CRI Online

د ګوی جو ولايت ځانګړی سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-01-18 15:23:45

 په نننۍ کړۍ کې به تاسو سره يو ځای د هوی جو ولايت شينګ يي ښار ته ولاړ شو او د کارست توپوګرافي ځانګړۍ منظرې او د بو يي قوم دودونه له نژدې وګورو.

د ګوي جو ولايت په جنوب لويديځ کې د بو يې او مياو قومونو خپلواکه سيمه پرته ده چې د سيلانۍ سرچينې يې ډېرې غني او د ليدو وړ دي. د دغې سيمې د شپاړس زره او اته سوه مربع کيلومترو په پراخوالي ځمکه کې کې د طبيعی منظرو، کولتوري ځايونو، تاريخي اثارو او قومي دودونو په ځانګړتيا له سلو نه زيات ځايونه خواره واره پراته دي. هر سيلانی د دغو ښکليو منظرو ليدو ته شباس وايي. 

د مختلفو کولتورونو او د ځمکو د ځانګړو منظرو سيل د هر سيلاني لپاره يوې ښې طبيعی ښکلا نعمت دی ، ډير ښکلي ځايونه دي، په رښتيا هر څوک د طبيعت دغو عجايبو او غرايبو ته حيرانېږي .

د وان فنګ لين سيمه د ما لينګ سيند د تنګي او د وان فنګ جهېل ترمنځ د دولتي کچې منظرداره سيمه ده او د شينګ يي دولتي کچې جيولوژيکي باغ داسی ډير د ليدو وړ ځايونه دي چې زرګونه عجيبې څوکې پکې ولاړې او بڼې يې بيخي بېلې دي . دغه ځايونه د کارپوهانو او سيلانيانو لخوا په ځمکه کې عجايب او غرايب ګڼل کېږي.

د وان فنګ لين سيمې په مرکز کې د نا هوی په نامه يو کلی واقع دی او د ځايي حکومت له ابادۍ او ترميم وروسته په کلی کې زيات کوچني هوټلونه خلاص شويدي چې په کې نه يوازی د بو يې قوم ځانګړتياوې او ځايي کولتور له نژدې کتل کېږي، بلکې سيلانيانو ته په وړيا ډول د موټر تمځاي ، انټرنيټ ، تلويزيون او ايرکانشن په شمول ډول ډويل اسانتياوې برابرېږي چې دا نه يوازی سيلانيانو ته ښه خدمت کوي، بلکې ځايي اوسيدونکو ته ګټه هم ورکوي.

هره ورځ سهار د وان فنګ لين غرنۍ څوکې په لړو کې پټې وي ، په نژدی ځای کې بزګران د شولو په پټيو کې کار کوي او د بو يي قوم کورونه کتار په کتار ولاړ دي ، ته به وايي چې دا بالکل يو انځور دی . سيلانې لو شينګ يان چې د چين د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې دغه ځای ته راغی ، ويې ويل،

دغه منظرداره سيمه لکه په دنيا کې جنت دی، د دروازې په بهر کې ښکلی طبيعي منظرې ليدل کېږي.

د ګوي جو ولايت جنوب لويديځه سيمه د بو يي او مياو قومونو خپلواکه منطقه ده چې د دغو دواړو قومونو دوديز کولتورونه ډير لرغونی تاريخ لری . نو په دې سيمه کې سيلانيزو چارو پر طبيعی منظرو سر بېره، د قومي کولتورونو او ځانګړتياوو په درلودلو سره ډيره پرمختيا موندلې ده.

د بو يې قوم وګړي په اوبدلو کې تکړه دي او لرغونی دوديز تخنيکونه يې نسل په نسل ساتل شوي دي. د بو يې قوم په اوسيدونکې سيمې کې هره کورنی د اوبدلو ماشين او د رنګولو منګی لري. روجايي او جامې يې ددوي له اودل شويو ټوکرانو څخه جوړېږي . اوس مهال دغه ډول کليوالي منسوجات د يادګاری شيانو په توګه د سيلانيانو خوښيږي

ويل کېږي چې د ګوي جو ولايت په جنوب لويديځه سيمه کې د خوراک پوښاک، استوګنې، سفر، شيانو اخيستلو او لوبې کولو په ګډون د سيلانۍ بشپړ سيسټم جوړ شوی دی. د بېلا بېلو سيلانيزو شرکتونو کاروبار هم ښه دی. د هوا لونګ په نامه د سياحت ټولنې مشر يان شينګ پو داسی وويل،

زموږ ټولنې له ګوانګ دونګ، ګوانګ شي او يون نان څخه راغلي څه باندې څلور سوه سيلانيان منلي دي. دوی د شينګ يي منظردارې سيمې ډيرې خوښوي. د سيلانۍ د انکشاف او پرمختګ غونډه تازه جوړه شوه او په دې توګه د ځايي سيلانۍ شهرت نورهم زياتيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای