CRI Online

د شمالي عرض البلد درويشت درجې په شمال کې د چين د لينګ نان سيمې دينګ هو شان غره ته سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-08-13 12:47:48

 د چين د شمالي عرض البلددرويشت درجې په شمالي سيمه کې اته مشهور منظرې لرونکي غرونه موجود دي چې د عجيب طبيعی منظرې، د کولتوري او تاريخي ځانګړتيا او خوندورو خوراکونو له امله په نړۍ کې شهرت لري. دنګ هو شان غر په دغو غرونو کې يو دی او د چيني او بهرنيو کارپوهانو لخوا د سرطان مدار زمرد په توګه يادېږي.

دنګ هو شان غر د ګوانګ دونګ ولايت د جاو چينګ ښار په شمال ختيځ د دنګ هو په سيمه کې پروت دی چې له ګواګ جو ښار څخه يوازی سل کيلومتره واټن لري. دنګ هو شان غرني سيمه په چين کې د لومړی طبيعت ساتونکې سيمې په توګه وټاکل شوه او تر ټولو لومړی يې د م م د تعليمي، علمي او ثقافتي سازمان په مشرۍ د بشريت او بيولوژيکی کړۍ په پلان کې شامل شو. که څه هم دنګ هو شان غر د نورو چيني مشهورو غرونو په شان ډېر جګ دی، خو د غر له لمنې نه تر څوکې پورې په وار سره باراني ځنګلونه، د پراخې پاڼې لرونکی ځنګلونه چې په څلورو موسمونو کې پاڼې شنې وی، دغه راز د زيراستوايی منطقې د موسمي باد په سيمه کې د شنې پراخې پاڼې لرونکی ځنګلونه ليدل کېږي. نو دغه غرنی سيمه په ګوانګ دونګ ولايت کې له ګرمۍ او بخنۍ څخه د ځان پټولو په هکله يو ښه ځای دی.

د سيل ځانګړتيا، د دينګ هو شان منظره لرونکی سيمې طبعيت د زير استوايی منطقې د طبيعی ځنګلونو، ابشارونه او لښتۍ او لرغونی معبدونو له امله ډېر شهرت لري چې له دې جملې څخه د جنوبي زيراستوايی منطقې ځانګړتيا لرونکی شنې پراخې پاڼې لرونکی ځنګلونه په ښه توګه ساتل شوي دي. دغه ځنګلونه څلور سوه کلن تاريخ لري. دغه راز د دينګ هو شان غره په جنوبي لمن کې د فې شيو تان په نامه يو ډنډ شته چې په هوا کې د اکسيجن محتوي د چين تر نورو ځايونو ډېر زيات دی چې د روغتيا لپاره ډېر ګټور دی.

د سيل يادګيرنه،

د خوراکونو په برخه کې، په دينګ هو شان کې ډېر مشهور خوراکونه د چينګ يون په معبد کې پخلی سبزي خوراکونه دي .

هوټلونه، په منظره لرونکې سيمه کې له ګرمۍ او بخنۍ څخه د ځان پټولو لپاره هوټلونه ،د غره په لمن کې ډول ډول مېلمستون او تفريح ګاه د سيلانيانو د اوسېدو لپاره ښه اسانتياوې برابرولی شی چې بيه يې په څو کچو ويشل کېږي .

ترافيک، سيلانيان کولی شی چې لومړی ګوانګ جو ته ولاړ شي او بيا د نوبتي بس په وسيله د دينګ هو سيمې د دينګ هو شان تمځای ته ورسېږي. دغه تمځای د دينګ هو شان منظرې لرونکی سيمې دروازې ته يوازی دوه کيلومتره واټن لري. دغه راز، د جاو چينګ له ښار څخه زيات عمومي بسونه دينګ هو شان غرنی سيمې ته هم رسيږي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای