CRI Online

ايکولوژيکی همغږی د تبت د ښکلۍ منظرې بنسټ دی.

cri     (GMT+08:00) 2012-11-14 19:25:45

 

د چين د لويديځي سيمې د ابادۍ او سمسورتيا پلان له پيل څخه تر اوسه دوولس کالونه تېر شوي دي. له دې امله چې مرکزي حکومت او د تبت خپلواکې سيمې د تبت چاپيريال د ساتلو لپاره له لس مليارډو يوانو څخه زياتې پانګې لګولې دي ، په تبت کې غرونه رغونه لا نور شنه او اوبه لا صافې شوې دي چې د سيلانيانو په مخ تبت د يو ښکلي انځور په شان بريښي.

د اکتوبر په مياشت کې د تبت په شمالي څړځای کې اوسپنيزه لاره د مار په شان په بې پايه دښته کې کږه وږه غځېدلې ده . کله چې اورګاډیل ه څړځای څخه تېرېږي، کله ناکله ليدل کېږي چې تبتي غرڅې په دښتې کې ځغاستی کوي. د چينګ های - تبت اوسپنيزه لاره د چين د لويديځي سيمې د ابادۍ او سمسورتيا پلان د نښې په توګه د ٢٠٠٦ کال په جولای کې بشپږه شوې ده. د دغې لارې د جوړېدو مخکې زيات کسان په دې نسبت اندېښمن وو چې دغه شان لويه پروژه د شاوخوا سيمې ايکولوژيکی چاپيريال ته زيان رسولي شوای؟. خو حقيقت دا دی چې د دغې لارې په دواړو غاړو کې د بشريت او طبيعت، د اقتصادي پرمختګ او ايکولويژيکی چاپيريال همغږی په ښه توګه ساتل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د چاپيريال ساتلو په برخه کې لګول شوې عمومی پانګې دوه مليارډو او يو مليونه يوانو ته رسېدلې او د اوسپنيزې لارې پر غاړو کې د وحشي حيوانانو د ساتنې درې دېرش پروژې بشپړې شوې او د لومړی ځل لپاره يې د وحشي حيوانانو د کډوالي لپاره لاره جوړه شوې ده. د اوسپنيزې لارې له جوړېدو وروسته د دې سيمې طبيعت د پخوا په شان په زړه پورې دی. په لا سا کې د دغه اوسپنيزې لارې شرکت د نماينده ګۍ مرستيال جونګ جيون وويل،

موږ د اوسپنيزې لارې د کارولو په وخت کې د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنې ته هم په درنه سترګه ګورو. مثلاُ د طبيعت ساتونکي سيمې ، د وحشي حيوانانو د کډوالي لارې، په سړه سيمه کې د نباتاتو ، د لوړې سيمې د طبيعت ، د لنډې ځمکې او سيندونو او جهيلونو د اوبو ساتنه او داسی نور.

د شمېرنې سره سم، د دوولسو کلونو راهيسې، مرکزي حکومت ا

و د تبت خپلواکې سيمې حکومت د تبت د چاپيريال ساتنې او ابادۍ لپاره لګول شوي پانګې له لس مليارډو يوانو څخه اوښتی دی. تر اوسه پورې، په تبت کې د ايکولوژيکی چاپيرييال ساتنې يوويشت سيمې، د دولت په کچه د ځنګلونو اووه پارکونه، درې جيالوژيکی باغونه او په بېلا بېلې کچې اووه څلويښت طببعت ساتونکې ناحيې جوړې کړې دي چې پراخوالی يې د تبت په عمومي پراخوالی کې يو په درېيمه برخه نيسي او دغه شمېر په چين کې لومړی مقام نيسي.

د دې لارې د کارولو له امله د تبت سيلانيزو چارو چټک پرمختګ هم موندلی دی. په تېرو شپږو کلونو کې په تبت کې د سيلانۍ خدمتي تاسيسات ګام په ګام بشپږ شوي دي. تبت ته د تلوونکو چيني او بهرنيو سيلانيانو شمېر له دوه دېرش مليونو تنو نه زيات شوی او عمومي سيلانيزې ګټې نژدې لس مليارډو او دری سوه مليونه يوانو ته رسېدلې وې. دغه شمېر د چين د لويديځې سيمې د ابادۍ او سمسورتيا پلان له پلی کېدو راهيسې، د دوولسو کلونو لپاره په عمومي سيلانيانو او ګټو کې نوی سلنه ونيو. په ٢٠١١ کال کې اته مليونه او اوو لکو سيلانيانو تبت ته سفر کړی او سيلانيزې ګټې يې نهه مليارډو او اووه سوه مليونه يوانو ته ورسېدې. د تبت د خودمختارې سيمې د سيلانۍ ادارې د طرح او ماليی څانګې مامور تانګ چانګ شيانګ وويل،

په تېرو دوولسو کلونو کې د تبت سيلانيزې چارې د خودمختارې سيمې د ستون په توګه چارې ګرځېدلې دي. د سيلانيزو چارو د پياوړتيا ترڅنګ موږ لا هم د چاپيريال ساتلو ته د لومړيتوب اهميت ور کوو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای