CRI Online

د وو ليانګ غره د چای فارم سيل

cri     (GMT+08:00) 2013-03-19 14:49:51

 وو ليانګ غره د چين د يون نان ولايت د دا لي، پو عر او لين څانګ د ولسواليو په تقاطيع کې واقع دی او د چای روزلو په هکله يوه مشهوره او لرغونی اډه ده چې زر کاله مخکې ځايي وګړيو د چای بوټو په کرلو پيل وکړ. اوس مهال له دې ځای څخه ډول ډول چاي مثلا بو عر چای، سور چای او وو لونګ چای چمتو کېږي. کله چې د يون نان ولايت په هکله خبرې کېږي يادوي، وګړيو ته د پو عر چای او د اسونو په وسيله د چای ليږدولو لرغونی لاره تر سترګو شی . د لان څانګ سيند پر دواړو غاړو د دا لي او شي شوانګ بان نا ترمنځ پراخه غرني سيمه د چای بوټو د کرلو ډېره لويه اډه ده چې په دې ځای کې ډېر لرغونی وحشي چای بوټي لا هم ليدل کېږي او د دې ترڅنګ سيلانيان هم د چای اوسني فارم سيل کولی شی چې د عصري تکنالوژۍ په وسيله چاي پروسيس کوي.

د جاپاني ګيلاس ځنګل د وو ليانګ غره د طبيعت ساتونکی سيمې تر څنګ د دا لي د بای قوم خپلواکې سيمې د نان جيان ولسوالی د وو ليانګ شان د علاقه دارۍ د چای په يو فارم کې پروت دی چې دغه فارم په ٢٠٠٠ کال کې د يوې تايواني تصدۍ په پانګونه جو شو چې پراخوالی يې له يو سلو هکتارو څخه زيات دی.څه دپاسه لس کاله کېږي چې د تصدۍ خاوند ښاغلي شي چي يو په دې ځای کې د چای په روزلو بوخت دی. هغه او ملګري يې د دغه فارم او د جاپاني ګيلاس ځنګل خاوند دی. دوولس کاله مخکې، هغه هيله درلوده چې د چين د لوې وچې په مناسبه سيمه کې تايواني چای چې په لوړو غرونو کې کرل کېږي ، وروزي. ورپسی د دوستانو د پيژندنې سره سم وو ليانګ غره ته لاړ او مناسب ځای يې پيدا کړ. د وو ليانګ غره ايکولوژيکی چاپيريال ډېر ښه دی او ځمکې يې حاصل خيزې دي، نو د تايواني چای د روزلو له شرايطو سره سمون خوري. دوی د چای بوټو د کرلو تر څنګ زياتی جاپاني ګيلاس ونې هم وکينولې چې چای بوټي د دغو ونو تر سيوري لاندې پټ وي او د لمر وړانګو له زيان څخه وژغورل شي. ښاغلي شي وويل چې په پيل کې يې يوازی دا فکر وکړ چې په دې ځای کې د تودې هوا له امله جاپاني ګيلاس په ژمی کې غوړېږي او په دوبی کې پاڼې يې ډېرې سمسورې وي، نو چای ته ښه سيوری ورکولای شي. خو غير منتظره ده چې د ګيلاس ګڼې ونې د وو ليانګ غره په يوه منظره بدل شوې.

د هر کال په دسمبر مياشت کې د وو ليانګ غره په سيمه کې د جاپاني ګيلاس ونې ګل کوی او د غوړېدو موده يې يوازې شلو او يا دېرشو ورځو ته دوام لري. په دې موده کې د چين په زياترو ځايونو کې هوا سړه وي او واوره اورېږي، خو په دې ځای کې هوا د پسرلي موسم په شان معتدله ده او په زړه پورې طبيعی منظرې ليدل کېږي. د چای شنه بوټي او د جاپاني ګيلاس ګلابي رنګ ګلان د يو ډېر ښکلی تصوير غوندي دي چې په ژمي کې زيات عکاسان راجلبوي.

د جاپاني ګيلاس ځنګل د منظرې لرونکی سيمه د سمندر له سطحې نه له يو زر او اته سوو نه تر دوه زره او دری سوو مترو پورې جګوالی لری او په څلورو موسمونو کې د واورو تر پوښېدو لاندې نه ده. په ژمي کې د دې ځای تودوخې درجه له لسو نه لوړه ده. له ګون مينګ ښار څخه نان جيان ولسوالۍ ته ٣٣١ کيلومتره او له نان جيان ولسوالۍ څخه وو ليانګ غره ته ٥٣ کيلومتره فاصله موجوده ده. سيلانيان د عمومي بس په وسيله ، د دوو ساعتو لپاره د نان جيان له ولسوالۍ څخه د عمومي سړک سره سم دغه منظرې لرونکی سيمې ته رسېدای شي، خو هره ورځ يوازی دوه ځله بسونه د سهار په اته نيمو بجو او مازيدګر په يوه نيمې بجې تګ راتګ کوي. دغه رازپه نان جيان ولسوالۍکې هوټلونه او رسټرانټونه ډېری دي او ورځني لګښت يې ګران نه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای