CRI Online

له های نان ولايت څخه د نړيوال سيلانيز ټاپو د ابادولو ګامونه توګه چټک شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2012-10-30 20:23:46

 

های نان ولايت چې د چين په جنوبي برخه پروت دی، يو ښکلی ټاپو دی. دغه ټاپو په چين کې ډېره لويه اقتصادي خاصه سيمه او يوازنی ولايت دی چې په استوايي سيمه کې واقع دی او د ختيځي هاوايی په نامه ياديزی. څرنګه چې هاي نان ولايت غوره جغرافيايي موقعيت لری، نو د ښکلۍ طبيعی منظرې او د رنګارنګ قومي کولتور له امله د سيلانيز ځای په توګه په نړۍ کې شهرت لري.

په تېرو څو کلونو کې های نان ولايت د نړيوال سيلانيز ټاپو د ابادولو پلان د پلی کولو لپاره کوښښ کړی او وتلي لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې دي .. د دغه ولايت د سيلانيز پرمختګ د کميټې مرستيالې سون ينګ وويل،

د نړيوال سيلانيز ټاپو د ابادولو پلان د ٢٠٠٩ کال په دسمبر کې د دولتي شورا لخوا منظور او د هېواد په کچه پلان په توګه وپيژندل شو تر اوسه پورې په دوو کلونوکې حکومت د های نان ولايت د پرمختګ د پياوړتيا په هکله يو لړ تدبيرونه نيولي چې په نتيجه کې د های نان ولايت ابادولو ګامونه د لا نړيوال کېدو او ميعاري کېدو په لور پرمختګ کوي.

ويل کېږي چې د سيلانيزو چارو د پرمختيا په غرض

د مرکزي حکومت لخوا پلی شويو امتيازي تدبيرونو څخه د مالياتو د معاف کولو تدبير تر ټولو ډېر موثر دی. اوس د های نان ولايت په های کوه او سان يا ښارونو کې د مالياتو د معاف کولو لوی دکانونه جوړ شوي چې په کې له ټولو تجارتي توکيو څخه ماليات وړيا دي . نو دا زياتو سيلانيانو ته راجلبوي. د سان يا ښار په دغه ډول دکان کې چې پراخوالی يې د اووه زرو مربع مترو په شاوخوا کې دی ، د عطر، ګاڼو، ساعتونو او څرمني شيانو په ګډون د شلو زرو ډولو شيانو پلورل کېږي. د دغو شيانو بيې د چين په نورو ځايونو کې د همدا ډولو شيانو په نسبت له پنځلس نه تر پنځه دېرش سلنې پورې ټيټې دي. د ددې مغازې د عمومي منيجر مرستيال ګوان وو وويل، دغه ډوله مغازې په های نان ولايت کې د سيلانيز اقتصاد د پرمختګ لپاره يوه مهمه ضميمه ده. پخوا سيلانيانو په های نان کې يوازی له لمري وړانګو، سمندري اوبو او شګمنو ساحلو څخه خوند واخيست، اوس کولی شی چې په دې ځای کې له ګمرکي مالياتو څخه معاف شيان واخلی . د دغه تدبير له پلی کېدو مخکې، په های نان ولايت کې هر سيلاني په منځنۍ توګه يوازی سل يوان دی، خو د دغسو دکانونو له پرانيستلو وروسته دغه اندازه له دوه سوه يوانو څخه اوښتی دی.

له يوې خوا د مرکزي حکومت امتيازاتو د ياد پلان د پلی کېدو په بهېر کې له های نان ولايت سره زياتې مرستې کړې دی، له بلې خوا، های نان ولايت د خپلو غنی سيلانيزو سرچينو پر بنسټ يو شمېر غوره منظرې لرونکی سيمې هم جوړې کړې دي.د بېلګې په توګه يا لونګ خليج، د ځمکې لېری نقطه او د پنځو ګوتو غوندی غره او داسی نور.

په عين وخت کې های نان ولايت هم د خپلو سيلانيزو سرچينو د تبليغ په برخه کې هڅه کوي. مثلاُ ، د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د نړيوالو سيلانيزو چارو د نندارتونونو او غونډو کې ګډون کوي، د چين په دننه اړونده فعاليتونه تر سره کوي او يو شمېر لوړ پوړی فورمونه او سيالۍ هم جوړوي چې د چين په دننه او بهر کې خپلې اغيزې پراخې کړي.

های نان ولايت د سيلانۍ د پياوړتيا په هکله د اړوندو کارکوونکو د کاري سويې د لوړتيا لپاره هم تدبيرونه ونيول. د معلوماتو له مخې، په ٢٠١١ کال کې های نان ولايت د کليوالي سيلانۍ، سمندري سيلانۍ، د ګولف سيلانۍ، د هوټلونو او منظرې لرونکو سيمو د يوولسو زرو او پنځو سوو کارکوونکو او خدمتګرانو لپاره اته روزنيز کورسونه جوړ کړي دي .

 

اوس مهال لا زيات سيلانيان غواړي های نان ته سفر وکړي. د شمېرنې له مخې، په ٢٠١١ کال کې څه باندې دېرش مليونه او لس زره تنه سيلانيان دغه ټاپو ته تللي دي چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله شپاړس سلنه زياته شوې ده. د دې ترڅنګ د دغه ولايت د سيلانۍ ګټې دوه دېرش مليارډو او دوه سوه مليونه يوانو ته رسېدلې چې د وړم کال په پرتله دوه ويشت سلنه زياته شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای