

ر شوی چې د چيني لوښيو پخولو سوند مواد د بيخ لرګي دي، نو (( جن ياو )) نومېږي. د دغه داش د جوړونې تخنيک په هغه وخت کې په نړۍ کې ډېر پرمختللې سويې ته رسېدلی و. په ٢٠٠٩ کال کې د دغه داش بيا په کار لويدنې د جينس نړيوال ريکارډ ټينګ کړی دی چې د دغه داش حجم دوه سوه او شپېته متره مکعبه دی او په نړۍ کې د چيني باب لوښي ډېر شهرت لرونکی ډولونه ټول په دغه ډول داش کې پخېږي. نو دغه ډول داش د غير مادي کولتوري ميراثونو په ليست کې اوس شامل شوی دی.

په جينګ ده جن کې د لرغوني داشونو څخه د چيني باب پخول پر تخنيکونو په ساتلو سر بېره، عصري او سينګار د ښکلا کولتور هم ليدل کېږي چې سان باو کلی په دې اړه يوه غوره بېلګه ده.

سان باو کلی د جينګ ده جن ښار په جنوب ختيځ کې يو غرنی کلی دی چې له جينګ ده جن ښار څخه يوازی څو کيلومتره واټن لري. د چيني لوښيو ماهر لي جيان شن د سان باو په نامه د چيني لوښيو نړيوال هنري کلی بنسټ ايښودونکی دی. هغه په نورو هېوادونو کې د لسو کلونو له اوسيدلو وروسته بېرته خپل ټاټوبي جينګ ده جن ته راستون شو. هغه وويل، چې هغه په نورو هېوادونو کې د لسګونو اوسيدونکو تجربو له امله د چيني لوښيو په رښتينی مانا پوه کړی دی. نو هغه په چين کې د چيني لوښيو د جوړونې د دوديزو تخنيکونو د بيااعاده کېدو او د لرغونی توليد بهېر د بيا ښکارېدو لپاره زيار ايستلی دی. د دغه کلي په خونو کې د ژوند او کار هغه سامان الات پراته دي چې شل کاله مخکې د کليوالو لخوا کارول کيدل. د دې ترڅنګ په دغه کلی کې کلالان هره ورځ په لرغونې لارو چارو لوښي جوړوي.

دغه کلی ته د زياتو بهرنيو سيلانيانو په تللو سره ، په ٢٠٠٠ کال کې دغه کلی په رسمي توګه خلاص شو چې د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو د کلالۍ هنرمندان په دايمي توګه پکې اوسېږي. نو د ختيځ او لويديځ کولتورونو او هنرونو ترمنځ تګ راتګ او تبادلې د لا نور فيشن ښکلا هنری اثارو د رامنځته کېدو لپاره ښه زمينه برابروي.

که تاسې علاقه ولرئ، کولی شئ چې په دغه کلی کې له دغو هنرمندانو سره يو ځای چيني لوښې جوړ کړئ. باور لرم چې تاسی له دغه ډول تګ راتګ سره علاقه ولرئ.

چيني باب نه يوازی په ژوند کې د سامان الاتو په توګه کارول کېږي، د هنري شيانو په توګه هم کارېږي، بلکې د ډېرو ښو سازونو په توګه هم غږول کېږي. په يادو شويو سازونو کې د څي اوه په نامه ساز ډېر اوږد تاريخ لري او د اته څلوېښتو لويو يا کوچنيو رکيبو لخوا جوړېږي چې هنرمندان د باڼسي څټک په واسطه د دغو رکيبو په وهلو سره خوندور اوازونه رامنځته کوي. هنرمنده لي پينګ وويل

څي اوه د نورو سازونو په پرتله ډېر اوږد تاريخ لري. په پيل کې مو له زرګونو بشقابونو څخه يوازی ډېر لږ بشقابونه انتخاب کړي چې غږونه يې مناسب دی. موږ په ١٩٨٥ کال کې په بريالۍ توګه عصری تخنيک استعمال کړی دی چې د بشقابونو غږونو سم او ښکلی شي.

موږ د چيني باب د ښکلا د ستاينې په هکله زياتې کلمې پيدا کولی شو، خو په دغه کلی کې د چيني باب د جوړونې له بهېر څخه د کتنې وروسته، موږ يوازی داسی وايو چې دا بالکل يو اعجاز دی چې يو کسب د زرو کلونو لپاره د يو ښار د سمسورتيا سبب شوی دی. ويل کېږي چې د جينګ ده جن تاريخ په کاغذ باندی نه او د چيني باب او داشونو لخوا ياد او ليکل شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای