CRI Online

د تنګ چونګ سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-01-18 15:14:14

 تنګ چونګ د چين د يون نان ولايت په جنوب لويديځ او ميانمر ته نژدی پروت دی. دغه ځای د اور غورځونکو غرونو او تر ځمکو لاندې د تودې انرژۍ په شمول د ځانګړی جيالوژيکي منابعو او د لندې ځمکې په درلودلو سره سيلانېزو چارو ته پرمتيا ورکوي چې په کې غني څارويان او نباتات ليدل کېږي.

يو ځايي متل شته چې وايي چې تنګ چونګ ښه ځای دی چې له لسو غرونو څخه نهه څوکي نه لري. مانا يې دا ده چې د غره څوکه تېزه نه ده ، بلکې هواره ده . لامل يې دا دی چې په دغه ځای کې زياتره غرونه اور غورځونکي غرونه دي، نو څوکي يې اوارې دي. په تنګ چونګ کې نهه نوي اور غورځونکي غرونه پراته دي چې يو په څلورمه برخه يې د ما جان علاقه دارۍ د اور غورځونکو غرونو په جيالوژيکی پارک کې پرته ده. د دغه پارک د جوړېدو له لسګونو کلونو راهيسې، د خپلو جيالوژيکي منابعو له امله زيات سيلانيان راجلب کړي دي. لارښوونکی وويل، چې هره ورځ دغه پارک ته له يو زرو او څلور سوو څخه تر دوو زرو تنو پورې سيلانيان راځي.

د سيلانيانو د زياتېدو سره سم، ځايي وګړيو ته هم لا ښه سوداګريز فرصت راغلی دی. دوی د منظردارو سيمو په شاوخوا کې د سيلانی يادګاری شيان پلوري او ګټه اخلي. په دغو يادګاري شيانو کې د اورشيندنې په اثر رامنځته شوې کوچنۍ ډبرې شته چې دغه ډول ډبرې د اوبه په مخ باندې جګېږي چې ډېرې سوري پکې لېدل کېږي ، نو وزن يې سپک دی. دغه ډول ډبرې ښه تعميراتي مواد هم دی. ځايې حکومت د جيالوژيکی او ايکولوژيکی چاپيريال د ساتنې په هکله يوازی په يوې کوچنې سيمې کې د دغو ډبرو استخراج ته اجازه ورکوي. که څه هم په دغه پارک کې دغه ډول ډبرې ډيرې دي ، خو سيلانيانو ته اجازه نشته چې دغه ډبرې راغونډوي. ځايی وګړي د حکومت د دې پرېکړې ډېر ملاتړ کوي. دوی وويل،

په دې ځای کې د اورشيندو ډبرې استخراج غيرمجاز دی. ، چاپيريال ته زيان ورسوي او په سيلانيزو چارو باندې به منفی اغيزې ولګوي.

د اورشيندو غرونو پرته، تنګ چونګ هم تر ځمکو لاندې د حرارتي انرژۍ له امله شهرت لري. ځکه چې تر ځمکو لاندې د تودو اوبو د پاشی کولو له لارې جيالوژيکی فشارونه کمېږي، نو د اورشيندنې شونتيا کمېږي . د حرارتي سمندر په نامه ځاي د تنګ چونګ ولسوالۍ په جنوب لويديځ کې د ولسوالۍ له مرکز څخه په دوولس کيلومترۍ کې واقع دی. په دې ځاي کې د تاوده بخار او اوبو اتيا چينې خورې ورې دي چې له دې جملې څخه د دا ګون ګوه په نامه چينه ډېره مشهوره ده چې قطر يې شپږ اعشاريه دوولس متره، ژوروالی يې يو اعشاريه پنځه متره او د اوبو تودوخې درجه يې شپږ نوی او يا اوه نوی سانتګراد دی. ځايی وګړي همېشه په دغه چينه کې جوار هګۍ ، پټاټي او داسی نور خوټوي . سيلانيان ورته ډير حيران دي.

دا ګون ګوه د حيران وړ يوه منظره ده. ډېره په زړه پورې ده. دا لومړی ځل دی چې حرارتي چينې ګورم.

بر سېره پردې، په تنګ چونګ کې لندی ځمکی ته سفر هم د سيلاني چارو يوه ډېره مهمه برخه ده. د بې های په نامه لندې ځمکې د نباتاتو او د اوبو منابعو د ساتلو په برخه کې مهم رول لوبوي. دغه سيمه په نړۍ کې د نباتاتو او حيوانانو د ژنتيکي موادو اډه ګڼل کېږي چې د څو سوو مليونو کلونو له امله رامنځته شوې ده. ګڼ شمير ناياب وحشي حيوانان او نباتات په کې ښه ساتل کېږي چې د تباه کېدو په حال کې دي.

د معلوماتو له مخې، د ٢٠١١ کال له جنورۍ نه تر نومبر پورې، څه باندې څلور مليونه او نهه اويا زره او دری سوه تنه سيلانيانو تنګ چونګ ته سفر کړی دی او د سيلانۍ ګټې يې له دوه مليارډو او دری سوه او دری شپيته مليونه يوانو څخه اوښتې دی چې دغه شمېر د دغې ولسوالۍ د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې يو په درېيمه برخه نيسي. اوس مهال د تنګ چونګ حکومت او خلک د سيلانۍ د اساسي تاسيساتو د جوړولو او سيلانيانو ته د لا ښه خدمت ورکولو په برخو کې کوښښ کوي. باور لرو چې په نژدۍ راتلونکي کې به تنګ چونګ ته لا زيات سيلانيان لاړ شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای