CRI Online

په يان ان کې د چين د انقلابي اساسي اډې سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-04-10 12:31:41

 اوسمهال په چين کې سور رنګ سيل مروج دی چې مانا يې د انقلابي ځايونو سيل دی. د اوږدې مودې راهيسې، د چين د شمال لويديځ شان شي ولايت يان ان د چينايانو په زړونو کې د انقلاب يو مقدس ځای دی. ځکه چې د جګړې په موده کې دلته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې مقر و او د جاپاني تيري کوونکو او کورنيو دښمنانو پر ضد ډير ګرمې وينې لرونکي ځوانان د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه راغونډ شوي وو . اوسمهال په يان ان کې جګ برج لا هم ولاړ دی ، خو د غونډۍ په لمن کې خټين غارونه د کمېدو په حال کې دي ځکه چې پر ځای يي دنګې دنګې ودانۍ جوړې شوې دي . نن ورځ په چين کې د انقلابي اډو سيل اوج ته رسېدلی دی چې يان ان هم ددوی د سيل يو مهم هدف ګرځېدلی دی.

د يان ان د انقلابي موزيم د نوی بازار په اړه نندارتون کې د تيری پيړۍ په درېيمې او څلورمې لسيزې کې د وخت بانک ، ټوکرپلورنځي او سلمانی او نورو ودانيو موډلونه لېدل او د معاصرې نندارې په وسيله ډول ډول غږونه هم اورېدل کېږي.

د دې موزيم مشر جانګ جيان ژو خبريال ته وويل چې تېر کال د چين د کمونست ګوند د جوړېدو له نويمې کلېزي سره برابر و او په تېره بيا په وروستيو څو مياشتو کې سيلانيان ډېر وو چې حتی هره ورځ نژدی لس زره تنه مو منلي دي .

يان ان د انقلابي اډو سيل مهم هدف دی او د ګوند د نويمې کلېزې په موقع کې سيلانيانو غوښتي چې نننی يان ان کې څه تغيرات رامنځته شويدي ، ترافيک او خدمتي تاسيسات يې څرنګه دي ؟

ياد موزيم د پخواني موزيم په ځای جوړ شوی چې

عمومي مساحت يې ديرش زره مربع متره دی او دوه زره تاريخي او هنري توکي او مجسمې پکې ايښودل شوي يا ګڼ شمير ارزښتناک عکسونه نصب شويدي چې د فقيد مشر ماو او د کمونست ګوند په مشرۍ د جاپاني تيري کوونکو سره د مبارزې او د هېواد د ازادۍ په غرض د ديارلسو کلونو انقلابي موده په هراړخيز ډول نندارچيانو ته معرفی کېږي چې دغه موزيم د ننداچيانو لپاره وړيا دی . سيلانۍ شيون وويل

ډېره حيرانه يم چې په نندارو کې د برېښنا ، وړانګو او غږونو په شمول معاصرې لارې چارې کارول شوې دي ، مثلا د واورو اورېدو منظره هم لېدل کېږي . موږ بايد د يان ان روحيه ځلوو او نسل په نسل وساتو.

په يان ان ښار کې نور زيات موزيمونه هم له نندارچيانو څخه ډک دي . د معلوماتو له مخې د نورو انقلابي ځايونو په پرتله په يان ان کې انقلابي اثار ډېر دي چې ٤٤٥ ته رسېدلي او دوولس يې د دولت په کچه مهم ساتونکي يونټونه دي او نور درې څلويښت ځايونه هم د انقلابي سيلانۍ په پروګرام کې شامل دي.

. د تېر کال د اکتوبر په مياشت کې چې د سيلانۍ طلايي اوونۍ بلل کېږي ، د يان ان هره سيلانيزه سيمه له ډيرې ګڼې ګوڼې ډکه وه او په دې اوونۍ کې کابو دوه نيم مليونه کورني او بهرني سيلانيان منل شوي دي . په همدې اوونۍ کې د يان ان له بېلا بېلو عالي ښوونځيو او د ټولنې له مختلفو ساحو څخه راغلو سلو تنو داوطلبانو د انقلابي موزيم ، تاريخي ځايونو ، د اورګاډي په ستيشن او د موټرونو په تم ځايونو کې د سيلانيانو لپاره مشاورتي خدمتونه کړي دی، د سيلانۍ نظم يې ساتلی چې د ګڼ شمېر سيلانيانو لخوا ور ته تود هرکلی ويل شوی دی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای