CRI Online

دونګ شين د اوږد عمر لرونکو کسانو ټاټوبی

cri     (GMT+08:00) 2012-03-16 17:02:14

يوه چيني اصطلاح ده چې وايي په غره کې زرکلنه ونه کم پېدا کېږي ، په نړۍ کې سل کلن سپين ږېری لږ لېدل کېږي. خو خبريال لږه موده مخکې د چين په جنوب دونګ شين ښار ته تللی چې د چين د ډيرو اوږد عمر لرونکو سپين ږيرو او سپين سرو په درلودلو سره مشهور دی. خبريال په بختوره د مصاحبې په ترڅ کې د جينګ قوم د يو سپين ږېري ژوان جي جون د زېږېدنې په مراسمو کې ګډون وکړ چې يو سلو درې کاله مخکې زېږېدلی دی. په مراسمو کې سپين ږېري ژوان په خوشحالۍ سره سندره وويله

 جينګ قوم په چين کې يوازنی کب نيونکی قوم دی او د نورو قومونو په پرتله شتمن هم دی. د دونګ شين ښار په اړه وو تو، شان شين او وان وي درې ټاپوګان ددې قوم يوازنی اوسېدونکي ځايونه دي چې سپين ږېری ژوان په وو تو ټاپو کې اوسېږي.

 عمر می اوږد دی او په فارغ وخت کې په تېره بيا د اخترونو په ورځو کېې له نورو زړو کسانو سره يو ځای د خوشحاليو په غونډه کې راټولېږو او سندرې وايي چې عمومأ څو ورځې دوام لری.

رښتيا ده چې د خوښۍ په فضا کې ژوند کول د عمر د اوږدوالي سبب دی. د سپين ږېري ژوان ښځه وو سيو ليان هم يوه اوږد عمر سپين بوډا ده چې لور يې درې اويا کلنه ده. که څه هم ددوي ژوند ساده دی ، خو د کورنۍ فضا ډېره همغږی ده او دوي د کلي له پام څخه هم ګټه اخلي. د کلي مشر چن جان ليان وويل

 د کلي کميټه هر کال د اختر او رخصتۍ په ورځو کې دوي ته نغدي مرسته ورکوي او پرته له دې نه دوي هره مياشت دوه سوه اتيا ژن مين بي يوانه پيسې او هر کال اته کڅوړې وريجي اخلي ، نو ژوند يی ښه دی، د کلي مشر هره مياشت ددوي د حال احوال د پوښتنې لپاره ددوي کورونو ته ځي.

اوسمهال په دونګ شين کې اته تنه سپين ږېري او سپين سري شته چې عمرونه يې له سلو کلونو څخه زيات دی ، ده زره اوه سوه او اويا تنه چې د اتياوو کلونو په شاوخوا کې ، پنځه سوه تنه د نويو کلونو او نور پنځلس تنه يې د نهه نويو کلونو عمرونه لری. اټکل کېږي چې په راتلونکي کال کې به د بوډا ژوان غوندي سل کلن سپين ږېرو او سپين سرو شمېر درويشتو يا پنځه ويشتو تنو ته زيات شی. نو دونګ شيان د اوږد عمر لرونکي ځاي په نامه ونومول شو.

پوښتنه ده چې ولي په دونګ شيان کې دومره زيات اوږد عمر لرونکي بوډاګان يا بوډۍ ژوند کوي؟ د دونګ شين د ملکي چارو ادارې مشر ليو يون شن داسی وويل

 لومړی دونګ شيان د چين په ساحلي ښارونو کې لومړی داسی ښار دی چې د اوږدعمر لرونکو کسانو شمېر ډېر دی . دوهم له اوږد عمرلرونکو کسانو څخه د بوډاګانو او بوډيو ترمنځ تناسب برابر دی، په عمومي صورت کې دغه تناسب د دوو په مقابل کې اته دی په بله ژبه بوډاګان تر بوډيو کم دي. ، درېيم دونګ شين په نيمه توده سيمه کې پروت دی يعنی په دغه ډوله سيمه کې د ډير عمر کسان کم لېدل کېږي. نو دغه پديده د چين د پيری پېژندنې ټولنې په نظر د څيړنې وړ ده.

په دونګ شين کې هوا ډېره پاکه او چاپېريال يی ښکلی دی. د کارپوه د څارنې لمخې په يادو درېو ټاپوګانو کې په هوا کې د اکسيجن منفي ايوان ډېری دی. کله کله لک لکان الوت کوي او د پټي په څنګ لوبې کوي. د چاپېريال ښکليتوب د وګړيو د عمر د اوږدوالي يو سبب هم دی. يوه بله پوښتنه ده چې د دغو زړو کسانو د ژوند عادتونه کوم کوم دي ؟دوي عمومأ څه ډول خواړه خوري ؟ يو بل سپين ږېري چې ليو جين مين نومېږي ، دغو سوالونو ته سم ځوابونه ورکوي

ليو جين مين سږ کال يو سلو يو کلن دی او ښځه يې هم څه باندي نوي کلنه ده . دوي دواړه لا هم ښه روح او انژری لری.دوي دواړه غوښې ، سبزي او کبان خوښوي او هرډول خواړه خوري.

دونګ شين د چين او ويتنام په ګډه پوله کې واقع دی او په وروستيو کلونو کې د ښار اقتصاد ګړندی شوی دی ، خو ځايي حکومت د ښار د ابادۍ او پرمختيا په هکله دا ډول نظريه ټينګار کوي چې د ښار د ابادولو په عين وخت کې بايد ښکلی چاپېريال وساتل شی. د ښاروالي مشر لياو وويل

 موږ به په پر له پسې ډول د اوږد عمر لرونکو کسانو ته زياته پاملرنه وکړو ، څو چې دوي په ارام ډول د خپل ژوند وروستی موده تېره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای