CRI Online

د شي ان د چيو جيانګ منظری لرونکې سيمه

cri     (GMT+08:00) 2011-11-24 15:20:53

چيو جيانګ چې يو زر کاله مخکې د چين د تانګ په امپراطوری موده کې يو شاهي باغ و، د چين د شان شي ولايت د مرکز شي ان ښار په جنوب ختيځ کې پروت دی او يوه ډېره لويه منظرې لرونکی سيمه ده. د تانګ امپراطوری مودې په پای کې دغه باغ د جګړې په اور کې ويجاړ شو، خو يو زر کاله وروسته د يو سلو هکتارو په پراخوالي ښاري ايکولوژيکي منظرې لرونکی سيمه په چيو جيانګ کې بيا جوړه شوه. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چيو جيانګ په باب څه نا څه معلومات وړاندې کوم.

نن ورځ د چيو جيانګ کولتوري منظرې لرونکی سيمه يو داسی ورخلاص باغ دی چې سيلانيان په وړيا ډول سيل کولی شی . په باغ په څو برخو ويشل شوی مثلا د تاريخي کنډوالو باغ، د تانګ پايتخت د ښاري ديوال باغ او د دا يان څلی منظرې لرونکې سيمه او داسی نور . د شي ان ښاريانو په وينا چيو جيانګ د شي ان ښار عقبي باغ دی او د نوی شي ان د کولتور د نوي نښې په توګه هم ګڼل کېږي.

يو زر کاله مخکې چيو جيانګ سيمه يوه ډېره سمسوره سيمه وه چې په هغه وخت کې د پايتخت شي ان ښار کولتوري مرکز و چې ډير برجسته او نامتو اديبان پکې راغونډ شوي وو. خو د تېرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې د نفوسو د ژر زياتوالي او د اوږدې مودې د نه ترميمولو له امله دغه سيمه ډېره سخته ويجاړه شوې ده. په ٢٠٠٣ کال کې د چيو جيانګ سيمې د ادارې کميټې مشر دوان شيان نيان د چيو جيانګ د ګڼ شمير تاريخي مدارکو تر مراجعې وروسته پوه شو چې دغه سيمه يوه ډېره ارزښتناکه سيمه ده ، سره له دې چې سخته ورانه شوېده . ده وويل،

پخوا چيو جيانګ يو امپورطوری باغ و. دا يان څلی د چيو جيانګ نښه ده چې ډېر تاريخي ارزښت لري ځکه چې دغه څلی د تانګ د امپوراطورۍپه سسموره موده کې جوړ شوی. نو موږ بايد د دغه څلي په شاوخوا کې خپل کارونه پيل کړو.

ورپسی د چيو جيانګ د ادارې کميټې لومړي د دا يان څلی د شمالي ميدان د ابادولو لپاره پنځه سوه مليونه يوانه پانګې لګولې دي. په دغه ميدان کې د موسيقۍ يوه فواره هم جوړه شوې ده چې په هغه وخت کې په اسيا کې ډېره لويه وه. د فوارې اوبه د موسيقۍ سره سم پورته او کښته کېږي. د دغه ميدان د پرانيستلو په ورځ څه باندې يو لکه تنه ښاريان راجلب شوي دی.

له دې نه وروسته د چيو جيانګ د بياسمسورتيا فرصت راغلی دی. دغې کميټې پخواني شاهي باغ په کنډوالو د يو زرو هکتارو ځمکو په مساحت د يو بل باغ د جوړولو لپاره يو مليارډو او دری سوه مليونه يوانه پانګې اچولې دي. د دغه باغ د پروژې طرح کوونکې اغلې جانګ جين چيو وويل، 

د دغې پروژې موخه د دغې سيمې د پخواني بڼې بيااعاده کول نه دي، زموږ موخه دا ده چې د پخواني بڼې سره سم يو عصري باغ جوړ شی.

د چيو جيانګ د منظرې لرونکی سيمې له جوړېدو څخه د لرغونی کولتور او عصری افکارو ترمنځ همغږی څرګندېږي. سيلانيان کولی شی چې په دغه باغ کې له هرې ودانۍ او منظرې څخه ښکلۍ تاريخي کيسې واوري

اوس مهال هره ورځ زرګونه تنه سيلانيان د دغه منظرې لرونکې سيمې سيل کوي. په دغه سيمه کې د ډوډۍ خوړلو او شيانواخيستلو سهولت دي. اته دېرش کلن ښاغلي جانګ چاو مين چې د شان شي ولايت له وې نان څخه راغلې، په ١٩٩٨ کال کې شي ان ښار ته په کډه راغی او د چيو جيانګ په منظرې لرونکی سيمه کې د سيلانيزو يادګاري شيانو يو کوچنی پلورنځی خلاص کړی چې پراخوالی يې يوازی لسګونه مربع متره دی. ده وويل،

د چيو جيانګ منظرې لرونکی سيمې له جوړېدو وروسته زما کاروبار د لس ځله زيات شوېدی. تېر کال مې نور پنځه پلورنځي کرايه کړي دي .دغه راز د شان شي د ځانګړی خوراکونو په اړه يو بل راسټرانټ می هم پرانيستلی چې کاروبار مې نور هم تود شوی دی .

ويل کېږي چې نوی چيو جيانګ په کنډوالو جوړ شوی باغ دی، هغه نه يوازی د شي ان د تاريخي او کولتوري اثارو د ساتنې، بلکې د اوسيدونکو د ژوند د چاپيريال د ښه والي لپاره مثبت رول لوبولي او لوبوي يي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای