CRI Online

د بېجينګ د باغوانی نندارتون په ازمويښتي پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2013-05-07 15:07:13

 

د می پنځمه نېټه د بېجينګ د باغوانی نندارتون په ازمويښتي پرانيستل شو. لس زرګونو تنو ځوانو داوطلبانو او ښاريانو د يون دينګ سيند پر دواړو غاړو د دغه نندارتون په مرکز کې د لېرې واټن پلي کولو په يوه نړيواله سيالۍ کې ګډون درلود. دا لومړی ځل دی چې د دغه نندارتون د رسمي پرانيستلو مخکې د ازموينې په توګه د ځايي اوسيدونکو په مخ ښکارېږي . د دغه سيالۍ سرليک د ژوند، شين رنګ او باغوانی نندارتون مينه ده.

ليدل کېږي چې د دغه نندارتون عمومي ودانۍ ته نژدی د تايوان باغ د باڼسو ځنګلونو په چاپېر دی. د معلوماتو له مخې، د تايوان باغ پراخوالی اووه زره مربع متره دی او د حلقې په نامه ونومول شو چې مانا يې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د يووالي او همغږۍ ساتل دي او د تايوان د کرنې، ساينس او تخنيک تر سرليک لاندی به د ودانۍ په دننه کې د باد او لمر انرژۍ او د اوبو د پاکولو سيسټم د کارولو په شمول تخنيکونه او د ودانۍپه بهر کی د تايوان ډول ډول ګلان، نباتات او عصري کرنه نندارچيانو ته وښودل شي.

د دغه نندارتون د ادارې مرکز يو مسؤل خبريال ته وويل، چې د نندارتون پراخوالی ډېر لوی دی ، نو نندارچيانو ته د خدمت ورکولو په هکله به ٩٩ برقي بسونه کارول کېږي او هره ورځ پنځه ويشت زره او څلور سوه او څلويښت تنه نندارچيان انتقال کولای شي.

بر سېره پردې، په دغه نندارتون کې اووه ويشت رستورانتونه او د ډالۍ ديارلس پلورنځي شته دي چې يو ځل ٥٠٠٠ تنو نندارچيان پکې ډوډۍ خوري

نوموړي وويل، په دغه نندارتون کې ٦٨١ تشنابونه جوړ شوي چې له دې جملې څخه ١٥٠ لنډ مهالی تشنابونه او د معيوبينو لپاره اوولس ځانګړی تشنابونه شته.

 

د ازموينې په توګه د دغه نندارتون له پرانيستلو وروسته د بېجينګ د مترو د څوارلسم لمبر لين لويديځه برخه هم د می په پنځمه نېټه د ازموينې په غرض په کار ولويده. په عين وخت کې د عمومي بس نور اووه لينونه هم پرانيستل شوي چې نندارچيان په ميترو يا بس په مستقيم ډول دغه نندراتون ته رسېدای شي.

دغه مسؤل وويل، چې د دغه نندارتون په شاوخوا سيمه کې د دريو عمومي سړکونو او فرعی لارو په شمول ترانسپورتي سيسټم هم اباد شو او نندارچيان کولی شی چې د موټر په وسيله نندارتون وګوري. د دې ترڅنګ د موټرد درېدو په ځاي کې له لس زرو نه زيات موټرونه پکې ځايېږي .

نوموړي زياته کړه چې د خبريالانو د اړتياوو د پوره کولو لپاره په دغه نندارتون کې يو لوی مطبوعاتی مرکز جوړ شوی چې پراخوالی يې له يو زر مربع مترو څخه زيات دی او د عمومي ودانۍ په دوهم پوړ کې پروت دی. په دغه مرکز کې د مطبوعاتی دفتر، د خبريالانو کاري خونه او د مستقيمې خپرونې په اړه درې خونې شته. د خبريالانو په کاري خونه کې دېرش څوکۍ او وای فای شبکه نصبيږي او عام کمپيوټرونه هم ايښودل کېږي چې د خبرونو د ليکلو او خپرولو لپاره خبريالانو ته اسامتياوې برابرې شي.

دغه نندارتون به د می په اتلسمه نېټه په رسمي توګه پرانستل شي. د ازمويښني پرانيستنې په موده کې به د نندارتون د ودانيو د ابادولو، د سامانونو د کارولو او د نندارچيانو د خدمت کولو پلټنه او ازموينه ترسره شي او دغه موده به د می له پنځمې نېټې نه تر ديارلسمې نېټې پورې دوام ولری او د اټکل له مخې به هره ورځ شل زره تنه نندارچيان ومنل شی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای