CRI Online

په نړۍ کې ډېره پاکه سيمه _ تبت

cri     (GMT+08:00) 2013-10-22 18:04:47

 د تبت خپلواکه سيمه د چين په جنوب لويديځه برخه کې پراته ده او د نړۍ د بام په توګه بلل کېږي چې منځنی لوړوالی يې له سمندر سطحې څخه له څلورو زرو مترو نه لوړ دی. د تبت د خپلواکې سيمې پراخوالی يو مليونه او دوه سوه زره مربع کيلومتره ده، خو نفوس يې تر ٢٠٠٦ کاله پورې يوازی دوه مليونه او اته لکه او لس زره تنه و. د اکتوبر په دوه ويشتمه نېټه د چين د دولتي شورا مطبوعاتی دفتر د تبت د پرمختګ او انکشاف په اړه يو سپين کتاب خپور کړ. ويل کېږي چې په تېرو څو کلونو کې تبت چټک پرمختګ موندلی دی. په تېره بيا د ايکولويژيکي مدنيت د ابادولو په برخه کې. تر اوسه تبت په نړۍ کې له ډېرو پاکو سيمو څخه شمېرږل کېږي.

په دغه سپين کتاب کې ليکل شوي چې د تبت د خپلواکې سيمې حکومت د تبت د ايکولويژيک چاپيريال او د په زړه پورې طبيعت د ساتنې په موخه ډېر زيار باسي. په تېره بيا د تېرو څو کلونو راهيسې تبت ته د چيني او بهرنيو سيلانيانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي، نو د چاپيريال د ساتنې دنده ګام په ګام درنده کېږي. اوس په تبت کې د بېلا بېلو ډولونو طبيعت ساتونکی سيمو شمېر اوه څلويښتو ته رسېدلی چې له دې جملې څخه نهه د دولت په کچه، څوارلس د خپلواکې سيمې په کچه او څليرويشت د ولسوالۍ په کچه دی. د دغو ساتونکو سيمو عمومي پراخوالی څلور سوه او ديارلس زره او اووه سوه مربع کيلومتره دی چې دغه شمېر د تبت د خپلواکې سيمې په عمومي پراخوالي کې دری دېرش اعشاريه نهه فيصده نيسي او په چين کې لومړی مقام نيسي. په تبت کې په دولتي کچه يو سل او پنځه ويشت ډوله وحشي حيوانات ژوند کوي او په دولتي کچه نهه دېرش ډوله وحشي نباتات هم په يادو شويو ساتونکو سيمو کې په ښه توګه ساتل کېږي. بر سېره پردې، تبت په جدي توګه د ځنګلونو د پرېکولو د پيمانې کنترول کوي او د نباتاتو د ساتلو په هکله د مالداري سيمې پراخوالي يې کم کړی دی. نو تبت د ځنګلونو او څړ ځايونو د ساتلو په برخه کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړيدي. اوس په ټوله خپلواکه سيمه کې د ځنګلونو د جوړولو پراخوالی دری اويا زره او اووه سوه هکتارو ته رسېدلی او د ځنګلونو د ساتلو په هکله د ساتونکو غرني سيمو پراخوالی دری سوه او اته دېرش زره او اووه سوه هکتارو ته رسېدلی دی. اوسمهال په تبت کې د ځنګلونو د پوښل انډول يوولس اعشاريه نهه سلنې ته رسېدلی دی. د شمېرنې له مخې، د ٢٠١٢ کال تر پايه پورې په تبت کې د طبيعی څړ ځايونو پراخوالی پنځه اتيا مليونه او يو سل او لس زره هکتارو ته رسېدلی دی.

په دغه سپين کتاب کې ليکل شوي چې تبت د اوسني نړۍ له ډېرو پاکو سيمو څخه يوه سيمه ده چې هوا يې پاک او اوبه يې هم ډېرې پاکې دي.

لا سا ښار د تبت مرکز دی. نو که سيلانيان تبت ته ولاړ شي، لومړی ښايی لا سا ښار ته ورسېږي. په لاسا ښار کې يوه ماڼۍ په نړۍ کې ډېر شهرت لري چې بو دا لا ګونګ نوموېږي. نو که تاسی تبت ته سفر وکړئ، خامخا له دغې ماڼۍ څخه ليدنه وکړئ. د بو دا لا ماڼۍ چې تاريخ يی له يو زر او دری سوو کلونو څخه اوښتی دی، د چين د تبت خپلواکې سيمې د لا سا ښار په مرکز کې پرته ده. دغه ماڼۍ په نړۍ کې د سمندر له سطحې څخه تر نورو ډيره لوړه او په ښه توګه ساتل شوی ماڼۍ ګڼل کېږي. د دغې ماڼۍ په اړه يوه کيسه هم شته چې ويل کېږي دغه ماڼۍ په اوومه پيړۍ کې د تبت پاچا د تانګ امپراتوري دورې د وين چن په نامه له شاهزادګې سره د واده لپاره جوړه شوې ده. د دغې ماڼۍ عمده ودانۍ ديارلس پوړيزه ده او له ډبرو او لرګيو څخه جوړه شوې ده، او د ټولې ماڼۍ پراخوالی يې څلور سوه زره مترو مربع ته رسېږي. دغه ماڼه اوس د تبت قوم د لرغونې ودانۍ غوره اثر ګڼل کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای