CRI Online

په ژمی کې د کشکتن دښت سيل

cri     (GMT+08:00) 2013-02-28 17:04:07

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم، زما نيکې هيلې او سلامونه ومنئ. د ٢٠١٣ کال له جنورۍ راهيسې، د چين د غوره سيلانيزې ولسوالۍ په توګه د داخلي مغولستان د چي فنګ ښار د کشکتن ولسوالۍ ژمنی سيلانيز فېسټوال په رسمي توګه پرانيستل شو. له دېرشو زرو نه زيات چيني او بهرني سيلانيان او عکاسان د يوې مياشتې په موده کې د کشکتن په دښت کې د بخاري اورګاډي د عکاسۍ، په دا لي جهېل کې د کب نيونې او د اوښانو د سپرلو په فعاليتونو کې ګډون وکړي.

سږ کال د پر له پسی واورو له امله ټول کشکتن دښت يوه يخه او واورينه نړۍ ګرځېدلې ده چې دا هم د عکاسانو لپاره ښه چانس دی. زياتو سيلانيان د بخاري اورګاډي د کتلو لپاره راغلي ځکه چې دغه ډول اورګاډي يوازي د چين په ګوښه ځايونو کې کارول کېږي .

منظرې يې ډېرې ډېرې ښکلۍ دي.د لوي ديوال په بهر دغه پراخ دښت چې په واورو پټ دی ، ډېر په زړه پورې دی. په تېره بيا ما د لومړی ځل لپاره بخاري اورګاډی ليدلی دی.

د داخلي مغولستان د جي نينګ او تونګ لياو ترمنځ د اوسپنيزې لارې اوږدوالی ٩٩٧ کيلومتره دی چې يو سل ا و څلويښت کيلومتره لاره يې په کشکتن ولسوالی کې ده . نو ډيرې چيني او بهرني عکاسان د بخاري اورګاډي د عکاسۍ لپاره کشکتن ته ځي.

سږ کال د بخاري اورګاډي د عکاسۍ فېسټوال نه يوازی چيني عکاسان، بلکې د المان، نوی زيلند او کوريا جمهوريت په شمول د اتو هېوادونو د عکس اخيستلو ګڼ شمېر مينوال راجلب کړی دی. دوی د کمرې په وسيله د لمنې په کږو لارو او يا له پلونو ، تونلونو او هوايي پلونو څخه د بخاري اورګاډي د تيرېدو منظرې ثبتوي.

ژمی هم د دا لي جهېل پر غاړه ډېر بوختي موسم دی. ځکه چې ځای اوسيدونکي نسل په نسل په کنګل شوي جهيل کې کبان نيسي. اوسمهال هر کال زرګونه سيلانيان راځي چې له کب نيوونکو سره يو ځای د کب نيولو له خوښيو او خوشحاليو څخه خوند واخلي .

هر کال چې په دې جهيل کې د کنګل شويو اوبو پونډوالی نيم مترو ته رسېږي، د کب نيولو موسم هم په رسمي توګه پيل کېږي. لومړی بايد د مغولي قوم د دود سره سم د جهيل رب د قربانۍ کولو درانده مراسم پرځاي شي. دغه راز د مغولي قوم ځانګړې نڅا او د جال د ښودلو په شمول يو لړ نور فعاليتونه به هم تر سره شي. ورپسی کب نيوونکي په کنګلونو کې يوه لويه سوړه وکيندي . لږه شيبه وروسته لسګونه کب نيوونکي په ګډه پنځه سوه متره اوږد جال په سوړه کې اچوي .

خبريال وليدل چې کب نيوونکو اوږد جال د ماشين په وسيله له اوبو څخه د کنګل سطحې ته راکش کړ او نيول شوي څو کبان يې بيا اوبو ته وغورځول او دعا يي وکړه چې په راتلونکي کال کې ښه حاصلات بيا تر لاسه کړي. 

اوبو ته د څو ژوندي کبانو اچونه زموږ د مغولي وګړو عادت دی چې هر کال دغه دود مراعات کوو او اميد لرو چې کب نيوونکی هر کال ښه حاصلات لاس ته راوړي.

په دا لي جهېل کې د کب نيولو ترڅنګ، هرکال په داژيهاولاسوم کې په اوښانو د سپرلو فېسټوال هم روانېږی. خبريال هم وليدل چې مالداران د اختر کالي اغوستي او اوښانو يې ددوي په ښودلو ډول ډول نندارې کولې . د بېلا بېلو ځايونو څخه راغلو سيلانيانو د خوښيو په فضا کې د مغولي وګړيو له دوديز کولتور څخه خوند اخيست. ښاغلي هاو له دا ليان ښار څخه راغلی، وويل،

دغه فېسټوال د قومي کولتور له فضا څخه ډک دی.په اوښانود سپرلو په اړه د مغولي قوم ځانګړی مهارتونه ډېر په زړه پورې او قومي جامې يې هم ښکلۍ دي. په ښار کې دغه شان منظره نه ليدل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای