CRI Online

د يون نان نن او تېر ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-12-13 20:11:21

د چا ما په نامه لرغونې سوداګريزه لاره په تېرو څو کلونو کې په چين کې د سيل او کولتور په برخه کې د يوې ډېرې پاملرنې وړ موضوع په توګه ګڼل کېږي. د يادولو وړ ده چې چا او ما په چيني ژبه کې د چاي او اس ماناګانې لری . نو دغه لاره د چين په جنوب لويديځه سيمه لرغونې زمانه کې د اسانو په وسيله د مالونو د ليږد راليږد يوه لرغونی نړيواله سوداګريزه لاره وه. په حقيقت کې دغه لاره يوه ډېره لويه ترافيکي شبکه وه چې تبت ته د سي چوان ، يون نان او چينګ های ولايتونو د دريو لويو لارو پر بنسټ جنوبي ، لويديځي ، منځنی او جنوب ختيځې اسيا او په پای کې اروپا ته غځېدلې وه.

د يون نان پوهنتون په اړه د چا ما لرغونې لارې د څيړنيز مرکز مشر مو جي هونګ لومړی ددې لارې دغه نوم ونوماوه. د ده په اند، دغه لاره دوه زره کاله مخکې د مالګې د حمل و نقل د يو شمېر لنډو لارو لخوا جوړه شوې وه او اوږدوالی يې ګام په ګام زيات شو. ده وويل،

په ١٩٨٧ کال کې ما د لهجو د څيړنې لپاره دي چينګ ښار ته ورسېدم او دې لارې ته مې پاملرنه وکړه. د زياتو ځايي وګړيو په وينا د سيند پر غاړه يوه لاره هند ته غځېدلې ده. پخوا د اسانو په وسيله د چای د ليږدولو کاروانونه همېشه له دې لارې تېرېدل. په هغه وخت کې د چين په يون نان او سي چوان ولايتونو کې داسې ويل کېدل چې د چين په جنوب يون نان ولايت کې يوه لرغونی لاره د ورېښمو د جنوبي لارې په نامه يادېده.

د پروفيسر مو جي هونګ په اند، د جنوبي وريښمو لارې په اړه ادعا مناسبه نه ده، ځکه چې په دغه لاره کې عمده ترانسپورټي وسيله اسان او عمده مالونه چای و. دغه ټکی د وريښمو له قديمي لارې سره توپير لري ځکه چې په دې لاره کې د اوښانو په وسيله ورېښمين ټوکران نقليدل . د ده په اند، په لرغونې زمانه کې دغه لاره د نيپال او هندپه شمول د جنوبي اسيا د يو شمير هېوادونو او چين ترمنځ يوه ډېره مهمه سوداګريزه لاره وه چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې يې مهم رول لوبولی و.

د يون نان ولايت د دا لي د بای قوم د لويې خپلواکې ولسوالۍ د ميدوو ولسوالۍ شنګ ون واټ، د لي جيانګ ښار د شو هه علاقه داری او د دي چينګ ولسوالۍ د علاقه داری د دغه لارې په اوږدو کې درې ډېر مهم ځايونه وو. نن ورځ که څه هم د اسانو کاروان نه لېدل کېږي ، خو په دغو ځايونو کې د دغې لارې کنډوالې لا هم موجودې دي .

د ون شنګ واټ منځنۍ برخه له ډبرينو تختو څخه جوړه ده چې اوږدوالی يې يوازی اته سوه متره دی او پخوا خاص د اسانو د کاروانونو لپاره غځېدلې وه . نهه شپيته کلن ځايي اوسېدونکي شي شينګ څای وويل، پخوا سوداګرانو په دغه واټ ټوکران، کاغذونه او ورېښمېنې پارچې لين څانګ ته وړلې او چای او قهوه يي بورې يې بېرته راوړلې. د اسانو کاروانونه ډېر وو. ده وويل،

ون شنګ واټ د چاما لرغونې لارې يوه ډېره مهمه برخه ده. پخوا به سوداګرانو خامخا له دې لارې مالونه له دا لي څخه لين څانګ ته وړل .

نن ورځ چا ما لرغونی لارې د غنی طبيعی او کولتوري منابعو په درلودلو سره په نړۍ کې ډير شهرت موندلی دی. د ښاغلي مو جي هونګ له قوله، تېر کال د چين او يون نان ولايت د تاريخي اثارو ادارو په ګډه د نړۍ د کولتوري او تاريخي ميراث په توګه د دغه لارې غوښتنليک وړاندی کړی دی. باور دی چې دغه لاره به لا ښه او روښانه راتلونکی ولري. ده وويل،

چا ما لرغونی لاره يو تاريخي اثار دی، نو حتمأ به د خپلې کولتوري دندې د ترسره کولو لپاره د اوسني زمانې لپاره خدمت وکړي ، نو موږ بايد دغه قديمي لاره ښه وساتو ځکه چې دا يو غټ کولتوري ميراث دی . اوس موږ په پښو او يا د اسونو په وسيله د اته زرو کيلومترو په اوږدوالي د لرغوني لارې سره سم د يون نان ، سچوان ، ګوی جو، ګان سو ، شان شي، او چينګ های شپږو لويديځو ولايتونو او د تبت د خپلواکې سيمې د سيل پلان جوړوو چې په دې وسيله د دې لارې تاريخي اهميت لا په ښه توګه څرګند کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای