CRI Online

په منی کې د چين ډېر ښکلی پنځه طبيعی منظرې

cri     (GMT+08:00) 2012-11-06 12:07:45

  

 منی د کال ډېر ښکلی موسم او د سيل ښه وخت هم دی. کله چې هوا ورځ په ورځ سړه کېږي،زموږ زړونه خلاصيږي او غواړو چې د سفر لپاره نورو ځايونو ته لاړ شو او له تازه نړۍ څخه خوند واخلو.

جيو جای ګوه د ماشومانو د کيسو غوندی ښکلی ځای دی.

جيو جای ګوه د چين په سي چوان ولايت کې پرته يوه دره ده . منی د دې غرنۍ سيمې ډېر ښکلی موسم دی. په غرونو کې د ونې پاڼې سرې کېږی او ښکلۍ ونې د جهيل په پاکو اوبو باندې انعکاس کېږي چې ابي رنګ اوبه او رنګي پاڼې سره يو ځاي ځلېږي لکه د ماشومانو په کيسو کې ليدلی ښکلی دنيا ده . د دې ترڅنګ، د جيو جای ګوه په ګوټ ګوټ کې لوي يا وړوکي جهيلونه، لښتۍ او ابشارونه ليدل کېږي چې رنګونه يې ډول ډول دي ته به وايي دا يوه رنګي نړۍ ده

هر کال د سپتمبر له درېيمې لسيزې نه د اکتوبر تر پايه پورې، د جيو جای ګوه منظرې د نورو موسمونو په پرتله لا ښکلۍ دي. د واورينو غرونو په منځ درو کې د ونې د پاڼو او اوبو رنګونه د لمر د پلوشو د بدلولو سره سم بدلېږي چې د مني ځانګړی منظرې څرګندوي.

د داخلي مغولستان د غرجينا د شمشاد په ځنګلونو کې د جنت او دوزخ انځورونه ليدل کېږي.

په چين کې يو شعر شته چې پکې ليکل شوي :

که له چا سره مينه لرئ،

ورسره د غرجينا منی وګورئ،

ځکه هلته د صحره شمشاد د جنت غوندی دی.

که له چا کرکه کوئ، ورسره د غرجينا پسرلی وګورئ،

ځکه هلته د شګو سخت طوفان د دوزخ په شان دی.

د جنت او دوزخ ، د ښکلا او بدرنګي ترمنځ فقط د يو تار واټن لری

په منی کې د دې ځای منظرې يوازی په سترګو نه شوي يادولای. ځکه چې هر کال يوازنی په دې موسم کې د شمشاد ونې پاڼې سرې کېږی. د دی ځای د شمشاد ځنګلونه په نړۍ کې د شمشاد ونو په دريو لويو ځنګلونو کې يو دی.

د جيان ولسوالی په تا چوان کلی کې د مني ښکلی منظرې

تا چوان کلی هم تا شانګ نومېږي چې د چين د ان هوی ولايت د هوانګ شان ښار يو ځانګړتيا لرونکی کوچنی کلی دی او د منی د ښکليو منظرو له لحاظه د چين په له څلورو مشهورو کليو څخه شميرل کېږي. هر کله چې منی رارسيږي ، د دی کلي په شاوخوا کې د چيني غوړيو په نامه د ونې پاڼې سرې کېږي او د پټيو سره د کليوالي سيمې په اړه يو ښکلی تصوير تر سترګو کېږي. د دغه ډول ونې پاڼې له شنه رنګ څخه سور رنګ ته د بدلېدو په بهېر کې اووه رنګونه څرګندوي، نو هر کال دغه ځای ډېر زيات عکاسان او سيلانيان راجلبوي. هر کال د اکتوبر له درېيمې لسيزې نه د نومبر تر پايه پورې موده د عکاسۍ او سيل ښه وخت دی.

د شينجيانګ ښکلی جهيل کاناس په دنيا کې مقدس ځای دی.

د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د کاناس جهيل په دنيا کې د ډېر ښکلی جهيل په توګه شهرت لري.د منی موسم هم د نورو موسمونو په پرتله لا ښکلی ښکاری چې د جهيل اوبه په دره کې بهيږي او د غره په لمن کې د ونو پاڼې تک سرې ښکاري لکه يو روغنی انځور دی

په باشانګ دښته کې ښکلۍ منظرې

فن نين د بيجينګ په شمال کې پروت دی او بل نوم يې باشانګ دښته ده چې پراخوالی يې درې نيم سوه مربع کيلومتره دی او له بيجينګ څخه نژدې درې سوه کيلومتره فاصله لری . باشانګ دښته يوه طبيعي دښته ده او له بيجينګ څخه ډير نژدې دښته هم ده ، کله چې د اکتوبر مياشت رارسيږي او هوا سړيږي ، په دښته کې واښه ورو ورو ژيړ کېږي ،دغه راز په شاوخوا غرونو کې د ډول ډول ونو پاڼې هم د هوا د سړېدا سره سم رنګارنګ کېږي

.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای