CRI Online

په(( يان پو)) کلي کې د داودي ګلونو سيل

cri     (GMT+08:00) 2011-11-24 15:24:33

  که د مني په موسم کې د چين د ان هوی ولايت د شيو نينګ ولسوالۍ يان پو کلی ته ننوزئ، د بزګرانو کورونه چې د ان هوی ولايت د ځانګړتيالرونکی ساختماني بڼه لری ، د سيند په غاړه خواره واره پراته دي او شا ته يې غرونه دي . په پټيو کې د سپين رنګ اودی ګلان کرل شوي او د ګلان شکولو بزګران پکې لګيا دي چې منظره يې د يو تصوير په شان ډېره ښکلی ده. پخوا دغه کلی د بيړيو په وسيله د ترانسپورت او د مالګې د زيرمو له امله شهرت درلود. په تېرو څو کلونو کې دغه کلی د نوی کلي د جوړېدو پلان له مخې د سپين رنګ داودی ګلانو د کرنې او د سيلانيزو چارو د پياوړتيا له امله يو مشهور شتمن کلی بلل کېږي.

(( يان )) په چيني ژبه د مالګې او (( پو)) د مغازې مانا لري. نو د يان پو کلی نوم د مالګې مغازې مفهوم لري. ځکه چې دغه کلي ته نژدې دوه لوی سيندونه تېرېږي، نو د چينګ د کانګ شي امپراطورۍ په موده کې دغه کلی د شيو نينګ ولسوالی له څلورو مشهورو بندرونو څخه وشميرل شو. په هغه وخت کې په دغه کلی کې نه يوازی د مالګې زيات ګدامونه، بلکې زيات پلورنځي هم وو.

په تېرو څو کلونو کې دغه کلی د داودی ګلانو په کرلو د سيلانيزو چارو د پياوړتيا پر بنسټ اقتصاد پرمخ بيولی دی چې په تېرو پر له پسی څلورو کلونو کې د دغه کلي د بزګرانو سوچه عايدات د هوانګ شان ښار په ټولو کلونو کې مخکې وو. د کلي مشر لي تاو فان وويل، 

زموږ په کلي کې پرته د لسو کورنيو نه نورې دوه سوه او شپږ اويا کورنۍ ټولې د داودی ګلانو په روزلو بوختې دي چې په اوسني وخت کې د کرنې پرمختيايي شعار دی يعنی په يو کلي کې يوازی يو کرنيز محصول روزل کېږي څو چې د دغه يوازني محصول د پرمختګ له لارې ټول کليوال شتمن شی. .

د هر کال له جون نه تر نوامبر پورې په يان پو کې د داودی ګلان د دوو ځله لپاره غوړيږي چې دغه موده هم د سيل ډېر ښه موسم دی. نو دغه کلی د نورو ولايتونو له سوداګرانو سره د سيلانيزو چارو د پرمخبيولو لپاره هوي جو د شان يوو ولسونو دودونو باغ جوړ کړی دی.

(( شان يوو)) د يو لرغوني قوم و او د چين په جنوب کې د زياتو ملي لږکيو نيکه ګان وو چې دوه زره او پنځه سوه کاله مخکې د هوي جو په سيمه کې اوسېدل. د کلونو کلونو جګړو له امله، دغه قديمي قوم ګام په ګام د چين ګوانګ شي، يون نان، ګوی جو او های نان په شمول ولايتونو ته انتقال شو. د افسانې له مخې، شان يوو وګړو په نڅاو او سندرو کې لوی لاس درلود، په پښو يې په اور وهلی او په تش لاس يې وحشي حيوانان نيولی شوای. د هوانګ شان ښار د يان پو په نامه د سيلانۍ شرکت مشر هوانګ جيون تاو وويل، چې سيلانيان په دغه باغ کې پخپله د شان يوو وګړيو دودونه له نژدې احساسولی شي. دوی نه يوازی دوديز کورونه، بلکې له شوق او ذوق څخه ډکې نندارې هم ليدلی شي. بر سېره پردې، د داودی ګلانو د غوړېدو په موده کې سيلانيان کولی شی چې په پټيو کې پخپله ګلان وشکوي. ده وويل،

اوس مهال د هوانګ شان په غرني سيمه کې يوازی زموږ په باغ کې داسی سيلانيز فعاليتونه تر سره کېږي چې سيلانيان پخپله پکې ګډون کولی شی . هر کال څه نا څه دوه او يا دری لکه سيلانيان زموږ د باغ سيل کوي. د سيلانيانو شمېر هم کال په کال زياتېږی.

د دې ترڅنګ د داودي ګلانو کرل او اړوند سيل پر بنسټ د يان پو کلی اقتصاد چټک پرمختګ کوي. ښاغلي لي تاو فان وويل،

د داودی ګلانو کرل نه يوازی د سيلانيزو چارو د پرمختيا خوځنده ځواک دی، بلکې په چين کې د يان پو شهرت ډيريږي. زموږ په کلی کې د داودی ګلانو د پلورلو اندازه لويه ده. په پرکار فصل کې هغه ګلان چې په سهار شکول شوي، تر ماښام ټول پلورل شوی دی.

ښاغلي لي وويل، چې يان پو کلی به د سيند پر غاړه د غوړېدلو داودی ګلانو په شان ښه راتلونکی ولری. د يادولوده چې له داودي ګلونو څخه د درملو ، مشرباتو او د سينګار توکو د جوړولو اومه مواد اخيستل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای