CRI Online

لا سا ښار د سيلانيزو چارو د چټکتيا لپاره سيلانيانو ته زيات خدمتونه برابروي.

cri     (GMT+08:00) 2012-05-22 10:58:21

د مې مياشتې په رارسېدو سره ، په تبت کې د سيلانيزو چارو سمسوره موده رانژدی کېږي. د تبت د خپلواکې سيمې مرکز لا سا ښاروالي په دې هڅه کې دی چې په روان کال کې به شنه سيلانيزه لاره پرانيزي او تبت ته د راتلونکو اورګاډيو او الوتکو شمېر زيات کړي، څو چې تبت ته د راتلونکو سيلانيانو اړتياوې پوره کړي.

څو ورځې مځکې د چين په ښارونو کې د بهرني تبليغ په فورم او د مشهورو ښارونو ويبپاڼې په کلنی غونډه کې دغه څرګندونې خپرې شوي دي. د لا سا ښار د سيلانۍ ادارې مرستيال وانګ پينګ چې په دغه غونډه کې حاضر و، له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې لا سا ته د راتلونکوسيلانيانو شمېر د زياتوالي کلنی انډول شل او يا دېرش سلنې ته رسېږي. د روان کال لپاره به دغه شمېر نوی ريکارډ ټينګ شي. د لا سا ښار د سيلانۍ ادارې او د عامه امنيت ادارې په ګډه يو دفتر جوړ کړ چې د ترانسپورت او هستوګنې په برخو کې د سيلانۍ ډلو ته انسانتياوی برابر کړي. د دغې شنې سيلانيزې لارې په پرانستلو سره د څارنې مراتب ساده کېږي څو چې د سيلانيزو ډلو وخت سپما شي. بر سېره پردې، د لا سا ښار د سيلانۍ اداره به د اوسپنيزو لارو او د هوانوردی له څانګو سره د همغږۍ له لارې د اورګاډيو او الوتکو شمېر زيات کړي. ښاغلي وانګ پينګ په دې اړه وويل،

د چينګ های او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې له پرانيستلو وروسته تبت ته د راتلونکو سيلانيانو شمېر چټک زيات شوی دی. د دې د اورګاډي ټکټ د اخيستلو ستونزه هم زموږ له يو لړ مشکلاتو څخه يوه ده . نو د دغې ستونزې د حلولو لپاره موږ زيات تدبيرونه نيولي دي، مثلاُ تبت ته د راتلونکو اورګاډيو او الوتکو شمېر زياتېږي او داسی نور.

په لا سا کې پر سيلانيزو اسانتياوو سر بېره، د نړيوال سيلانيز هدف د جوړولو لپاره د خپل ښار ابادول د لا سا ښار يوه بله دنده ده. ښاغلي وانګ پينګ وويل، چې لا سا د تبت يوه کړکۍ ده. د تاريخي او کولتوري اثارو ساتل يو ډېر مهم کار دی. د سيلانۍ چارې بايد د تبت د کولتوري سرچينو پر بنسټ پرمخ بوزي. دا د تبت د سيلانيزو چارو د زړي او بنسټ اهميت لری. سږ کال د تبت اړوندې څانګې د ون چنګ شهزادګۍ په نامه يوه اوپرا طرح کوي او هيله لري چې د دغه اوپرا د نندارې له لارې نړۍ ته د تبت لرغونی تاريخ او کولتور وښودل شی. ده وويل،

د دغې اوپرا د نندارې له لارې به د تبت تاريخ او کولتور او د تبت او د هان قومونو ترمنځ لرغونی همغږي څرګند شي. دا بايد د سيلانۍ او کولتور ترمنځ د همغږۍ يوه ډېره ښه صحنه ده. اوس مهال موږ د دې اوپرا په تياريانی بوخت يو او له کورنيو او بهرنيو مشهورو کولتوري شرکتونو سره په دې هکله همکاری کوو . ښايی چې د راتلونکی کال په جون کې به دغه اوپرا سيلانيانو ته وړاندې شي.

څرنګه چې تبت د نړۍ په بام کې پروت دی ، نو زيات سيلانيان له لوړې ويره لری. ښاغلي وانګ پينګ د لوړې د ډار د مخنيوي په اړه داسی وويل،

رښتيا ده چې د لوړې عکس العمل موجود دی، خو دغه ستونزه سخته نه ده. تېر کال څه باندې پنځه مليونه تنه سيلانيان د سفر لپاره لا سا ته تللي وو چې يوازی ډېر لږ کسان له دغه تکليف سره مخامخ وو او د يوې ورځې تفريح وروسته د زياترو سيلانيانو نا جوړتيا لېرې شوه.

لا سا د تبت د مرکز په توګه تل د تبت د سياسي، اقتصادي، کولتوري او مذهبي مرکز دی. لاسا چې تاريخ يې زر کلن دی، د بو دا لا ماڼۍ، لوه بو لين کا شاهې باغ او دا جاو معبد په شمول ډېرمشهور سيلانيز ځايونه لري .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای