CRI Online

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي د چين د سيلانيزو چارو د پياوړتيا پر تګلاره بحث وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2013-03-12 21:01:18

 د چين د سيلانۍ ادارې د شمېرنې له مخې، له ٢٠٠٢ کال نه تر ٢٠١١ کاله پورې په لسو کلونو کې د چين د غښتلی کېدو سره سم، نورو هېوادونو او سيمو ته د چين د اتباعو سفرونو ډېر زياتوالی موندلی دی. تر اوسه پورې د اسيا په بهرني سيلانيز بازار کې د چيني سيلانيانو شمېر تر ټولو ډېر زيات دی او په نړۍ کې چين درېيم مقام نيولی چې په نړيوال سيلانيز بازار کې د مصرف حجم زيات دی. په عين وخت کې د چين حکومت نورو هېوادونو او سيمو ته د چينايانو د سيلانۍ د هڅونې په برخه کې يو لړ نوي تدبيرونه نيولي دي او نيسي يې. د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې غړي او د چين د سيلانۍ ادارې مرستيال وانګ جي فا په دې اړه وويل،

موږ په عمده توګه د سيلانيانو د امنيت د ساتلو، د چيني سيلانيانو لپاره د نورو هېوادونو او سيمو د خدمتي سويې د لوړتيا، د سيلانيزو لګښتونو د کمښت، د ترافيکي ستونزو د ليرې کولو او د ويزې د منلو په برخه کې د خنډونو د له منځه وړلو لپاره کوښښ کوو. ويل کېږي چې په يادو شويو برخو کې مو ښې پايلې تر لاسه کړي دي او له امله يې د بهرنۍ سيلانۍ په برخه کې د چينايانو شوق او جذبات هم پياوړی شوی دی.

په نړيوال سيلانيز بازار کې د چيني سيلانيانو د شمېر د زياتېدو ترڅنګ، چين ته د نړيوالو سيلانيانو شمېر هم زياتېږي. تر اوسه پورې چين په نړۍ کې درېيم لوی هېواد ګرځېدلی چې نړيوال سيلانيان يې زيات دی. د سږ کال د جنورۍ له لومړی نېټې څخه بېجينګ او شانګهای د پنځه څلويښتو هېوادونو هغو کسانو ته چې د درېم هېواد ويزې او د الوتکې ټکټونه لری، بي د ويزې لګولو نه د ٧٢ ساعتو لپاره په بيجينګ کې د پاتی کېدو اجازه ورکوي. په های نان ولايت کې د جي ګونګ ګوند کميټې سږ کال د سياسي مشورتي کنفرانس د های نان ولايت د شپږمې دورې کميټې په لومړی غونډه کې يو وړانديز وکړ چې د ٢٦ هېوادونو اوسيدونکو ته د ويزې پر لګولو پرته های نان ولايت ته د سفر اجازه ورکوي. ښاغلي وانګ جي فا په دې اړه خپل نظر څرګند کړ او ويې ويل،

زما په اند، زموږ د تګلارو د ترميمولو سره سم، د ويزې لګولو په برخه کې چين ته د سفر په هکله سيلانيانو ته لا امتياز برابر کړو او لا مؤثر تدبيرونه به ونيسو. اوس په يو شمېر سيمو کې چې خدمتي سيسټم په کې بشپړ شوی، د ويزې لګولو پرته سيلانيانو ته د اجازې ورکولو تګلاره پلې شوې ده. د اړوندو شرايطو د ښه کېدو سره سم به دغسې تګلارې په لا زياتو سيمو کې تطبيق شي. دا به چين ته د سيلانۍ لپاره لا زيات بهرني سيلانيان راجلب کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای