CRI Online

د شمالي عرض البلد درويشت درجې په شمال کې د چين په شمال ختيځ سرحدی سيمه کې مشهور غره چانګ بای شان غره ته سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-09-18 19:31:09

 په تېرو څو کړيو کې مو په عمده توګه د شمالي عرض البلد درويشت درجې په شمال کې د چين په جنوبي برخه کې يو شمېر مشهور غرونو په اړه معلومات تاسو ته وړاندی کړي . خو ځکه چې د چين په شمالي برخه کې د عرض البلد درجې په اوږدو کې ځايونه ډېری دي، نو د شمال او جنوب ترمنځ غرنی منظرې او اب و هوا سره بېل دی. د بېلګې په توګه د چين په شمال کې چانګ بای شان غر او په شمال لويديځ کې تيان شان غر په لويې دښتې کې پراته دي . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چانګ بای شان غره په اړه معلومات وړاندې کړم.

چانګ بای شان غر چې د چين د جي لين ولايت د يان بيان د کوريايي قوم د خپلواکې سيمې د ان تو ولسوالۍ او د بای شان ښار د فو سونګ ولسوالۍ په منځ کې پروت دی ، د چين او ډيموکراتيکې کوريا سرحدی نښه ده. په دوبی کې سيلانيان له ګرمۍ او بخنۍ څخه د ځان پټولو په هکله چانګ بای شان غرنی سيمې ته سيل کوي ، نه د سکي وهلو لپاره . دغه غر د چين په شمال ختيځه برخه کې ډېر لوړ او لوی خاموش شوي اور غورځونکی غر دی او د ځنګلونو په منځ کې د تيان چي په نامه جهېل چې د اورغورځونکي غر د چاودېدو خوله ده، دغه راز ابشارونه، لويې درې، د معدني اوبو چينې او دنګ دنګ غرنی پارکونه ليدل کېږي. د ځايی اوسيدونکو په قول، د چانګ بای شان غر ډېر په زړه پورې او ښکلی موسم د جون له پای څخه پيل کېږي چې غرنۍ سيمه يې ورو ورو شنه کېږي . په دې موسم کې سيلانيان له وحشي ځنګلونو څخه خوند اخستی شی.

د سيل ځانګړتيا، په دوبی کې چانګ بای شان غره ته سيل په وخت کې له سوزونکې ګرمۍ څخه د تېرېدو پرته زياتې په زړه پورې منظرې ليدل کېږي. د جون له پای نه د جولای په پيل د چانګ بای شان په منځني او جګې سيمې کې ډول ډول وحشي ګلان غوړېږي. دغه راز د منظرې لرونکی سيمې په لويديځه لمن د لوړ غرني پارک هم د ليدو وړ دی. بر سېره پردې، په چانګ بای شان کې تر ټولو مشهوره منظره تيان چي جهېل دی. د جولای له پيل څخه ځايی هوا ورځ په ورځ ګرمېږي، خو په تيان چي جهېل کې اوبه تک شنې دي ، ته به وايي چې د يوې قيمتي ډبرې په شان ارامې او پاکې دي. په دې وخت کې د چانګ بای شان په لويه دره کې سيلانيان په ښه توګه د اور غورځونکي غر د چاودېدو وضعيت احساسولی شي.

د سيل ياد ګيرنه

خوارک، د چانګ بای شان خوراکونه د چين د کوريايي قوم ځانګړتيا لری ، دغه راز سيلانيان د چين په شمال ختيځ کې ځانګړي خواړه خوړلی شې چې د هېواد له نورو ځايونو څخه بيخي بيل دي.

هوټلونه، د چانګ بای شان غر په پاسنی برخه او لمن کې بېلا بېلې کچې هوټلونه شته او بيه يې هم بېله ده. سيلانيان هم په هغه ځاي کې اوسيږي چې د معدنې اوبو چينې شته او پکې حمام کوي او پکې ولبيږي . د غره په بيخه کې هم هوټلونه شته چې له ابشار څخه لېری نه دي .

ترافيک، کېدای شی چې سيلانيان لومړی د الوتکې په وسيله بېجينګ او چانګ چون ښارونو ته او بيا په مستيقم ډول چانګ بای شان هوايی ميدان ته ورسېږي. بر سېره پردې، سيلانيان لومړی شين يان ښار ته او بيا د اورګاډي له لارې پای هه ته ورسېږي چې چانګ بای شان ته نژدی ده ..

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای