CRI Online

د شن نونګ جيا په ځنګلي سيمه کې دا جيو هو جهېل

cri     (GMT+08:00) 2011-11-24 15:22:37

 د شن نونګ جيا غرنۍ سيمه د چين په مرکزي برخه کې د بام په توګه بلل کېږي او پراخه طبيعي ځنګلي ناحيه پرته ده چې يو جهيل د هېندارې په توګه ځلا کوي چې ((دا جيو هو)) نومېږي او شاوخوا يې جګ جګ غرونه ولاړ دي ، اوبه يې پاکې او د جهېل پر غاړه نباتات شنه ښکاري. کله چې سيلانيان د دغه جهېل د غاړه سيل کوي، د مرغانو ښکلۍ زمزمې او نرم غږونه اورېدل کېږي. د دغه جهېل شاوخوا سيمه بوښتې او لندې ځمکې موجودې دي چې په ډېره ښه توګه ساتل شوې دي. په عين وخت کې دغه سيمه د چين له جنوب څخه شمال ته د اوبه ورکولو د لويې پروژې لپاره يوه ډېره مهمه د اوبو برابرولو سرچينه ده. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې سيمې په اړه څه ناڅه معلومات وړاندې کوم.

د کارپوهانو د اټکل له لمخې، د دا جيو هو جهيل په غاړه د تورب لرونکې لندې ځمکې ايکولوژيکی ارزښت شپږ څلويښت مليارډو او څلور سوه مليونه يوانو ته رسېږي چې دغه شمېر د کرهنيزو ځمکو په پرتله يو سل او شپيته ځله زيات دی ، د يادولو ده چې تورب د ډبرو يو ډول سکاره دي او د ګازو او متليک الکول د جوړولو اومه مواد دی. دغه راز بوخته د اوبو د زيرمو او د اقليم د تنظيم رول هم لري. د چين د علومو اکاډمۍ د ځمکې د څارنيز مرکز په اړه د چاپيريال او ناورين د څيړنې څانګې مدير دو يون وويل، چې په تېرو څو کلونو کې د اقليم تحليل او وړاندوينه د ځمکې د تودوخې د لوړتيا په هکله يوه ډېره مهمه څيړنيزه موضوع ده. نو د دا جيو هو جهېل په دې برخه کې ډېر ارزښت لری. ده وويل، په دې ځای کې د انسانانو فعاليتونه کم دي چې دا د تورب د ښه رسوب شرط ګڼل کېږي . نو له دې ځای څخه په ښه توګه په تېرو لس زرو کلونو کې د اقليم د بدلون حالت څرګندېږي. د دغې سيمې ښه ساتل ډېر ارزښتناک دی. اوس مهال د چين په منځنی ختيځه سيمه کې دغه شان ښه توکی لږ ليدل کېږي ، ځکه چې د دغو توکو د توليدولو توان ډېر محدود دی ، د انسانانو فعاليتونه ډېر دي او له حده د دغو توکو د کارولو عمل چاپيريال ته سخت زيان رسولی دی.

رېښتيا ده چې د دا جيو هو جهيل لندې ځمکې د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د وګړيو له حده د کرهنيزو چارو د پرمختګ له امله ويجاړې شوې دي چې په نتيجه کې د دغې سيمې چاپيريال سخت زيانمن شوی او زيات قيمتي نباتات او حيوانان مړه شوی دی.

د چاپيريال سخته مسئله ګام په ګام د وګړيو د پاملرنې وړ ده. کارپوهانو د دا جيو هو جهېل سيمې د طبيعي محيط د رغولو لپاره اړين وړانديزونه وړاندی کړي دي چې له امله يې په ٢٠٠٨ کال کې د دا جيو هو د لندې ځمکې باغ د ادارې رياست جوړ شو، او په ٢٠٠٩ کال کې دغه باغ په رسمي توګه خلاص شو چې دا په چين کې د لندې ځمکې په اړه څلورم باغ دی. د باغ د ادارې رياست مشر وانګ شنګ لين وويل، 

د ټاکلي پلان سره سم د باغ پراخوالی بايد ٥٠٨٣ هېکتارو ته ورسېږي او په باغ کې يو کلی چې د ٣٠٩ کورنيو په شمول ١٤٤٤ تنه پکې ميشته وو، بايد بل ځای ته انتقال شي. نو د رغولو کارونه ډېر سخت وو. ځکه چې ځايي اوسيدونکي نسل په نسل په دې ځای کې اوسېدل، دوی و نه غوښتل چې ترې ووځي.

د دغه کلي مشر هوانګ يي چينګ لومړی په کورنۍ سيلانۍ يې پيل وکړ څو چې د کليوالو د سرمشق رول ولوبوي هغه د خپلې لور د جهيز په وسيله ديوالونه سپين او څو کوټې يې جوړې کړې چې يو شخصي هوټل يې پرانستلی دی. ده وويل،

پخوا زموږ د توليدي جوړښت تنظيم دومره بريالی نه و. د لندې ځمکې باغ له جوړېدو وروسته د سيلانۍ چارو پرمختيا زموږ لپاره د شتمن کېدو يوه ډېره ښه لاره ده.

اوس مهال د ځايي اوسيدونکو ژوند ښه شوی دی او ايکولوژيک چاپيريال هم اعاده شوی. رنګا رنګ قيمتي نباتات او أبزي مرغان په دغه سيمه کې بيا ليدل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای