CRI Online

د شي ان د باغواني په نندارتون کې د افغانستان نندارتون .

cri     (GMT+08:00) 2011-08-27 17:52:49

 ټولو ته معلومه ده چې په ١٩٩٩ کال او ٢٠٠٦ کال کې د باغوانۍ نړيوال نندارتون په جلا جلا توګه د چين په کون مينګ او شين يانګ ښارونو کې تر سره شو. د خوښۍ وړ ځای دا دی چې په ٢٠١١ کال کې دغه نندارتون د درېيم ځل لپاره په چين کې جوړېږي. د تير اپريل په اته ويشتمه نېټه د ٢٠١١ کال لپاره د باغوانۍ نړيوال نندارتون د چين د شي ان په لرغونی ښار کې پرانستل شو چې د زرګونو کلونو اوږد تاريخ لري.

دغه د ډول وهلو له تيزو غږونو څخه ډکه موسيقي چې د منځني اسيا ځانګړتياوې لری، د باغوانۍ په نړيوال نندارتون کې د افغانستان په نندارتون کې پورته کېدل او د زياتو نندارچيانو پاملرنې يې راجلبولې .

د افغانستان نندارتون چې د دغه نندراتون په نړيوال مرکز کې پروت دی او پراخوالی يي يو زر او دوه سوه پنځوس مربع متره دی، د طبي بوټۍ باغ، د تاشکورګان باغ، د پغمان باغ او د ګلاب باغ پکې شامل دي او منځني اسيا ځانګړتيالرونکې ودانۍ هم پکې پرتې دي چې د افغانستان لرغونی تاريخ او غنی قومي ځانګړتياوې ترې په ښه توګه ښکارېږي. کله چې سيلانيان د افغانستان نندارتون ته ننوځي، لومړی به په نندارتون کې د لاسي انځور لرغوني تخنيک ته پاملرنه وکړي. سيلانې ليو چيان ون وويل،

دغه شان لاسي انځورونه ډېر جلبوونکي دي. زما په اند، د افغانستان نندارتون ډېرې ملي ځانګړتياوې لري او موسيقي يې هم ډېره په زړه پورې ده. زه به خپلو ملګرو ته د افغانستان نندارتون د ليدلو سپارښتنه وکړم.

هره ورځ زيات سيلانيان د افغانستان له نندارتون څخه ليدنه کوي، د دغه نندارتون مشر حاجي عمر رحيمي خبريال ته وويل، چې د دوبنۍ رخصتۍ مخکې هره ورځ د سيلانيانو منځنی شمېر څلور او يا پنځه زره و. هغه ډېرخوشحاله دی چې دومره سيلانيان د افغانستان له نندارتون څخه ليدنه کتنه کوي. هغه هم په دې ډېر وياړی چې زياتو سيلانيانو د شي ان د باغوانۍ د نندارتون له لارې د افغانستان لا زيات معلومات تر لاسه کړي دي.

د چين او افغانستان ترمنځ دوستي نوی موضوع نه ده، ځکه چې زموږ ترمنځ ډېرې نژدې اړيکې شته. نو په دغه نندارتون کې زموږ د ګډون موخه نه يوازی د خپلو توليداتو پلورل دي، يوه بله لا مهمه موخه مو دا ده چې لا زياتو کسانو ته زموږ هېواد وروپيژنو او لا زيات سيلانيان راجلب کړو.

زرګونه کاله مخکې د وريښمو لرغونۍ لاره د ختيځ او لويديځ ترمنځ يوه ډېره مهمه ځمکني سوداګريزه لاره وه، افغانستان د دغې لارې د محور په سيمه کې پروت دی . نو د څو لرغوني تمدونونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او کولتوري تګ راتګ او راکړي ورکړي تاريخ په افغانستان کې په ښه توګه ساتل شوي او د يونان، هند، فارس او چين په شمول څو ډولونه کولتورونه په افغانستان کې راغونډ او يو ځای شوي دي چې په نتيجه کې په افغانستان کې رنګارنګ کولتورونه ليدل کېږي . د افغانستان په نندارتون کې لسګونه تنه افغان کارکوونکي د دغه نندارتون د ترتيبولو لپاره په ځانګړی توګه له افغانستان څخه شي نان ښار ته راغلي دي. دوی سيلانيانو ته د لرغوني غاليو او منسوجاتو، د لرغونی نقره يي شيانو، قيمتي ډبرو او د ژوند د سامان الاتو په اړه معلومات او د افغانستان لرغونی تاريخ او ځلانده فرهنګ ورپيژني. کارکوونکي محمد صميم وويل، افغانستان تر شپږويشت کلنۍ جګړې وروسته اوس د هراړخيزې بيارغونې په حال کی دی. اوس د افغانستان په هکله د نورو هېوادونو خلکو مالومات زيات نه دي. هيله لرم چې د دې باغوانۍ نندارتون له لارې ډېر زيات کسان افغانستان ښه وپېژني.

شلګونه کلنې جګړې نژدې د افغانستان ټول ځلانده فرهنګونه ويجاړ کړي دي. اوس له جګړې وروسته د هېواد د بيارغونې په بهېر کې افغانان پوه شوي چې د يو هېواد د روحيې بيارغونه لومړی اهميت لری څو چې لا زيات خلک د خپل هېواد کولتور او تمدن وپيژنی. د باغوانۍ نړيوال نندارتون يو ډول مسلکي نندارتون دی چې د باغواني پيژندونکو د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوی نړيوال نندارتون دی او د نړيوال اقتصاد او ساينس او تخنيک په برخه کې د اولمپيک لوبو په نامه ياديږي. نو د بېلا بېلو هېوادونو د باغوانۍ غوره اثار په کې د نندارې لپاره ايښودل شوي دي څو چې بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د باغوانۍ په هکله تبادله پياوړی شي. دغه نندارتون د افغانستان لپاره يوه ډېره ښه صحنه ده. د افغانستان نندارتون مشر عمر رحيمي وويل، 

موږ دې ته پاملرنه نه کوو چې څومره پيسې وګټو، مهمه خبره خو دا ده چې نندارچيانو ته د افغانستان کلتور ښودل دي. تېر کال مو د شانګهای په نړيوال نندارتون کې برخه واخيستله، نو د باغوانۍ په دغه نړيوال نندارتون کې مو هم ګډون کړی دی.

بر سېره پردې، هغه د چين د حکومت او د دغه نندارتون له انتظامي کميټې سره مننه څرګنده کړه چې د افغانستان د ځانګړتياوو او کولتورونو د څرګندولو لپاره يوه ښه زمينه برابره کړې ده. ده وويل،

د چين حکومت او دغې تشکيلاتي کمېټې له موږ سره ډېرې مرستې کړې، دلته مو له دوی او ټولو سيلانيانو څخه د زړه له کومې مننه کوو. موږ ډېر خوشحاله يو چې زموږ د کلتور د ښودلو لپاره يو چانس ترلاسه شوی او هيله من يو چې هر سيلانی زموږ د ښودل شويو شيانو له ليدلو څخه خوند واخلي . موږ ستاسو د راتګ هر کلی کوو.

د اټکل له مخې، د محصلينو د دوبي د تحصيلي رخصتۍ په رارسېدو سره به په دغه نندارتون کې د سيلانيانو شمېر زيات شي. اوس د افغانستان نندارتون لا زياتو سيلانيانو ته د لا ښه خدمتونو د ورکولو لپاره چمتو شوی دی. افغان کارکوونکي محمد صميم په پښتو ژبه دا جمله وويله .  موږ د افغان نندارتون ته ګڼ شمير نندارچيان رابولو .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای