CRI Online

د شينجيانګ په وو جيا جيو کې د ژمي سيلانيز فېسټوال روان دی.

cri     (GMT+08:00) 2013-01-15 14:53:51

د جنورۍ په پنځمه نېټه د شينجيانګ د وو جيا چيو ښار د چينګ هو يو يوان په باغ کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه او د يخو او واورو د سيل په عنوان د دغه ښار د يخو او واورو د لسمې دورې سپورتي او سيلانيز فېسټوال په همدې ورځ پرانيستل شو.

دغه فېسټوال دوه مياشتې دوام لري او په دې موده کې سيلانيان کېدای شی چې په يو لړ ځانګړتيالرونکو فعاليتونه کې ګډون وکړي او ترې خوند واخلي ، د بېلګې په توګه يخ بازي او سکي وهل ، د ګلانو سيل ، د تودو اوبو په سرچينه کې حمام کول او ځانګړي خواړه خوړل او داسی نور . نو په نننۍ کړۍ به تاسو سره د دغه فېسټوال معلومات معرفې کړم.

چينګ هو يو يوان باغ د چينګ ګدا جهېل په منظره لرونکی سيمه کې پروت دی چې د دولت په کچه څلور اې درجه منظره لرونکې سيمه بلل کېږي. په دغه باغ کې د سکې وهلو يو ميدان شته، ځکه چې له ښار څخه ليری پروت دی، نو هوا يی ډېره پاکه، تودوخه يې مناسبه او واوره يې ډېره نرمه ده. په دغه ميدان کې سيلانيانو ته د يخ بازي او سکي وهلو په هکله هر ډول سامانونه مثلا، د واورو په سر ښوېدونکې دړې او د سکی وهلو لرګي او د يخ بازي بوټان برابريږي. د دې ترڅنګ د چينګ ګه دا جهېل چې پراخوالی يې اوولس مربع کيلومتره دی، په ژمي کې د يخ بازی لپاره يو طبيعی ډګر دی، نو دغه منظره لرونکی سيمه په ژمي کې د سيلانيانو لپاره د لوبې کولو يو ښه انتخاب دی چې سيلانيان په کې په ګډه له يخ بازی او سکې وهلو څخه خوند اخيستی شي.

بر سېره پردې، د ياد فېسټوال په موده کې د ښکليو ګلونو د کتلو فعاليت تر سره کېږي چې په پلاستيکي څپرونو کې له يو لکو نه زيات رنګا رنګ ګلان او د ګلانو روزلو بهير نندارچيانو ته وړاندی کېږي.

د دې ترڅنګ د ياد شوی باغ تر ځمکې لاندې د اوو سوو مترو په ژوروالي کې د تودو اوبو سرچينه پيدا شوې، نو سيلانيان کولی شی چې له سکې وهلو او يخ بازی وروسته په تودو اوبو کې حمام وکړي څو چې ستړتيا لېرې کېدای شی .

د فيسټيوال په موده کې د کرنيزو توکو د پلورلو ، د سيلانيزو او کولتوري توکو او د واورينو مجسمو د ننداره کولو ، په صحرا کې د موټر ځغلولو سيالۍ او نور سپورتي او ولسي فعاليتونه اجرا کېږي .

د وو جيا چيو د ښاروال مرستيالې جانګ شيا وويل، د کنګلونو او واورو د سيل په نامه سيلانی د وو جيا چيو ښار د ښيرازتوب د چټکتيا لپاره ډېر مهم تدبير دی. د شينجيانګ د اويغور خپلواکي سيمې د حکومت لخوا د وړاندی شوې هغې نظريې سره سم چې بايد د خپل ټاټوبي په شان له شينجيانګ سره مينه وکړي او په جنوبي شينجيانګ کې د واورو او په شمالي شينجيانګ کې د کنګلونو سيل دې معرفی کړي، وو جيا چيو ښاروالي تر خپلې وسې پورې کوشش کوي چې ياد فيسټيوال په ښه توګه تر سره کړي، څو چې د سيمې سيلانيزې چارې سمسورې شي.

د معلوماتو له مخې، وو جيا چيو ښار د شينجيانګ له مرکز اورمچي ښار څخه يوازی دوه دېرش کيلومتره واټن لري چې د اورمچي د ايکولوژيکی باغ او د کرهنيزو توليداتو د چمتو کولو اډه بلل کېږي. دغه ښار د ٢٠٠٤ کال په جنورۍ کې تازه وټاکل شو. تر اوسه هر کال په دغه ښار کې د لالې او نيلوفر ګلانو فېسټوالونه، د تزييني مرغانو فېسټوال ، د کنګلونو او واورو فېسټوال په شمول يو لړ مشهور سيلانيز فعاليتونه تر سره کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای