CRI Online

د بوراګانو چينې تر څنګ راغونډونه

cri     (GMT+08:00) 2012-05-22 10:59:53

د جينخوا نومي پنځو نجونو په نامه فلم کې چې په ١٩٥٩ کال کې اخيستل شوی ، د يون نان ولايت په دا لي کې د بوراګانو چينې تر څنګ د باي قوم د اتل اپن او اتلې جينخوا ترمنځ د مينې کيسه انځور شوی او ورپسې دغه چينه او د چينې په څنګ کې د مينې کيسه د هېواد ګوټ ګوټ ته خپره شوې ده . د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې هر کال د څلورمې مياشتې په پنځلسمه ورځ د بوراګانو چينې ته نژدی د وګړيو راغونډونه عادت شوی او د بوراګانو چينې په څنګ کې ليدنه کتنه د ځوانانو ترمنځ د ناز و نياز کولو مانا لری. د پروګرام په دې لړ کې به په دې هکله له تاسو سره وغږيږو.

يوه ورځ سهار د لمر پلوشو هرې خوا ته طلايي څادرغوړولی دی ،زاړه واړه ښځې او سړي چې د اختر ښکلۍ جامې يې اغوستې وې، د بوراګانو چينې ته نژدی راغونډيدل ، ولسي سندرې يې ويلې ، نندارې يې کتلې او له دوستانو سره يې مجلسونه جوړول....

اوس د بوراګانو چينې تر څنګ يم ، کله چې سهاروختي دلت راغلم ، د چينې په شاوخوا کې ډېره ګڼه ګوڼه وه او د سندرو څپه رامنځته کېده او برخوال د خوښيو په سمندر کې ډوبېدل. په تېره بيا په صحنې باندی دوو عمرخوړونکو سندرغاړو چې د جينخوا او اپن په کاليو سمبال شوي ، پخواني عاشقي سندرې ويلې چې سپين ږيري سندرغاړی جاوشيوي جونګ او بوډۍ سندرغاړې لي يون فون نومېږي چې عمرونه يې نژدې اتيا کاله دي . خو ددوي سندرې لا هم د حاضرينو لخوا په پرله پسې چکچکو بدرګه کېدې .

ښاغلي جيانګ بين شن چې له بيجينګ څخه راغلی ، په هيجاني ډول وويل

که څه هم ددوي په ژبه نه پوهېږم ، خو ددوي له څيرو څخه خوشالي او د سندرو له اهنګونو څخه ښکلا هم حسېږي

د بوراګانو چينه د يون لوګ غره په لمن د ګڼو ځنګلونو په منځ کې واقع ده او د دالي له قديمي ښار څخه څلېرويشت کيلومتره واټن لری. ددې نامتو طبيعي منظرې د ساتلو لپاره د تېرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې د دالي ښاروالي د چينې په شاوخوا کې ديوالونه جوړ کړل او پکې ډېرې ونې او ګلونه کرلي چې په پايله کې منظره لرونکې سيمه ډېره پراخه شوېده .

د دې چينې په هکله يوه ښکلی کيسه شته چې وايي لا پخوا دلته يو ډېر ژور ډنډ و او د ډنډ په څنګ کې يو سپين ږيري او دده ښکلې او هوشياره لور اوسېدل چې لور يې ون ګو نومېده او له ښکار هلک شيالانګ سره يې نکاح وتاړه. يوه ورځ نجلۍ د زميندار لخوا وتښتول شوه ، هلک شيالانګ يې په زوره وژغورله ، خو د زورواکانو د ورمنډې کولو په اثر دواړو د مجبوريت له مخې ځانونه په ډنډ کې واچول چې په دې مهال کې فورأ تندر دومره ګړزېده چې بيخي ځمکه ولړزېدله او سخت باران اورېده.خو باران ختم شو ، له ډنډه دوو لويو ښکليو بوراګانو الوزول او بې شمېره وړوکي بوراګان ورپسی وو چې همدې ورځ د چين د ګرنيزې جنترۍ د څلورمې مياشتې پنځلسمه ورځ وه . له دې وروسته هر کال په دې ورځ ډېری بوراګان د ډنډ په شاوخوا راغونډېږي.د روايت له مخې په همدې بختوره ورځ ځوانان خپل مينان پېدا کېږي.

ياد ډنډ مستطيل شکل لری او پراخوالی يې پنځوس مربع متره دی چې پاکې اوبه يې د ډنډ له تل څخه راپورته کېږي .دغه ډنډ د يوې جګې ونې تر سيوري لاندی دی چې سل کاله عمر لری او تارک يې د يوه ډېر لوي چتر غوندی دی او تنه يې هم ډېره غټه او کږليچه ده وايي چې د کرنيزې جنترۍ په دريمه چلورمه مياشت کې د يون لون په غره رنګارنګ ګلونه غوړيږي او دغه ونه يو ډول خاصه خوشبويي خپروي چې له امله يې زرګونه رنګارنګ بوراګان له هرې خوا د ډنډ په شاوخوا کې راغونډيږي او الوزوي چې ځينی يې د ورغوي غوندی لوي ، ځينې يې د سکې په شان کوچني دي او ډولونه يې له سلو څخه زيات دي. ته به وي په دنيا کې يوه معجزه ده .

نن موږ دغه معجزه نه ده لېدلې ، خو د ډنډ په څنګ کې الوتونکي بوراګان لا هم ډېری دي چې ځينې يې د ورغوي په شان لوي او ځينې يې د شاتو مچمچۍ غوندي وړوکي دي ،خو رنګونه يې بېل او ښکلي دي . دغه راز راغونډ شوي ځايي وګړي چې ښکلۍ قومي جامې يې اغوستې وې ، هم د رنګارنګ بوراګانو په شان د ډنډ په شاوخوا کې راغونډ شوي دي.

له بيجينګ څخه راغلي توريست جيانګ چې په عکس اخيستلو بوخت و ، خبريال ته وويلزما په ذهن کې د دالي خاطره دا ده چې د ځايي وګړيو د ژوندانه ګام دومره ګړندی نه دی ، خو ارام او معتدل دی چې د همغږۍ ټولنې ابادی په دې ځاي کې ښه ښودل کېږي . له مينې او نفرت څخه ددوي تصور روښان دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای