CRI Online

شيا من د عالی سيلانۍ پر بنسټ پرمختګ مومي.

cri     (GMT+08:00) 2012-10-17 17:57:49

 شيا من د چين په جنوب ختيځ فو جيان ولايت يو ښکلی ساحلي ښار دی او د طبيعی منظرو او مناسب اقليم له امله يې شهرت لري. په تېرو څو کلونو د شيا من سيلانيزو چارو چټک پرمختګ موندلې چې د دغه ښار د ملي اقتصاد يوه تکيه بلل کېږي. هر کال څلويښت مليونه تنه سيلانيان د يو زر او پنځه سوه مربع کيلومترو په پراخوالي کوچنی ښار ته سفر کوي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د شيا من د سيلانيزو چارو د چټک پرمختګ لامل دروپيژنم.

د چين د ختيځ هوايې شرکت د شيا من څانګې مشر يانګ جي يونګ چې شپږ کاله مخکې د کار لپاره شيا من ته راغلی ، دا نظر لری د هغو اوسېدونکو لپاره چې د يانځه سيند او د جو جيانګ سيند په دلتا کې ژوند کوي ، د اوونيزې رخصتۍ او اخترونو په موده کې د شيا من سيل يو ښه انتخاب دی ځکه چې واټن يې ليری نه دی او لګښت يې هم لوړ نه دی. ښاغلي يانګ وويل،

د شيا مين له سيل څخه خوند اخيستنه د يو ځل سيل لخوا نه بشپړېږي ځکه چې دغه ښار د سيلانيانو لپاره د پر له پسی سيل جذابيت لری . زياتره سيلانيان نه يوازی د يو کال ، بلکې د يو موسم لپاره شيا من ته ځي.

نوموړي وويل، چې شيا من نه يوازی د ساعتيري، بلکې د ځوانانو د رازو نياز يو ښه ځای دی. اوس مهال ګڼ شمېر ځوانان چې د تيری پيړۍ په اتمه او يا نهمه لسيزه زېږيدلي، شيا من ته سيل کوي. لامل يې څه دی ؟ يو سيلانی داسی وويل،

د دې ځای منظرې ډېرې په زړه پورې دي او يو شمېر لرغونی ودانۍ ځانګړی دی چې د کتلو وړ دي. دغه راز سمندري غاړې هم د ښه سيل ځای دی. په دې ځای کې د ژوند ګام ورو دی چې د شانګهای په شمول د لويو ښارونو په شان نه دی او د رخصتۍ د تېرېدو لپاره يو ښه انتخاب دی.

په شيا من کې هغې ودانۍ چې غربي ساختماني شکل لری، سمندري غاړې، سمندري خواړه او د شيا من پوهنتون چې په چين کې د ډېر ښکلی پوهنتون په توګه يادېږي، د ساعت تيری په اړه د ځوانانو له علاقې سره سمون خوري. نو دغه ښار په تيره بيا د ځوانانو د پاملرنې وړ دی. د شيا من د سيلانۍ ادارې مرستيال چن ګوي لين وويل،

په تېرو څو کلونو کې د شيا من سيلانۍ چټک پرمختګ موندلی. په ٢٠١١ کال کې زموږ ښار ته د راتلونکو سيلانيانو شمېر له پنځه دېرش مليونو تنو څخه زيات شو چې دغه شمېر د نورو سيلانيزو ښارونو په پرتله زيات و. د سيلانيانو د زياتوالي تر څنګ، سيلانيزې ګټې هم زياتې شوې چې تېر کال دغې ګټې اته پنځوس مليارډو او دری سوه مليونو يوانو ته رسېدلی وو.

شيا من د کولتور له نظره تايوان ته نژدی دی، دا هم د ځوانانو د پاملرنې وړ ټکی دی. څرنګه چې د چين د لويې وچې د زياترو اوسيدونکو لپاره تايوان يو مرموزه سيمه ده. که څه هم اوس مهال تايوان ته د لويې وچې د اوسيدونکو د سيل بازار پرانيستل شو، خو لګښت يې لږ څه لوړ دی چې دا تايوان ته د ځوانانو د سيل لپاره يو محدوديت دی. نو شيا من چې د تايوان په شان دودونه او منظرې لري، د ځوانانو د سيل لومړی انتخاب دی. ښاغلي چن وويل،

په شيا من کې نه يوازی تايواني خوراکونه خوړل او د تايوان شيان هم اخيستل کېږي، بلکې د تايوان دودونه احساسولی هم شي. د پاملرنې وړ دی چې سيلانيان د شيا من د بندر له لارې تايوان ته سفر وکړي. دا يو اسانه او ارزانه کرښه ده.

د سيلانيانو په زياتېدو سره، شيا من هم د چاپيريال او د سيلانيزو سرچينو د ساتلو په برخو کې له زياتو ننګونو سره مخامخ دی. په راتلونکو څو کلونو کې به شيا من ټاپوګانوته د ايکولوژيکي سيلانۍ د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي. د سيلانيزې بيړۍ په سپرلو سره به ټاپوګانو ته سفر د شيا من د سيلانۍ نوی مهم ټکی وی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای