CRI Online

د هان شيو کورني سيلاني

cri     (GMT+08:00) 2011-11-02 15:59:48

 که څه هم شپږويشت کلنه چيني نجلۍ هان شيو په چين کې اوسېږي او يو دوديز چيني نوم لري، خو له نورو چينايانو سره يې ښکاره توپيرونه دا دي چې د سرويښتان يې ژېړ او سترګې يې له لويديځانو سره يو شان او شنې دي. ځکه چې هغه د چيني او روسيي نسل يوه مختلطه نجلۍ ده چې کور يې د چين د داخلي مغولستان د عرکونا ښار د شي وي په علاقه دارۍ کې دی.

په ٢٠٠٣ کال کې هان شيو د داخلي مغولستان په قومي پوهنتون کې شامله شوه او تخصص يې د خوراکونو په اړه دی. مګر له فراغت وروسته يې په ښار کې د کار فرصت پرېښود او بېرته ټاټوبي ته راستنه شوه چې په کليوالۍسيلانۍ يې پيل وکړ. دې وويل،

له دغه ډول ژوند سره علاقه لرم، که څه هم د ژوند شرايط مې د ښاري ژوند په پرتله ښه نه دي، خو له دغه ډول ژوند سره عادت لرم او زما لپاره ډير مناسب دی..

له ٢٠٠٣ کال راهيسې په شي وي علاقه دارۍ کې د روسي او مغولی قومونو د ولسي دودونو سره سم سيلانيزې چارې پيل شوې. هان شيوه په دې اړه داسی وويل،

زما د کورنۍ سيلانۍ چارې په کليوالو سيمو کې د سيلانيزو چارو د پياوړتيا پلان د پلی کېدو په سر کې د نورو کورنيو مخکې پيل شوې . په هغه وخت کې زموږ په سيمه کې لس د روسي قوم کورنۍ په دغه ځانګړيو چارو بوختې وې .

د هان شيوه د خاطرې له مخې په هغه وخت کې سيلانيان زيات نه وو او په عمده توګه يې له بېجينګ، تيان جين او د چين د دونګ بې له سيمې څخه به راتلل. د ځايي سيلانۍ د سمسورتيا سره سم، د هان شيوکاروبار ګام په ګام تود شوی او پيمانه يې پراخه شوې ده. اوس مهال ددې په کورني هوټل کې پنځه ويشت تنه سيلانيان ځاييږي. دې وويل، 

په ٢٠٠٣ کال کې موږ يوازې د حکومتي چارواکو پذيرايي کړې، له ٢٠٠٤ کال څخه مو د کورنۍسيلانۍ په چارو پيل وکړ. اوس سيلانيان د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه زموږ کلي ته راځي چې ځينی يې له بېجينګ څخه او ځينې يې له شان شي او شان شي ولايتونو څخه راغلي سيلانيان دي.

ددې لپاره چې سيلانيان د روسي قوم له دودونو څخه خوند واخلي ، هان شيو تل سيلانيانو ته سوچه روسي ډوډۍ تياروي. هغې وويل،

زما مور د روسي ډوډۍ په پخولو کې پوره تجربه کاره ده. ځکه چې له ماشومتوب څخه يې دغسی ډوډۍ پخې کړي او خوړلې. نو په تېرو څو کلونو کې يې د سيلانيانو لپاره د دا ډول ډوډۍ پخلی کړی دی.

د پاملرنې وړ ځای دا دی چې په شي وي سيمه کې ودانۍ په عمده توګه د لرګيو څخه جوړېږي. دغه شان ودانی دا ځانګړتيا لری چې په ژمی کې سوړوالي او په دوبي کې تودوالي نه احساسيږي او د اوږدې مودې لپاره کارول کېږي. پر ځانګړتيالرونکيو ودانۍ سر بېره، د شي وي په شاوخوا سيمه کې طبيعی منظرې ډېرې په زړه پورې دي. د مثال په توګه، عرګونه سيند چې د چين او روسيې ترمنځ سرحدي سيند دی، هولونبير دښته او ګڼ شمېر ځنګلونه پکې پراته دي . نو له دې امله ډېر زيات سيلانيان دغې سيمې ته د سفر انتخاب کوي. سيلانۍ اغلی ما وويل،

د دې ځای اصلي منظرې په انټرنټ کې د پيژندنې په پرتله توپير نه لري. کله چې له موټر څخه کښته شوو، د بې پايه دښتې په زړه پورې منظرې ترسترګو کېږي

اوس مهال په کليوالو سيمو کې د ملي لږکيو د ځانګړتيالرونکی سيلانی د شي وي سيمې د اقتصاد د ملا تير په توګه ګڼل کېږي. که څه هم د دغه چارو د پرمخبيولو موده اوږده نه ده، خو چټک پرمختګ يې موندلی دی. د شي وي علاقه دارۍ د ګوندي کميټې مشر يان لي شين وويل، 

ويل کېږي چې زموږ د سيلانۍ چارې د چټک پرمختګ په حال کی دي. د شمېرنې سره سم، تېر کال موږ مجموعأدوه سوه او لس زره تنه سيلانيان منلي دي. د روان کال د تازه شمېرنې سره سم، د سيلانيانو شمېر به له تېر کال څخه واوړي. سيلاني زموږ په سيمه کې د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې ډېرې مهمې لارې چارې دی او د ټولنې او اقتصاد د پياوړتيا لپاره ډېر مهم خوځنده ځواک بلل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای