CRI Online

د بی چوان نوی ښارګوټی

cri     (GMT+08:00) 2011-05-22 17:09:13

کله چې بې چوان نوی ښارګوټی يادوي ، هرومرو به د نوي کليمې ته متوجه وي. علت يې څه دی ؟ د ميان يانګ د سيلانۍ ادارې مشر هه جي يو د دې لامل د يادونې په وخت کې وويل، چې بی چوان د زلزلې مخکې يو ښکلی ښارګوټی و.  خو د ٢٠٠٨ کال د می په دوولسمه نېټه په ون چوان کې د سختې زلزلې له امله بې چوان ښارګوټی له خاورو سره خاورې شوې دي. له زلزلې وروسته د بی چوان ولسوالۍ مرکز د بيا رغاونې په بهير کې يوازنی ښارګوټی دی چې په بل ځای کې نوی جوړ شوی ده چې دغه نوی ښارګوټی د بې چوان نوی ښارګوټی نومېږي . ښاغلي هه وويل،

بې چوان د يوې ولسوالۍ نوم دی چې د لونګ من غره د چاود په سيمه کې پرته ده ، نو د ٢٠٠٨ کال د می د دوولسمې نېټې د زلزلې له امله سخت ويجاړه شوې ده او د ولسوالۍ مرکز کنډواله شوی دی. د چين د دولتي شورا د غوښتنې سره سم، د بې چوان ولسوالۍ مرکز په بل ځای کی جوړېږي. د دوه کلونو د کوششونو له برکته د بی چوان نوی ښارګوټی اباد شوی دی.

د بی چوان نوی ښارګوټی د ولسوالۍ له پخواني مرکز څخه په درويشت کيلومترۍ کې د ان چانګ سيند پر غاړه پروت دی چې طبيعی چاپيريال يي ډېر ښه دی. د ٢٠٠٨ کال په دسمبر کې د چين د دولت رئيس هو جين تاو دغه نوی ښارګوټی د (( يونګ چانګ په نامه ونوماوه چې مانا يي دايمي سمسورتيا ده. د ٢٠١٠ کال په اکتوبر مياشت کې د چين د شان دونګ ولايت په مرسته دغه نوي ښارګوټي په پوره توګه بشپړ شو.

بی چوان په چين کې د چيانګ قوم يوازنې خپلواکه ولسوالی ده. نو د ولسوالۍ د نوي ښارګوټی ودانۍ په پوره توګه د چيانګ قوم دوديز ساختماني ځانګړتياوې مجسموي او د چين د عنعنوي کولتور پر بنسټ د امنيت، اسانتيا، سمسورتيا، ځانګړتيا، مدنيت او همغږۍ په موخه د غرونو، سيندونو او ښارګوټي ترمنځ د همغاړي چاپيريال په ساتلو سره يو نړيوال ګرځندويه ښارګوټی ترې جوړيږي. ښاغلي هه وويل،

نوي ښارګوټي د ډېرو مشهورو چيني انجنيرانو لخوا طرح شوی دی چې بايد نه يوازی د ژوند، بلکې د سيلانۍ لپاره پوره مناسب وی. د ټولو ودانيو ځانګړتياوې واحدې دي او په عمده توګه د چيانګ قوم يو شمېر کولتوري عوامل څرګندوي. په عين وخت کې د ژوند په برخه کې د نوي ښارګوټي تاسيسات هم بشپړ او مکمل دي.

نن ورځ د بی چوان په نوي ښارګوټي کې ليدل کېږي چې د ښارګوټي ترتيبات ساده او برابر دي ، لارې کوڅې يې پاکې او پراخې دي ، ښکلي ښوونځي او باغونه پراته دي او د وګړيو هستوګنځي يې قطار په قطار ولاړ دي ، ته به وايي چې بالکل د چين د يوه ښکلي ښارګوټي انځور دی ، د يادولو ده چې عامې ودانۍ د پسه د ښکرونو او سرونو په انځورولو سره ښکلې شوې دي چې پسه د چيانګ قوم نښه ده چې د باناچيا په نامه سوداګريز واټ په بې چوان کې يو ډېر ځانګړتيالرونکی واټ بلل کېږي. 

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چيانګ قوم موسيقی واورېده چې په دغه واټ کې غږول شوېده. باناچيا واټ د بې چوان د نوي ښارګوټي له نمونوي ودانيو څخه شمېرل کېږي ، په تېره بيا د قلا په شکل د چيانګ قوم دوديزه وداني د پاملرنې وړ ده. په دغه واټ کې درې داسې قلاګانې پرتې دي چې ډېر لوړوالی يي اوه دېرش اعشاريه اوه مترو ته رسيدلی او د کلا په پورتنی ديدګاه کې د بې چوان نوی ښارګوټي ټولې منظرې ترسترګو کېږي

د بی چوان د کولتور او سيلانۍ چارو د ادارې چارواکې ګوه يان وويل، چې باناچيا د چيانګ قوم په ژبه کې د سوداګريز ځای مانا لري. هغې وويل، 

د باناچيا واټ په دواړو غاړو مغازو کې په عمده توګه د بې چوان د چيانګ قوم د عنعنوي کولتور او ځانګړتيالرونکی توليدات مثلا د ګلدوزۍ پارچې ، کالي او ځايي خوراکونه خرڅېږي څو چې سيلانيانو ته د لرغونی چيانګ قوم کولتور څرګندېږي.

مېرمن وانګ لي تازه نوي کور ته نقل کړی ، د دې کور ته په نژدی ځای کې يو باغ شته. هغې په خوشحالۍ سره خبريال ته وويل، 

زما کور د نوی ښارګوټي د عرما په اوسيدونکې سيمه کې ده چې پراخوالی يې. له يو سل او ديارلس مربع متره دی. د دغې سيمې شاوخوا چاپيريال او اپارتمانونه يې هم ډېر ښکلي دي لکه د يو باغ په شان دی.

د وانګ لي په شان د بې چوان د منځني ښوونځي زده کوونکي هم د خوښيو په فضا کې ژوند او زده کړه کوي. دری کاله مخکې د بې چوان منځني ښوونځی يو معمولی ښوونځی و او د سختې زلزلې له امله يي په پوره توګه ويجاړ شوی دی. اوس د ټولې نړۍ د چينايانو په مټ نوی ښوونځی د ٢٠١٠ کال په اګست مياشت کې بيا په کار ولويد.

په کاناډا کې چيني اوسيدونکي ښاغلي څای چې عمر يی له شپيتو کلونو نه زيات دی، په ځانګړي توګه له کاناډا څخه د بې چوان نوي ښارګوټي ته ورغلی . کله چې د بی چوان منځني ښوونځی نوۍ ودانۍ او سالم زده کوونکي وليدل ، ډېر خوشحاله شو. ده وويل،

د زلزلې له پېښېدو وروسته په کاناډا کې چيني اوسيدونکو ډېرې بسپنې ورکړې دي. د دې ترڅنګ د کاناډا حکومت زياتې مرستې هم ترلاسه کړې دي. اوس مې وليدل چې ډېر زيات زده کوونکي په سالمه توګه ژوند او زده کړه کوي، ډېر خوشحاله يم.

د سختې زلزلې له پېښېدو وروسته دری کاله تېر شوي دي. د بی چوان خلک په تودو احساساتو سره د بېلا بېلو ځايونو د دوستانو هر کلی کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای