CRI Online

د بېجينګ تيان ان مين ميدان

cri     (GMT+08:00) 2012-12-28 16:31:39

 تيان ان مين ميدان د بېجينګ زړيزې سيمه ده او د ښاري مرکز په توګه په نړۍ کې لومړی لوی ډګر دی چې يو مليونه تنه پکې ځاييږي . پراخوالی يې څلور څلويښت زره مربع متره او له لويديځ نه تر ختيځ پورې پلنوالی يې پنځه سوه متره او له جنوب نه تر شمال پورې اوږدوالی يې اته سوه او اتيا متره دی. دغه ډګر په کم رنګ ګرانيت ډبرو پوښل شوی دی هره ورځ سهاروختي او د لمر لوېدو په وخت د ملي بيرغ د اوچتېدو او کښته کېدو لپاره مقدس او مجلل مراسم تر سره کېږي. تيان ان مين ميدان د چين د زياتو مهمو سياسي او تاريخي پېښو د پښېدو ځای وو. نو ويل کېږي چې تيان ان مين ميدان د چين له کمزورتيا نه سمسورتيا ته د پرمختګ شاهد دی. د دې ترڅنګ دغه ميدان په ١٩٨٦ کال کې د بېجينګ د شپاړسو مشهورو منظرو په ليست کې وټاکل شو. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د تيان ان مين ميدان په اړه معلومات وړاندې کړم.

تيان ان مين برج د بېجينګ د امپورطوری ماڼۍ په جنوب واقع دی، تيان په چيني ژبه اسمان، ان د ارامۍ او مين د دروازې مانا ګانې لري. دغه جګ برج د چين د مينګ سلسلې د يونګله امپورطوری مودې په پنځلسم کال يعنی د عيسوی کال په څوارلس او اوولسم کال کې جوړ شو چې پخوا يې چن تيان من نومېده. د چينګ د شون جي امپورطوری مودې په اتم کال، يعنی د عيسوي کال په شپاړس سوه يو پنځوسم کال کې د تيان ان مين په نوم بدل شو. د تيان ان مين برج درې دېرش اعشاريه اووه متره جګوالی لری او د برج په شاوخوا کې د جين شوي سيند په نامه د امپورطوری ماڼۍ خندق دی. په خندق باندې پنځه پلونه شته دي چې په مرمر ډبرو جوړشوي دي. د برج په وړاندی دوه جوړه ډبرين زمري ولاړ او دوه ډبرين تزيين ستونونه درول شويدي .

تيان ان مين د چين د زياتو تاريخي پېښو شاهد دی. د نوی چين له جوړېدو وروسته د تيان ان مين ميدان پراخ شوی او په مرکز کې يې د چين د ملي اتلانو يادګری څلی جوړ شوی، ورپسی په لويديځ د خلکو لوی تالار او په ختيځ د چين د انقلابي موزيم او د چين تاريخي موزيم اباد شوي، دغه راز په جنوب د ماو ځه دونګ د يادګار ماڼۍ جوړه شوې ده.

د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړی نېټه د نوی

چين لومړی مشر ماو ځنګ دونګ په تيان ان مين برج کې نړۍ ته د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو اعلان وکړ او پخپله يې لومړی ملي بيرغ اوچت کړ. له دې وروسته تيان ان مين برج د نوي چين د يوې نښې په توګه بلل کېږي او ددې ودانۍ انځور د چين په ملي نښان کې هم لېدل کېږي.

تيان ان مين ميدان په وړيا توګه سيلانيانو ته خلاصېږي او سيلانيان د ميترو يعني تر ځمکې لاندي د اورګاډي د لومړی لمبرکرښې په وسيله دغه ځای ته رسېداي شی . که سيلانيان تيان ان مين برج ته وخيژي، بايد ټکټ واخلي او بيه يې پنځلس يوانه دی چې له دوه نيم امريکايي ډالرو سره برابر دی. له تيان ان مين دروازې څخه تر ننوتلو وروسته د امپورطوری ماڼۍ موزيم دی او د ليدنې بيه يې شپېته يوانه پيسې دي چې له لسو ډالرو سره معادل دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای