CRI Online

د يون نان ولايت د لو فنګ د دايناسورانو درې ته سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-05-02 18:52:49

ګرانو دوستانو، يون نان ولايت لو فنګ ددې ولايت له مرکز کون مينګ ښار څخه دا لي، لي جيانګ او شيانګريلا ته د سيلانيزې لارې په ستونی کې واقع دی . په ١٩٣٨ کال کې د چين د دايناسور مشهور څيړونکي يانګ جونګ جيان د لو فنګ په ټيټه او هواره ځمکه کې د لومړی ځل لپاره د دايناسور فوسيل وموند چې دغه غټ حيوان ١٦٠ مليونه کاله مخکې د ځمکې په کره کې ژوند کاوه . له دې نه وروسته لو فنګ د دايناسور د فوسيلونو د موجوديت له امله په نړۍ کې مشهور دی. په ١٩٩٥ کال کې عالمانو د لو فنګ د عنا په غرونو کې د ژوراسيک دورې په وروستۍ موده کې د دايناسورانو يوه هديره پيدا کړه چې په نړۍ کې تر ټولو ډېره لويه ده او څو سوه دايناسوران په کې ښخ شوي وو. دغه پېداښت ټولې نړۍ ته يو ځل بيا ټکان ورکړی دی. د ٢٠٠٤ کال په اپريل مياشت کې لو فنګ د دايناسورانو دره د يون نان ولايت په شپږو سيلانيزو اډو کې او په اتو سيلانيزو پروژو کې شامل شوه. دغه راز د لو فنګ د دايناسورانو دره د چين د ځمکو او سرچينو وزارت لخوا د دولتي جيالوژيکی پارکونو په درېيم ليست کې هم شامل شوه. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دايناسورانو په اړه دغه پارک ته سفر وکړو.

د دايناسورانو د نړيوالې درې پارک د لو فنګ ولسوالۍ د عنا کلی د دايناسورانو په دره کې واقع دی. په دغه پارک کې مصنوعی ابشارونه او ډنډونه پراته دي او د ډول ډول دايناسورانو موډلونه د پارک په ګوټ ګوټ کې ليدل کېږي. سيلانيان چې دغه پارک ته ننوځي، نو داسی مې ګمان کاوه چې له اوسنۍ زمانې څخه د ژوراسيک ډير لېرې دورې ته تللي دي .

د نندارې په سيمه کې لومړی د دايناسورانو د فوسيلونو نندارتون دی. د رنګارنګ وړانګو او تزييني چاپېريال له کبله نندارچيان دوه زره ميلياده کاله مخکې د ديناسورانو ژوند ليدای شی .

د لو فنګ نومي دايناسور فوسيل چې د چين د دايناسور د څيړونکي يانګ جونګ جيان لخوا په ١٩٣٨ کال کې وکيندل شو ، په دغه نندارتون کې د يو ډېر ارزښتناک فوسيل په توګه بلل کېږي او په يو لوي ښيښه يي ډبلی کې ايښودل شوی دی ، تا به وي چې دا بيخي يو تازه مړ شوی دايناسور دی.

د ژوراسيک دورې په نامه د نړيوالې پانګونې محدود شرکت د پلورنې او پلان جوړونې عمومي مسؤل ليو يو کون وويل، 

دلته هر يو موډل په نړۍ کې ډير ارزښتناک دی او په عنا کلي کې موندل شوی دايناسور فوسيل زموږ په څنګ کې درول شوی دی

د مالوماتو له مخې دايناسور په واښه يا غوښه خورو دايناسورانو ويشل کېږي چې واښه خور دايناسور جګه ونه لری او غوښه خور دايناسور ډېر خطرناک دي او تيز غاښونه لری

د ښاغلي ليو په وينا د دايناسورانو فوسيلونو نندارتون نه پرته د دغه لرغوني حيوان د فوسيلونو نمونو نندارتون هم د ليدو وړ او حتی زړه بوګنونکی دی چې د سلو دايناسورانو فوسيلونه د تباه کېدو په حال کې ساتل شويدي په تېره بيا د عنا نومي دايناسور لا نور هم عجيب او مرموز دی ځکه چې وجود يې اوه ويشت متره اوږد دی او د منډې وهلو په حال کې دی. نن ور ځ پوښتنه دا ده چې ١٦٥ مليونه کاله مخکې په يوه ورځ په لوفنګ کې څه ټکان کوونکې پېښه وشوه ؟ ښاغلي ليو داسی ځواب وکړ چې دا هم د دايناسورانو د معما د حل خوښی ده . هغه وويل

په دې کنډوالو کې د ښخ شويو دايناسورانو سرونه ختيځ ته برابر دي چې د عالمانو په اند دوه حدسونه دي چې يو يې وايي يوې کوچنۍ سيارې د ځمکې پر لويديځ وخوت چې په پايله کې د مړه شويو دايناسورانو پر مخالف خوا منډې وهلې او مړه شول ، نو سرونه يې ختيځ خوا ته برابر وو ، بل حدس يې دا دی چې دغه سيارې د ځمکې له ختيځه وجنګېده چې دايناسورانو له ډيرې وارخطايۍ سرونه واړول او په يوه شيبه کې مړه شول . خو دا بالکل د عالمانو حدسونه دي او بس .

نن ورځ د دايناسورانو دره د لو فنګ ولسوالۍ ته د سيل ښه ځای دی. ددې ولسوالۍ د سيلانيزو چارو د ادارې مشر هه دونګ لين وويل

لو فنګ ولسوالی ځانګړي لرغوني بيالوژيکي او کولتوري سرچينې لری او د دايناسورانو په باب کيسې د خلکو په خولو کې دي . نن ورځ د سيلانۍ چارې د لوفنګ د اقتصادي پرمختيا د ستون په حيث رول لوبوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای