CRI Online

د شمالي عرض البلد درويشت درجې په شمال کې د دوبنی ښارګوټي په نامه د لو شان غره سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-08-13 12:44:47

 د شمالي عرض البلد درويشت درجې يعنی د سرطان مدار په اوږدو کې پرته ده. په نننۍ کړۍ کې به له ګرمۍ څخه د ځان پټولو په هکله د شمالي عرض البلد درويشت درجې په شمال کې د چين د اتو مشهور منظرې لرونکی غرونو په اړه کړۍ ته دوام ولرو. په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د لو شان غره په اړه معلومات تاسو ته وړاندې کړم.

لو شان غر د زيراستوايي منطقې په ختيځ د موسمي باد په سيمه کې پروت دی. څرنګه چې په دې سيمه کې غرونه رغونه لوړ او درې يې ژورې دي او په ځنګلو پوښل شويو ځمکې انډول يې ٧٦.٦ سلنې ته رسېږي، نو په دغه ډوله غرنۍ سيمه کې اقليمي ځانګړتيا دا ده چې په دوبی کې هوا دومره توده نه ده او په جولای مياشت کې منځنی تودوخه يې يوازې د يوويشت اعشاريه نهه درجې په شاوخوا کې ده. څرنګه چې لو شان غر هم د پو يانګ هو جهيل ته نژدی پروت دی، نو له سيند او جهېل څخه په بخار بدلې شوي اوبه د غره دپاسه راغونډېږي او ابشارونه او لښتۍ پکې بهېږي چې په نتيجه کې د لو شان غره څوکې هميشه په سپينو ورېځو پټې وي او په منځنې توګه هر کال ١٩١ ورځې لړې لری. لو شان غره له ګرمۍ او بخنۍ څخه د ځان پټولو په هکله د يو مشهور ځای په توګه له لرغونی زمانې راپدېخوا زياتو شاعرانو، اديبانو او مخورو کسانو نظر او پام خپل کړې او د لو شان غره په ستاينه کې يې ګډ شمېر شعرونه، ادبي ټوتې او افسانې ليکلی دی.

د سيل عمده ځانګړتيا، پر طبيعی منظرو سر بېره، د لو شان غره په سيمه کې د بېلا بېلو هېوادونو د ځانګړتيا لرونکی بنګلې د ليدو وړ دي چې زيات يې د تاريخي پېښو له امله په نړۍ کې مشهور دي. د بېلګې په توګه د می لو په نامه بنګله ډير شهرت لری ځکه چې د چين د ګوميندانګ ګوند پخواني مشر جيانګ جي شه او د چين د کمونست ګوند مشر ماو ځه دونګ پکې اوسيدل. دغه راز د چين د کمونست ګوند تاريخي اهميت لرونکې غونډې هم په دی ځاي کې جوړې شوې ، دغه راز په لو شان کې معبدونه ، چينې ، د نباتاتو باغ ، موزيمونه او ډنډونه لېدل کېږي.

د سيل خاطرې

خوندور خوراکونه

د خوراکونو په برخه کې سيلانيان ځايی چای، کورنۍ چرګې، کبان او پوڅکۍ خوړلی شي چې دغسی خوراکونو د نورو ځايونو د خوراکونو په پرتله د لا تازه کېدو له امله ډير خوند لری .

هوټلونه

په دغه منظره لرونکی سيمه کې زياتې بنګلې شته چې پخوا ډېر مشاهير پکې اوسېدل او اجازه ده چې سيلانيان په کې اوسېږي، خو بيه يې ډېره ګرانه ده. پر نامتو بنګلو سر بېره، يو شمېر شخصي بنګلې او هوټلونه هم شته دي، بيه يې مناسبه ده.

ترافيک

الوتکې د ګوانګ جو، شانګهای او بېجينګ په شمول له لويو ښارونو څخه په مستقيم ډول لو شان غره ته الوت کوي او هم د نورو ځايونو څخه د اورګاډي په وسيله جيو جانګ ښار ته او بيا په نوبتي بس لو شان غره ته رسيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای