CRI Online

په هاربين ښار کې د يخي او واورو منظرې سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-02-29 15:56:28

هاربين د چين په شمال يو لوی ښار دی چې د ختيځي مسکو په نامه ياديږي. په تېره بيا په ژمی کې د بېلا بېلو هېوادونو او ځايونو سيلانيان د يخي او واورو له منظرو څخه د ليدنې لپاره دې ښار ته راځي. ٢٠١٢ کال د چين او روسيې ترمنځ د سيلانيز کال په توګه ټاکل شوی، نو په راتلونکي ژمي موسم کې به سيلانيان له دې ښار څخه د روسيې لا زياتې ځانګړتياوې ليدلی شي.

که څه هم هوا ډېره سړه ده، خو په هاربين کې د نوي کال له پيل څخه د لمر نومي ټاپو کې د واورو په نندارتون، د يخي او واورو نړۍ په پارک او د سکی وهلو په ډګرونو کې رنګا رنګ فعاليتونه په شوق او ذوق تر سره کېږي چې زيات سيلانيان يې راجلب کړي دي.

لمر نومي ټاپو په هاربين کې د روسيې له ځانګړتياوو څخه ډک د سيل ښه ځای دی. په تېره بيا د توږونکو کنګلينو او واورينو مجسمو څليرويشتمې دورې نړيوال نندارتون اوس لا هم روان دی. د هاربين د واورينې څوکې په نامه د واورينو او کنګلينو مجسمې جوړولو شرکت مشر جانګ نينګ ګه وويل، چې دغه نندارتون د روسيې ځانګړتياوې ښيي او د لمر نومي ټاپو کې د يخي او واورو په وسيله د روسيې مشهورې ودانۍ سانت واشيلي کليسا ، سبداک کلا او د باليټ نڅاګره توږل شوېدي. نوموړي وويل،

روان کال د روسيې په نامه د سيل کال دی، نو درول شوې مجسمې په عمده توګه د روسيې د ځانګړتياوو په اړه جوړې شوې دي. د ډېرې پاملرنې وړ يوه مجسمه د باليټ نڅاګرې نجلۍ په بڼه توږول شوې واورينه مجمسه ده چې اوږدوالی يې اووه ويشت متره او په نړۍ کې ډېره لوړه داسې واورينه مجسمه بلل کېږي. هر کال موږ غواړو چې د خپلې واورېنې مجسمې په توږولو سره د ګينيس نړيوال ريکارډ مات کړو او سيلانيانو ته په زړه پورې مجسمې وړاندې کړو.

بر سېره پردې، په دغه نندارتون کې يوه بله مجسمه هم د توجه وړ ده چې يوه نجلۍ په وږمه کې نڅا کوي ، دغه مجسمه د دوه ويشتو زرو مکعبو مترو واورو په کارولو سره جوړه شوې چې تر اوسه په نړۍ کې تر ټولو لويه واورينه مجسمه ده او ښايي چې د ګينيس نړيوال ريکارډ يې ټينګ کړی دی. سيلاني ليو چينګ لين چې له هانګ جو ښار څخه راغی، د دغسو مجسمو له لېدو څخه ډير حيوان شو او عکسونه يې واخيستل . هغه وويل،

ډېره ډيره ښکلی ده،. سره له دې چې د هېوا په جنوب کې هم کله کله واوره اوري، خو ډېره کوچنۍ ده. خو په نندارتون کې د لويو واورينو مجسمو په وړاندې موږ ډېر کوچنی يو. دغه سفر ډېر ارزښتناک دی.

په هاربين کې پر پارکونو او منظره لرونکو سيمو سر بېره په ګوټ ګوټ کې کنګلينې مجسمې او ډيوې هم ليدل کېږي. د هاربين د ښاري منظرې څانګې مشر وانګ شيو های وويل، د کنګلينو مجسمو د درولو کرښې د يخي او واورو د نړيوال فېستوال د پلان سره سم جوړې شوې. ده وويل، 

د هاربين د څلورو عمده ښاري سيمو په سلګونو لارو کوڅو کې کنګلينې مجسمې درول شوې دي . مرکزي لاره زموږ د ودانيو د طبيعی نندارتون په توګه ګڼل کېږي او د چين له لسو ډېرو مشهورو لارو څخه شمېل کېږي. په دغه لاره کې درول شوې کنګلينې او واورېنې مجسمې په عمده توګه په اروپايي ځانګړتيا پورې اړه لري.

نړيوال د يخي او واورو په عنوان له څلور مشهور نړيوالو فېسټوالونو څخه چې د جاپان په ساپورو ، د کانادا په قويبيک، د ناروې په اوسلو او د چين په هاربين کې تر سره کېږي ، خوند اخيستی شی . د هاربين روان نړيوال فېسټوال په چين کې د يخي او واورو په اړه لومړنی نړيوال فېسټوال دی. د ځايي قانون سره سم، دغه فېسټوال هر کال د جنورۍ په پنځمه نېټه پيل کېږي چې نه يوازی د هاربين خلکو لپاره يو جشن دی، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د سيلانيانو لپاره په زړه پورې فعاليتونه هم دي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای