CRI Online

د چين د سيلانيزو توليداتو څلورمې دورې نړيوال نندارتون په يي وو ښار کې پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2012-06-09 17:46:37

د چين د سيلانيزو توليداتو څلورمې دورې نړيواله نندارتون د می په څليرويشتمه نېټه د چين د جنګ جيانګ ولايت په يی وو ښار کې پرانيستله شوه. د همدې ورځ په سهار د دغه نندارتون پرانيستونکی مراسم تر سره شول او د يی وو د ښاري کميټې عمومي منشي هوانګ جي پينګ لومړی د دغه نندارتون په اړه معلومات وپيژندل. ده وويل،

دغه نندارتون د سيلانيز مود د لارښوونې او د ګرځېدنې کيفيت د لوړتيا په مضمون ګډون کوونکو شرکتونو او تصديو ته دوه زره څوکۍ برابروي. د شپږ دېرشو هېوادونو او سيمو او د چين د بېلا بېلو ولايتونو څه باندې يو زر او درې سوه تصدي په کې ګډون کوي. د دې ترڅنګ د دغه نندارتون محتويات ډېر غنی دی او د اقتصادي او سوداګريز ځانګړتيا ليدل کېږي.

د دغه نندارتون عمده موخه دا ده چې د سيلانيزو چارو توان پراخ کړي، د سيلانيزو توليداتو نوښت پياوړی کړي او کورني اړتياوې زياتې کړي. په دغه نندراتون کې د سرليکونو نندارتون، جه جيانګ نندارتون، د جواهرو او تجملي شيانو نندراتون، د هوټل د شيانو او په بهر کې د ساعتيری شيانو نندارتون او د سيلانيزو يادګاري شيانو او خوراکونو نندارتون شاملېږي. د اټکل له مخې، څه باندې نوی زره تنه نندارچيان، سيلانيان او کارپوهان به ورڅخه ليدنه وکړي.

د چين د سيلانيزو چارو د ادارې مرستيال وانګ جي فا په پرانيستونکو مراسمو کې داسې وويل،

دغه نندارتون نوښت او مؤثريت ته په درنه سترګه ګوري او پر نړيوال کېدو، مارک کېدو، ځانګړی کېدو او بازار کېدو ټينګار کوي. د دغه نندارتون اغيزه ورځ په ورځ لوړېږي.

بر سېره پردې، عصری تخنيکونه او نوی سيلانيزې چارې د دغه نندارتون يوه ډېره ښکاره ځانګړتيا ده. په دغه نندارتون کې به د سيلانيزو تخنيکونو په اړه يو نندارتون سيلانيانو ته وړاندې کړي. دغه نندارتون په مرکزي دوانۍ کې پروت دی او پراخوالی يې له شپږ سوو مربع کيلومتری څخه زيات دی. د عصري تخنيکونو او انټرنيټي شبکې په برخو کې دوه ويشت تصدي به په دغه نندارتون کې د بريښنايې سوداګريزې صحنې، د لارو د لارښوونې سيسټم او د ويډيويی غونډې د سيسټم په اړه تخنيکونه وښيي.

د دغه نندارتون په ترڅ کې به پر سوداګرۍ سره بره، د سيلانيزو توليداتو د نوښت فورم، د سيلانيزو توليداتو د خرڅلاو فېسټوال او د خوراکونو فېسټوال په شمول شل فعاليتونه تر سره شي. د چين د سيلانيزو چارو د ادارې د لايحه د طرحه کولو څانګې مشر وو وين شيو وويل،

د سيلانيزو چارو او نورو چارو ترمنځ همغږي به په راتلونکي کې زموږ د کار عمده ټکی وي. د دغه نندارتون عمده موخه د تګ راتګ او تبادلې يوه صحنه جوړول دي. موږ غواړو چې د سيلانيزو چارو توان پراخ، د سيلانيزو توليداتو نوښت پياوړی او د سيلانيزو چارو د پرمختګ پر بنسټ ملي اقتصاد پياوړی کړو.

د معلوماتو له مخې، د جه جيانګ ولايت يي وو ښار چې د دغه نندارتون کوربنه ښار دی، يو ډېر غور نوی سوداګريز ښار دی. په دغه ښار کې د توليداتو د ډله ييز پلورلو بازارونه موجود دی چې پيمانه يې تر ټولې نړۍ ډېره لويه ده. دغه راز هره ورځ څه باندې دوه لکه تنه سوداګران په دغو بازارونو کې سوداګړی کوي. د دې ترڅنګ څوارلس زره تنه بهرني سوداګران په دايمي توګه په دغه ښار کې اوسېږي چې له دې جملې څخه زيات افغان سوداګران هم شاملېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای