CRI Online

د چين د لرغوني کليو ښکلی منظرې

cri     (GMT+08:00) 2011-12-13 20:10:06

 د ان هوي ولايت هوانګ شان ښار ته نژدې دوه ډېر مشهور کلي پراته دي چې يو يې (( شي دي)) او بل يې (( هونګ څون)) نومېږي. په دغو دوو کليو کې هر وخت داسی ځوانان ليدل کېږي چې د نقاشۍ تختې يې په شا تړلې او قلمونه يې په لاس کې نيولي ، د کليو په لاروکوڅو کې روان دي. دوی د بېلا بېلو پوهنتونونو زده کوونکي دي او په يوه ګډه موخه دلته راځي څو چې د دغو لرغوني کليو تنګې کوڅې، وړوکي پلونه او د ځانګړتيالرونکي قديمي ودانۍ په کاغذونو کې انځوروي.

(( شي دي )) کلی په لرغوني زمانه کې د ګڼ شمير شاعرانو او اديبانو د راغونډېدو ځای و. د چين د مينګ او چينګ په امپرطوری موده کې يعنی څلور پنځه سوه کاله مخکې يو شمېرروشنفکران د کانکور له لارې د ماموريت رتبې د لاس ته راوړلو څخه لاس پر سر شول او په سوداګرۍ يې پيل وکړ . دوي له برياليتوب وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته راستانه شول او.نوي کورونه يي جوړ کړل او په عين وخت کې يي په خپلو پيسو معبدونه، لارې او پلونه هم اباد کړل چې په نتيجه کې خپل ټاټوبی يې ښکلي شوي دي. که څه هم سلګونه کالونه تېر شوي دي، خو په شي دي کلي کې سلګونه لرغوني کورونه لا هم پاتی شول چې څو سوه کاله مخکې جوړ شوي او د مينګ او چينګ په امپرطورۍ موده کې د کليوالو ودانيو بنسټيزې بڼې او ځانګړتياوې ترې څرګندېږي. د دغه کلي په لاروکوڅو کې لوکس کورونه او په زړه پورې باغونه پراته دي چې دروازې او کړکۍيې د ډبرو په وسيله حکاکی شوي انځورونه او ديوالي تصويرونه تر سترګو کېږي چې د زياتو سيلانيانو سترګې يې ورجلبې کړي دی.

د جه جيانګ ولايت د ساينس او تخنيک پوهنځي محصل هو لي بوه چې د لومړی ځل لپاره د انځورګرۍ لپاره دغه کلي ته رسېدلی ، د لرغوني ودانيو په اړه دا نظر لری ( اواز١)

په دغه کلي کې د پخوا پرتله د انځورګرۍ احساس مو بل ډول دی . موږ په عمده توګه د ودانۍ تصويرونه اځوروو. دا فرصت ډېر ښه دی. پخوا مو دغه شان فرصت نه درلود او يوازی مو له کتابونو څخه د انځورولو طريقو زده وکړه.

په شي دي کلي کې د لرغوني کولتور ځانګړتياوې نه يوازی له ودانيو څخه، بلکې له باغونو څخه هم څرګندېږي. د ان هوي ولايت د تونګ ليانګ پوهنځي اغلې سون چيوان جاو د دې ځای د باغونو د ډيزاين سره ډېره علاقه لري. د دې په اند، لرغونی کورونه او باغونه په خپله ځانګړې ژبه تاريخي کيسې نقلوي. په دې ځای کې سيل ، فکر او نقاشي کول دومره خوښ کار دی چې لکه له لرغونيوکورونو، پاکو اوبو او ابي اسمان سره خبرې کوئ. دې وويل، ( اواز٢)

ځکه چې زموږ عمده تخصص هنري ډيزاين دی. نو موږ د انځورولو په وخت کې بايد د باغونو طرح او د چاپېريال تر نظر لاندی ونيسو. په دې ځای کې ودانۍ د چين ساختماني خصوصيت لري. نو په دې ځای کې د طبيعت انځورول د خپل توان د لوړولو لپاره ډېر ګټور دي.

که د شي دي کلي د لرغونی ودانۍ له امله شهرت لري، نو ويل کېږي چې هونګ څون کلی د اوبو لګولو د سيسټم له امله مشهور شوی دی. په دغه کلي کې د اوبو لګولو سيسټم پنځه سوه کلن تاريخ لري او ترې د چينايانو د طبيعت سره همغږی او د چين روښانه کولتور څرګندېږي.

د چينايانو په خولو هونګ څون کلی د طبيعي مناظرو په چيني تصويرونو کې يوه نمونوي کلی ګڼل کېږي . په دغه کلي کې غرونه شنه او اوبه پاکې دي او لارې کوڅې يې لرغوني ځانګړتيا لری، که له ليرې وګورئ لکه يو ښکلی انځور دی چې بشريت او طبيعت ، کولتور او بيلوژۍ همغږی ترې ترسيميږي .

دغه دواړه کلي د ځمکې پر سر جنت بلل کېږي. د دغو دوو کليو له سيل څخه د چين د لرغونی هنر او کولتور خوندونه اخيستی شئ..

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای