CRI Online

د شي وي روسي قوم ښارګوټي ته سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-10-02 18:08:24

 شي وي د چين د داخلي مغولستان په شمال د هولوبير دښتې په عرګونا ښار کې پرته ده چې په چين کې د روسي قوم يوازنی قومي ښارګوټی دی. دغه ښارګوټی او روسيه د يو سيند په دواړو غاړو مخامخ پروت دی. په دغه ښارګوټي کې د روسي قوم څه باندې يو زر او اووه سوه تنه خلک اوسېږي او دغه شمېر ددې ښارګوټي په عمومي نفوس کې ٤٢سلنه نيسي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې سيمې ځانګړی دودونه او غنی کولتور وړاندې کړم.

د تاريخي سندونو له مخې، يو زر کاله مخکې د چين د سوي او تانګ په سلسلو کې د شي وي مغولي قبيلې په دې ځای کې په چوپاني، کب نيولو او ښکار لګيا وې. د شي وي طبيعی منظره ښکلی او کولتوري چاپيريال يې همغږی دی. په تېره بيا د روسيې له ځانګړتياوو څخه ډګ دودونه د چيني او بهرنيو سيلانيانو د پاملرنې وړ دی. په دې جملې کې د روسي قوم کور په نامه کليوالی سيل ډېر په زړه پورې دی.

په شي وي کې هغه کورنۍ چې په چيني او روسي قومونو پورې اړه لری ، د کور د پاکولو پر دود ټينګار کوي، نو ځمکه يې په قالينو فرش ده او د خونې چاپيريال ډېر پاک دی او ټولې کوټې د روسي قوم په ځانګړتياوو ښکلۍ دي.

زياتره ځايی اوسېدونکي د پخواني شوروي اتحاد د اکتوبرانقلاب په شاوخوا وختونو کې په کډه چين ته راغلي دي چې تر اوسه يې د روسي خلکو دودونه او عادتونه ساتلي دي . په دې ځای کې سيلاني نه يوازې د ليا با په نامه د روسانو دوديزه وچه ډوډۍ، ټاک بادرنګ او خاويار خوړلی شي او هم دوی د روسانو د ژوند عنعنوی ځانګړتياوې احساسولی شي.

د شي وي ښارګوټي منظره ډېره په زړه پورې ده او لرغونی سوداګريزه لاره له ليرې څخه دلته غځېدلې او عرګونه سيند د ښارګوټي له شمال تېرېږي چې زيات کسان د سيند پر غاړه په چنګک کب نيسي. د سيند په بله غاړه د روسيې کوچني ښارګوټي اولوچي واقع دی. سيلانيان په شي وي کې د دغه ښارګوټي له منظرې څخه هم خوند اخيستی شي.

شي وي بندر چې د چين او روسيې د سرحدي سيند يعنی عرګونه سيند په منځنی برخه پروت دی، د دولت په لومړی کچه بندر دی. د شي وي او اولوچي ترمنځ پل د چين او روسيې د سرحدي سيند لومړی پل په توګه يادېږي او د دوستۍ پل هم نومېږي . د دغه پل اوږدوالی ٣١٥.٩٤ مېتره دی او د عرګونه ښار او د اولوچي ښار ترمنځ يوه مهمه سوداګريزه لاره ده. اوس مهال دغه پل په شي وي کې د يو مهم سيلانيز ټکی په توګه بلل کېږي چې د روان کال د مې له مياشتې څخه تر اوسه پورې، هره ورځ په منځنی توګه اته سوه تنه سيلانيان دلته راځي.

پخوا شي وي يو ګوښه او کوچنی سرحدی ښارګوټی و، ځايی اوسيدونکي يوازی د ځنګلدارۍ په چارو لګيا وو . په ٢٠٠٥ کال کې شي وي د چين د لسو مشهورو ښارګوټو په ليست کې شامل شو او له دې امله يې شهرت موندلی دی . ورپسی په دې ځای کې د سيلانيانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي. د ځايی اوسيدونکو له قول، لس کاله مخکې دغه ځای ډېر غريب و. هيچا اټکل نه دی کړی چې اوس دغه ځای دومره اباد او سمسور شوی دی . د چين او روسيې د سرحدی سيمې په توګه ځانګړی دودونه او منظرې د ځايی سيلانيزو چارو د پرمختګ ښه شرط دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای