CRI Online

د اورمچي سلګونه کلن زوړ واټ عر داو چياو

cri     (GMT+08:00) 2012-11-27 16:11:22

 

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د اورمچي سلګونه کلن زوړ واټ عر داو چياو په اړه معلومات تاسو ته وړاندې کړم. په اورمچي کې عرداو چاو شته ، راغلي وګړي يې ډير خوښوي

دغه اصطلاح ډيره د شينجيانګ د خلکو په خولو کې ده چې که کاشغر دی نه وی ليدلی، نو شينجيانګ به دې څه ليدلی وي. همداشان که عر داو چياو واټ دې نه وی ليدلی، اورمچي به دې څه لېدلی وي . هره ورځ د لمر ختلو په وخت کې ددې واټ په دواړو خواوو کې چې يو زر او دوو سوو متره اوږدوالی لري، دکانداران مغازې پرانيزي او د بېلا بېلو هېوادونو او قومونو سيلانيان په دغه واټ کې هم قدم وهي. په عين وخت کې له مغازو څخه د بېلا بېلو هېوادونو د پاپ موسيقي اورېدل کېږي او دکانداران د خپلو توکيو د خرڅولو په وخت کې په اويغوري، چيني، انګلسي او روسي ژبو په لوړو اوازو نارې وهي. 

که څه هم عر داو چياو واټ ډېر لوی نه دی، خو په کې د شينجيانګ د اسلامي بڼه لرونکی ودانۍ ډېرې ليدل کېږي چې له دې جملې څخه د عر داو چياو بازار، د شينجيانګ ولسي واټ او د شينجيانګ نړيوال بازار ډېرې مشهور درې ځايونه دي. هر کال دغه ځايونه د روسيې، پاکستان، قزاقستان په شمول د بېلا بېلو هېوادونو سيلانيان راجلبوي. نو ويل کېږي چې که سيلانيانو عرداو چياو نه وي لېدلی ، نو د شينجيانګ له قومي ځانګړتياوو احساس به يې څه لېدلی وي .

عر داو چياو واټ د نولسمې پيړۍ له پای نه د شلمې پيړۍ تر پيل پورې جوړ شوی چې په دې ځای کې د دوکاندارانو لوړ اوازونه د يوې پيړۍ لپاره دوام لري. د اورمچي روايتونو نومي کتاب کې کښل شوي چې په هغه وخت کې په څلورلاري کې يو لرګين پل و چې عر داو چياو نومېده . عر په چيني ژبه کې د دوه او داو د واټ او چياو د پل ماناګانې لري، نو ولی دغه پل د عر داو چياو په نوم يادېږي؟ لامل يې دا دی چې په بل ځای کې يو بل پل هم و او تو داو چياو نومېده. تو په چيني ژبه د لومړی مانا لري. د دواړو پلونو بڼې ورته دي، نو د عر داو چياو پل نوم له دې امله رامنځته شو. عر داو چياو پل د چينګ په سلسله کې د تزاري روسيې او چين ترمنځ د سوداګريزې خاصي سيمې په توګه ټاکل شوی او په هغه وخت کې شينجيانګ هم د چين او لويديځو هېوادونو د سوداګريز تګ راتګ په لاره کې يو مهم مرکز و. نو عر داو چياو سيمه د شينجيانګ د ملي لږکيو او د لويديځي او منځنی اسيا سيمې د سوداګريزې تبادلې يو مرکز ګرځېدلی دی.

د نوی چين له جوړېدو وروسته، د پخواني کرهنيز او سوداګريز بازار پر بنسټ د ملي مارکيټ او توان چي تياتر جوړ شوې، چې د ملي لږکيو د سوداګرۍ له امله شهرت لري.

عر داو چياو نه يوازې يوه سوداګريزه سيمه، بلکې په اورمچي کې د اويغور، هوی او قزاقي قومونو په شمول د شينجيانګ د اسلامي لږکيو وګړيو د هستوګنې يوه ډېره مهمه سيمه هم ده.

په ٢٠٠٣ کال کې په عر داو چياو سيمه کې نړيوال بازار اباد شو او عر داو چياو نه يوازی له دې امله شهرت لري، بلکې د سوداګريزې سيمې په توګه يې توان هم بشپړ شوی دی. اوس مهال دغه نړيوال بازار د عر داو چياو سيمې يوه نښه ده. د شينجيانګ د بېلا بېلو ځايونو او د منځنۍ او لويديځې اسيايي هېوادونو رنګا رنګ لاسي توليدات، د ژوند سامانونه په کې اخيستل کېږي. د بېلګې په توګه روسي فانوس، د ترکيې غالۍ، مصري لوښي ، پاکستاني ميسي شيان او داسي نور. د دغه بازار مشر جانګ شياو لونګ وويل، 

زموږ په دوکاندارانو کې اويا برخه ملي لږکي دي. نو زموږ په بازار کې توليدات هم ملي ځانګړتياوې لري. د منځني او لويديځې اسيايي هېوادونو او زموږ د اويغور قوم يو شمېر ځانګړتيالرونکي شيان ډېر ليدل کېږي. زموږ د بازار په شپږو برخو يعنې د قيمتي ډبرو ، غاليو ، هنري توليداتو ، وچو ميوو او څادرونو د پلورلو په شپږو برخو ويشل شوی دی . د سيلانيانو او مشتريانو ډېر زيات ورځنی شمېر حتی له يو لک څخه هم اوړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای