CRI Online

په ژو چنګ ولسوالۍ کې د ياو قوم ځانګړتياوې

cri     (GMT+08:00) 2012-03-16 17:05:26

ژو چنګ ولسوالي د هو نان، ګوانګ دونګ او جيانګ شي ولايتونو په ګډه پوله کې پرته ده. له دې امله چې د هان، ياو، شه، مياو او دونګ په شمول د اووه ويشتو قومونو خلک په دې ځای کې ګډ ژوند کوي، نو په دغه ځای کې ځلاند قومي کولتور او د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د يووالي او همغږي فضا ليدل کېږي. په يادو شويو قومونو کې ياو او شه قومونه نسل په نسل په ژو چنګ کې د سولې په فضا کې اوسېږي.

ياو قوم يو زحمتکښ او زړه ور قوم دی او د سندره ويلو او نڅاو په برخه کې لوي لاس لري. دغه قوم ځانګړی ژبه او دودونه، د سندرو او نڅاوو هنر او د لاسي هنر ساتلی دی. دغسی هنرونه او کولتور نه يوازی د ژو چنګ يو ډول په زړه پورې منظرې، بلکې د چين په کولتوري خزانه کې د يوې روښانه مرغلرې په توګه بلل کېږي. د ژو چنګ زياتره دوديز فعاليتونه د دولت، ولايت او ښار په کچه د غيرمادی کولتوري ميراثونو په ليستونه کې شامل دي. د دې ترڅنګ په ٢٠٠٨ کال کې ژو چينګ ولسوالی د کلتور وزارت لخوا د چين د قومي کولتوري او هنري ولسوالۍ په توګه وټاکل شوه.

ژو چنګ ولسوالۍ د هو نان ولايت له لسو تاريخي او کولتوري مشهورو ولسواليو څخه شمېرل کېږی. اوس په دغه ولسوالی کې اووه سوه اجدادي عبادتخانې شته چې د سونګ، يوان، مينګ او چينګ په سلسلو کې ابادې شوې دي. له دې جملې څخه زياترې عبادتخانې د مينګ په امپورطوری موده کې جوړې شوې. که څه هم څو څو ځله بيا ترميم شوې، خو له دغو ودانيو څخه لا هم د دغه زمانې ښاختماني ځانګړتياوې ساتل شوې دي. دغه راز په ژو چنګ کې د قبر کتيبې، مجسمې او محراب په ښه توګه ساتل سوي چې غوره تاريخي او کولتوري ميراثونه هم دي او ورڅخه د چين په لرغونی زمانه کې سياسي، اقتصادي، کولتوري او ساختمانی سويې او بڼې څرګندېږي. د ٢٠٠٩ کال په اکتوبر کې په ژو چنګ کې د لرغونی اجدادي عبادتخانې د چين د عمده تاريخي اثارو د ساتنې د ادارې په توګه وتاکلې شوې.

پر لرغونې کولتور او تاريخي اثارو سر بېره، د ژو چنګ طبيعی چاپيريال هم ښکلی دی چې هوا يې معتدله ده يعنی په دوبی کې ګرمه نه او په ژمی کې سړه هم نه ده. څرنګه چې په دغه ولسوالۍ کې څلور موسمونه د پسرلي په شان دي، نو دغه ولسوالی هم د سيلانۍ او هم د روغتيا ساتلو لپاره د خلکو غوره هدف دی. په ژو چنګ کې د معدني موادو چينې ډېرې مشهورې دي او په چين کې تر ټولو ښی چينې دي چې د اوبو تودوخه يې د چين په جنوب کې تر ټولو ډېره لوړه ، د اوبو توېېدو ظرفيت يې زيات، کيفيت يې ښه او پراخوالی لويه ده. د دغې چينې د اوبو ډېره لوړه تودوخه حتی د سانتيګراد په حساب اته نوی درجې ته رسېږي او په کې له دېرشو ډولونو وړوکی عناصرو څخه ډک دی چې د وګړيو د روغتيا لپاره ګټور دی. دغې چينې له دې امله د م م د تعليمي، علمي او ثقافتی سازمان د چارواکو ستاينه تر لاسه کړې ده.

بر سېره پردې، د ژو چنګ د جيو لونګ جيانګ د ځنګلونو باغ د دولت په کچه پارک دی چې د سترو غرونو، پاکو اوبو او شنو ونو په شمول ښکلۍ طبيعي منظرې د سيلانيانو د خوښۍ وړ دی. دغه پارک په هو نان ولايت کې يوه مشهوره منظرې لرونکی سيمه ده . پرته له دې په ژو چنګ کې داسی زيات اوبځوړونه لېدل کېږي او د سمندري سطحې له نظره په ډېر لوړ ځای کې پراته دي، په هوا کې د اکسيجن منفی ايوان هم ډېرې دی. دغه راز څرنګه چې څه باندې شپږ سوه او شپږ نوی سيندونه او لښتي له ژو چنګ ولسوالۍ څخه تېرېږي.

روان کال په ژو چنګ کې د ياو قوم د پنځو علاقه دايو د جوړېدو له شلمې کاليزې سره مخامخ دی. نو نن ورځ د يو لرغونی او تاريخي ولسوالۍ په توګه د ژو چنګ بېلا بېلې چارې د بيا سمسورتيا او پرمختګ په حال کی دي او د ياو قوم خلک د سندرو په ويلو سره د بېلا بېلو ځايونو د سيلانيانو هر کلی کوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای