CRI Online

چين او ترکيه د قزاقستان وګړو د سيلانۍ لومړی انتخاب دی.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-16 17:07:43

سبا به نوروز ده. نو غواړم چې په دې نسبت د راډيو له لارې ګرانو اوريدونکو ته د نوي کال مبارکي ووايم. هيله ده چې تاسی په نوی کال کې روغې جوړې، خوشحاله او کامياب واوسئ. د دې ترڅنګ هيله من يم چې په افغانستان کې ملي روغې جوړې او رښتينی سوله هم ژر رامنځته شي. د پروګرام په دې لړ کې به لومړی، د نوی کال د مبارکۍ په هکله يوه په زړه پورې سندره تاسو ته وړاندې کړم چې نوم يې دی نوی کال مبارک شه .

ګرانو دوستانو، د سيلانی په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د قزاقستان د سيلانيزو چارو په اړه اړوند معلومات وړاندې کوم.

قزاقستان د چين يو دوست ګاونډی هېواد دی ، په وروستيو کلونو کې په قزاقستان کې د اوسيدونکو د عايداتو د زياتوالي سره سم، نورو هېوادونو ته د قزاقستان وګړيو سفرونه ورځ په ورځ زياتېږي. د شمېرنې له مخې د تېر کال په لومړي نيمايي کې يو سل ا و پنځه دېرش زره تنه قزاقيان د سفر لپاره نورو هېوادونو ته تللي دي.ترکيه ددوي لومړی انتخاب دی او چين ددوي د شيانو اخيستلو ښه ځای بلل کېږي. په قزاقستان کې زموږ د راډيو خبريال په دې اړه يوه څيړنه وکړه.

د قزاقستان د سيلانۍ ټولنې د تازه شمېرنې سره سم، د ٢٠١١ کال په لومړی نيمايي کې يو سل او پنځه دېرش زره تنو قزاقيانو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي چې ترکيه، چين، تايلند او ماليزيا او يو شمېر اروپايي هېوادونه ددوي د سيلانۍ هدفونه دي. په تېرو پر له پسی څو کلونو کې ترکيه د قزاقيانو د سيلانۍ لومړی انتخاب و.

د تېر کال په لومړی نيمايي کې څه باندې شپيته زره تنو قزاقيانو له ترکيې څخه ليدنې کړې دي چې دغه شمېر نورو هېوادونو ته د دغه هېواد د سيلانيانو په عمومی شمېر کې پنځه څلويښت سلنه نيولې ده. د خبر له مخې، عمده لامل يې دا دی چې ترکيې ته سيلانيز لګښت مناسب دی. د بيې له لحاظه، له ترکيې څخه د ليدنې لګښت ټيټ دی او د قزاقيانو له اقتصادي توان سره سمون خوري. بر سره پردې، د کيفيت په نظره، د قزاقستان سيلانيز شرکتونه د ترکيې له اړوندو شرکتونو سره د همکارۍ په وخت کې د سيلانۍ خدمتي کيفيت لوړتيا ته لا پسی پاملرنه کوي. دوی نه يوازی په جدي توګه خپل مسؤليت تر سره کړي، بلکې د سيلانيانو اړتياوو ته پاملرنه وکړي. د دې ترڅنګ ترکيه د سيلانيزو چارو د پيژندنې او خپرونې په برخه کې زياتې پانګې او هڅې کړې دي.

پر ترکيې سر بېره، چين ته سفر د قزاقستان وګړيو د خوښۍ وړ دی. د ٢٠١١ کال په لومړی نمايي کې څه باندې اوولس زره تنو قزاقيانو د چين سيل وکړ چې له دې جملې څخه دوولس زره تنه خاص د شيان اخيستلو لپاره چين ته راغلي دي. نو ويل کېږي چې چين د قزاقستان وګړيو لپاره د شيان اخيستلو په هکله لومړی انتخاب دی.

اوسمهال اروپا ته سفر کول د قزاقستان وګړيو لپاره ښه انتخاب نه دی ، ځکه چې له يوې خوا، لګښت يې لوړ او له قزاقستان څخه واټن ليری دی. د دې ترڅنګ له قزاقستان څخه تر اروپا پورې د سيلانۍ ځانګړې الوتکه نشته، نو سيلانيز لګښت له دې امله لوړېږي. له بلې خوا، اروپا ته د سفري اجازه ليک اخيستنه د قزاقيانو په مخ کې يوه بله ستونزه هم ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای