CRI Online

د کون مينګ ښار د هې لونګ تان په باغ کې د يخ ګلانو سيل.

cri     (GMT+08:00) 2011-03-17 20:27:02

 په چين کې يو ډول يخ ګل شته چې خاص د ژمی په يخه هوا کې ښه غوړېږي. دغه ګل د چينايانو ډېر خوښ دی چې په يخه هوا کې د دغو ګلانو له غوړېدلو څخه ټينګ هوډ او کلکه اراده څرګندېږي. د يون نان ولايت مرکز کون مينګ ښار چې د چين په جنوب لويديځ کې پروت دی، په څلورو موسمو کې د مناسبې او معتدلې هوا او د بېلا بېلو ښکليو ګلانو له امله د پسرلنی ښار په توګه شهرت لري. د هر کال په دسمبر کې د کون مينګ ښار د هې لونګ تان په باغ کې چې د يخ ګل زرګونه بوتي روزل شوي په ګډه غوړېږي چې دا د چين په جنوب لويديځ کې د معجزې په توګه ګڼل کېږي. نو په نننۍ کړۍ کې به ستاسو سره دغه باغ ته سفر وکړم چې د قديمي ودانيو په منځ کې د يخ ګلانو ښکلا له نژدی وګورئ.

هې لونګ تانګ باغ د کون مينګ ښار له شمال څخه په دوولسو کيلومترۍ کې د لونګ چيوان غره په لمن کې پروت دی. هر کال د يخ ګلانو د غوړېدو په وخت کې زيات سيلانيان دغه باغ ته راجلبوي، دوی د يخ ګلانو سيل کوي او طبيعت ته خوشحالي ورکوي. بر سېره پردې، يو شمېر عکاسان د بېلا بېلو ډولونو کمرو په وسيله رنګارنګ عکسونه اخلي. د دغه باغ د عمده لارې پر دواړو غاړو ته ځانګړتيالرونکی مجسمې ولاړې دي چې ورڅخه د يون نان ولايت د ملي لږکيو د تاريخ، کولتور او دودونه څرګندېږي. سيلاني لي چيون هوا وويل، چې هغه هر کال له خپلې کورنۍ سره يو ځای په دې باغ کې يخ ګلان ګوري. دې وويل،

هر کال د يخ ګلانو د غوړېدو په وخت کې موږ څو څو ځله دغه باغ ته سفر کوو. يخ ګلان ډېر ښکلي په باغ کې هوا پاکه او صافه ده.

که له لوړ ځای څخه باغ وګورئ، د يخ ګل بوټي د سمندرګي په شان دی. کله چې د دغو بوټو په منځ کې چک او قدم وهئ، لکه په دنيا کې جنت ته ننوتلي وئ. ته به وائی لکه په انځور کې سيل کوي، ځکه چې د يخ ګلانو رنګونه هم بېل دي. سره ګلان د اور، ګلابی ګلان د نجلۍ د مخ ، سپين ګلان د قمتي ډبرې په شان دي.

ښاغلي وانګ هونګ بوه چې لس کاله مخکې له شان شي ولايت څخه کون مينګ ښار ته په کډه راغلی، همېشه د يخ ګل د نندارې لپاره د هې لونګ تان باغ ته ځي. هغه وويل، چې څو اوونۍ مخکې يې د سيل لپاره دغه باغ ته تللی و، خو د خپل قناعت وړ عکسونهيې نه دي اخيستي. نو هغه يو ځل بيا راغلی دی. ده وويل، 

که څه هم په کون مينګ ښار کې واوره نه اوري، خو طبيعت هم ښکلی دی. په ژمي کې د يخ ګل ونې ګل کوي. خو پاڼې نه لري. دغه ګلان د لمر تر وړانګو لاندې يو بل ډول ښکلا څرګندوي.

ښاغلي جانګ هونګ د يون نان ولايت د ولسي دودونو په اړه د عکاسانو د ټولنې غړي دی. هغه د خپلې کمرې په وسيله د يخ ګل د راز راز ښکلی عکسونه اخيستي دي. ده وويل،

د هې لونګ تان په باغ کې يخ ګلان د کون مينګ د ښاريانو په زړونو کې يوه ډېره په زړه پورې منظره ده. نو دغه باغ د زياتو کورنيو د سيل هدف دی.

د وخت د تېرېدو سره سم، د جانګ هونګ په لاس کې کمرې هم ګام په ګام عصری کېږي. خو د يخ ګلانو سره د ده علاقه نه بدلېږي. هغه هيله لري چې په راتلونکي کې د يخ ګلانو په اړه د عکسونو يوه ځانګړی نندارتون پرانيزی. ده وويل،

له يخ ګلانو سره ځانګړې علاقه لرم. هر کال زرګونه تنه وګړي په دې ځای کې د يخ ګلانو په اړه عکسونه اخلي او هر کس د عکاسۍ ځانګړتياوی لري. که فرصت لرم، د يخ ګلانو په اړه د عکسونو نندارتون پرانيزم.

سږ کال د يخ ګلانو په فسټېوال کې د دوو سوو ډولونو په شمول اوولس زره ونې او يا ګلدانونه د نندارې لپاره تيارې شوې دي او د يخ ګلانو د نندارې پراخوالی پنځه دېرش هېکټارو ځمکو ته رسېږي. دغه راز په دغه باغ کې د يخ ګلانو په اړه د پسولونو ننداره هم جوړه شوې ده. د هې لونګ تان باغ د ادارې کارکوونکو نيې يا پينګ وويل، 

زموږ په باغ کې د يخ ګلانو فسټېوال د نورو ځايونو په پرتله ځانګړتياوی لري. د غره په ګوټ ګوټ کې پر غوړيدلو ګلانو سر بېره، موږ د يو شمېر موضوعاتو سره سم مصنوعی منظرې جوړوو. سږ کال زموږ په باغ کې د کولتور، تاريخ، ولسي دودونو او لرغونيو کيسو سره سم زياتې منظرې جوړې شوې دي. دا زموږ د فسټېوال يوه بېله ځانګړتيا ده.

د پخوا په پرتله، روان کال يخ ګلان له ټاکلي وخت څخه شل ورځې وړاندې غوړيدلي دي. مېرمن نيی يا پينګ وويل، 

ټولو ته معلومه ده چې په ٢٠١٠ کال کې په چين کې د وچکالۍ ناورين رامنځته شوی چې په تېرو سلو کلونو کې تر ټولو ډېر سخت دی. نو د وچکالۍ او د تودوخې د لوړتيا له امله، روان کال يخ ګلان له ټاکلي وخت نه مخکې غوړيدلي دي. بر سېره پردې، د تېر کال په دسمبر او د روان کال په جنورۍ کې د تودوخي ناڅاپه ټيټوالي پر يخ ګلانو باندې اغيزې نه دي کړي. پخوا د ميلادي کال د جنورۍ په سر کې لږ يخ ګلان غوړېدل، خو د روان کال د جنورۍ په پيل کې زيات ګلان غوړېدلي دي چې ډېر زيات سيلانيان په دې اړه حيرانتيا څرګنده کړه. د دوی په اند روان کال يخ ګلان لا ښکلي دي.

د معلوماتو له مخې، د ګون مينګ ښار د هې لونګ تان باغ د يخ ګلانو په اړه د چين په لسو لويو پارکونو کې يو دي او په غرنۍ سيمه کې د يخ ګلانو په اړه د چين دوهم لوی باغ دی. اوس په دغه باغ کې د يخ ګلانو ډولونه دوه سوو ته رسيدلی دی. د چين د پسرلني جشن په موده کې په ځانګړې توګه د يخ ګلانو څلور سوه نوی ډوله بوټي اخيستې دي. نو په ګون مينګ کې په دغه باغ کې د يخ ګلانو ننداره د پسرلنی جشن په رخصتيو کې يو مهم فعاليت و.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای