CRI Online

د ګوی جو په کليوالو سيمو کې تودې سيلانيزې چارې .

cri     (GMT+08:00) 2011-07-19 20:44:05

څو ورځې مخکې د ګوی جو ولايت د سيلانيزو چارو داطلاعاتو په اوونيز فعاليت کې د ګوی جو د بېلا بېلو منظرو لرونکو سيمو او د سيلانۍ شرکتونو استازيو سيلانيانو ته د سيلانۍ تګلارې او توليدات وروپيژندل او مالومات ورکړل. خبريال وليدل چې د ګوی جو د ان شون د نندارتون په وړاندې دوو لوبغاړيو په داسی حال کې چې پر مخونو يي ماسکونه او ښکلي او عجيب کالي يې اغوستي وو ، د يو ډول ځايي اوپيرا ننداره کوله چې دغه اوپيرا په چين کې ډېر لرغونی تاريخ لری . لوبغاړي جنګ وويل، 

هوا ډېره توده ده ، خو ډېر خوشحاله يم چې زياتو سيلانيانو او حتی نړيوالو ته د ان شون د تون باو دوديز کولتور ورمعرفی کوم. زموږ دغه ځانګړې اوپېرا يو ډېر لرغونی کولتور دی او د نو په نامه د يوې بلې لا قديمي اوپېرا څخه د شپږو سوو کلونو د پرمختګ له لارې رامنځته شوې ده.

له تايوان څخه راغلی سيلانی شن يي شيو د لومړی ځل لپاره دغه ډول اوپېرا وکتله او د لوبغاړيو له جامو سره يې ډېره علاقه درلوده او څو عکسونه يې اخيستي دي. ده وويل،

ډېره لرغونی او دوديزه اوپېرا ده چې په تايوان کې مې نه وه کتلې او ډېره په زړه پورې ده.

د ګوی جو ولايت د سيلانۍ چارو د ادارې مشر فوو ينګ چون د ګوی جو په اړه د سيلانيانو د ستاينې له اوريدو وروسته په خوشحالۍ سره داسې وويل، 

موږ د سيلانۍ بازار د سمسورتيا ودې لپاره کوشش کوو او په څلورو موسمونو کې مو رنګارنګ سيلانيزې تګلارې ټاکلې دي څو چې د سيلانيانو غوښتنې پوره شی او زموږ د سيلانۍ چارې چټک او پر له پسی پرمختګ مومي.

پر ښکليو طبيعی منظرو سر بېره، په ګوي جو ولايت کې د ملي لږکيو وګړيو عادتونه هم د خلکو د پاملرنې وړ دي. د رنګارنګ ګوی جو په نامه د سندرو او نڅاوو خوندوره ننداره د يادولو وړ ده چې په تېره اوږده موده کې په چين کې دننه او بهر څو څو ځلې وښودل شوه، نو لا زيات سيلانيان ددې نندارې تر هنري اغيز لاندی غواړي چې په خپلو سترګو ګوی جو وګوري

په پسرلی کې د ګوی جو د ځون يي ښار د تونګ ځه ولسوالۍ په شياو با کلي کې د سلګونو هکتارو په پټيو د شړشمو ژيړ ګلان او د غره په لمنو د ناک سپين ګلان او د شفتالو ګلابي ګلان غوړيږي او د وګړيو کورونه پکې خواره واره پراته دي چې ديوالونه يې سپين او د بامونو سرونو يې خاکستری دي . ته به وايي چې دا منظره يو روغنی انځور ته ورته ده. د ګوی جو ولايت جنوب ختيځه سيمه د چين د مشهور ليکوال ايو چيو يو لخوا د چين تر ټولو ښکلی سيمه بلل کېږي. په دغه سيمه کې د چين د مياو قوم لومړۍ لويه اوسيدونکې سيمه پرته ده. نو هره ورځ زيات سيلانيان دلته راځي. مېرمن لي جين وويل، 

اوس زموږ په کلي کې څلور اتيا چپرکټونه شته او په يووخت کې دوه سوه تنه سيلانيان منل کېږي . څرنګه چې د سيلانيانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي، نو زموږ جيبونه هم ډک شوي دي.

دېرش کلنه لي جنګ چې د مياو قوم د کليوالې سيلانۍ مرکز مسؤله ده ، په خپل کلي کې د نورو کليوالو په مخکې په سيلانۍ چارې پيل وکړ. اوس د دې په مرکز کې له څلويښت تنو نه زيات کارکوونکی شته. په ٢٠٠٨ کال کې کله چې مېرمن لي جنګ چې په نورو ښارونو کې د مزدوري وروسته بېرته خپلې ټاټوبي شي جيانګ ته راستنه شوه، دغه خبر يي واخيست چې د ګوی جو ولايت د سيلانۍ چارو د پرمختګ په اړه درېيمه غونډه به په شي جيانګ کې تر سره شي. هغه په دې پوه شوه چې د سيلانۍ چارو د خلاصولو ښه فرصت به راشی. دې وويل

له بانک څخه مې دوه لکه يوانه پور واخيست او د خپلو زيرمه شويو پيسو په وسيله مې اوسني مرکز جوړ کړ. يوازی د ٢٠٠٨ کال په سپتمبر کې د دغې غونډې او د چين د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې مې يو سل او د سيلانۍ اتيا زره يوانه عايدات وګټل او سوچه ګټه می يو لک يوانو ته رسيدلې ده.

د لي جنګ تر لارښوونې لاندې، په دغه کلي کې بزګران ګام په ګام شخصي هوټلونه جوړکړي او د سيلانيانو په منلو يې پيل کړی دی چې په نتيجه کې په کلي کې شپږ سوه تنه بزګران په سلانيزو چارو لګيا دي . د ګوی جو ولايت د شيان دونګ نان ولسوالۍ د طبعيت ساتنې، د کولتوري خپرېدا، د خلکو د ژوند د ښه والي او د ټولنې د پرمختګ د پياوړتيا د اصولو سره سم کرهنيز جوړښتونه ښه او اصلاح کړي دي. د دغه ولسوالۍ د سيلانی چارو د ادارې مرستيال جانګ يوان چينګ وويل،

د شي جيانګ برياليتوب لومړی د اقتصاد په برخه کې ښکارېږي چې خلک يي شتمن شوي او د خپل قوم د کولتور د ساتنې په اړه ځاني اطمينان يي ټينګ شوی دی. د دريو کلونو د کوششونو له کبله د سيلانيانو لپاره د خدمت کولو کيفيت لوړ شوی او د شاوخوا ځايونو د سيلانۍ چارې هم ورسره سمسورې شوې دي .

په تېرو څو کلونو کې د ګوی جو حکومت په کليوالو سيمو کې د سيلانۍ چارو د تودوالي لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي چې دغه تدبيرونه د چيني او بهرنيو سيلانيانو لخوا ډير وستايل شول. د شمېرنې سره سم، په تېرو پنځو کلونو کې په ګوی جو ولايت کې څه باندې څلور لکه او شل زره تنه وګړي د سيلانۍ چارو له لارې له بي وزليتوب او غريبۍ څخه خلاص شوي دي . د ګوی جو ولايت د سيلانۍ چارو د ادارې مشر فو ينګ چون وويل، 

 

په کليوالو سيمو کې د سيلانۍ چارو پرمختګ د کليو د توليدي جوړښت د تنظيم د ګړنديتوب عامل دی. بزګران په فارغ وخت کې په خپلو کليو کې سيلاني کوي چې کليوال سياحت اوسمهال زموږ ولايت د سيلانۍ چارو د يوې مهمې برخې په توګه د بزګرانو د شتمن کېدو غوره لار ګرځېدلې ده ..

د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠٦ کال څخه هر کال په ګوی جو ولايت کې دغه شان سيلانيز فعاليتونه جوړيږي چې له امله يي دغه ولايت د سيلانۍ د اساسي تاسيساتو د ابادولو، د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتلو، د خدمتي توان د لوړولو په برخو کې چټک پرمختګ موندلی دی. په عين وخت کې د ګوی جو سيلانی د خپرېدا په غرض يو لړ فعاليتونه هم تر سره شوي دي. په تېرو پنځو کلونو کې په ګوی جو ولايت کې د سيلانی د عمومي ګټې کلنی منځنی زياتوالی انډول په سلو کې له څلور دېرش څخه اوښتی دی چې دغه شمېر د چين تر نورو ولايتونو زيات دی. په راتلونکو پنځو کلونو کې ګوی جو ولايت به سيلانيانو ته د لا ښه خدمتونو برابرولو لپاره زيات نور ګټور تدبيرونه ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای