CRI Online

ګان سو ولايت ته سيل

cri     (GMT+08:00) 2013-11-05 08:44:34

ګان سو ولايت د چين د ژيړ سيند په پاسنۍ برخه کې د هوانګ تو په لوړه کې او د داخلي مغولستان لوړې او د چينګ های _ تبت لوړې د تقاطع په نقطه کې هم واقع دی چې د چيني ملت د تمدن سرچينه ګڼل کېږي.

که له لوړې فضا څخه کښته وګورئ، د ګان سو ولايت بڼه د ختيځې او لويديځې خوا تنګه او د جنوبي او شمالي خوا اوږده ښکاري . د دغه ولايت په ګوټ ګوټ کې غرونه، لوړې، درې او صحراوې ليدل کېږي. په دغه ولايت کې د باران د اوريدو کلنی منځنی اندازه له سل ملېمترو څخه ټيټه وي ، خو د اوبو په بخار د بدلون اندازه له دوه زره مليمترو نه زياتېږي. نو له دې امله د ګان سو ولايت هوا ډيره وچه ده او د اوبو کمښت ډېری دی.

که څه هم د ګان سو ولايت پراخوالی په چين کې يوازی اووم مقام نيسي، خو په دغه ولايت کې د کاربن فولادو او د بې زنګه فولادو د توليدولو ډېره مهمه اډه شته چې د جيو چيوان د اوسپنې او فولادو توليدولو شرکت دی. په ٢٠١٣ کال کې دغه شرکت د چين په پنځو سوو لويو توليدي تصديو کې دوه څلويښتم مقام ونيو. ويل کېږي چې دغه شرکت د ځايي اقتصاد د ملا د تېر حيثيت لری.

جانګ يی ښار د ګان سون ولايت په شمال لويديځ کې پروت دی چې د وريښمو په لرغونۍ لار کې يو مهم ښارګوټی و او په قديمي زمانه کې دغه ښار د شمالي جنت په توګه بلل کېده ، نن ورځ جانګ يی د چين د غلودانو، سبزيو او ميوو له لويو توليدي اډو څخه شمېرل کېږي . جانګ يی ښار تل د طبيعت درناوی او د ايکولوژيکي چاپېريال ساتنې ته د لومړيتوب اهميت ورکوي او د دولت په کچه د لندې ځمکې باغونو د ابادولو او د اقتصاد د پرمختګ او د چاپيريال د ساتلو ترمنځ د همغږۍ لپاره کوښښ کوي چې له امله يې د پر له پسی پرمختګ نوی لارې چارې ولټول شوې .

بې پايه صحرا د ګان سو ولايت ځانګړی سيلانيزه سرچينه هم ده. د ګان سو ولايت د لرغوني تاريخ او د چيني ملت او تمدن د سرچينې په درلودلو سره له لرغونی زمانې راهيسې له نورو هېوادونو او سيمو سره د خپلې اقتصادي او کولتوري راشې درشې يوه مهمه لاره ده چې په دغه ولايت کې د وريښمو له يو زر او شپږ سوه کيلومترو څخه اوږده لاره غځېدلې ده .

په دون هوانګ کې چې په ګان سو ولايت کې پروت دی، د چين د امپورطوری زمانې راپدېخوا د دوو زرو کلونو لپاره د چين د تاريخ په اړه ډېری څرګند او ځلانده فصل ښه ساتل شوی دی. د چين د دون هوانګ کولتور په اړه فقيد مشهور کارپوه شي شيان لين ويلي وو چې د چين، هند، يونان او اسلام په شمول څلور نړيوال کولتوري سيسټمونه په دون هوانګ کې يوځاي شوي دي چې تاريخ يې لرغونی، مساحت يې پراخ، سيسټم يې بشپړ او اغيزې يې ژورې دي. خو د دغو څلورو کولتوري سيسټمونو په منځ کې يوازی يوه تقاطع دون هوانګ دی.

په دون هوانګ ښار کې مو ګاو کو غارونه په نړۍ کې د نړيوالې هنري خزانې په توګه او د ماې جي غره ډبرين غار هم د ختيځو مجسمو موزيم په توګه ډير شهرت لری . بر سېره پردې، د لوي ديوال په اوږدو کې د ګان سو ولايت د يوو من او يانګ ګوان په نامه مشهور تاريخي اثار او د جيا يو ګوان په نامه ستر برج هم د سيلانيانو د ليدووړ ځايونه دي. د دې ترڅنګ د يو يا په نامه چينه، د منګ شا شان غره او د مينګ يوو برج هم په چين کې ډېر مشهور سيلانيز ځايونه دي. ويل کېږي چې دغه غنی سيلانيزې سرچينې د ګان سو ولايت د اقتصاد د پر له پسی پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک ګرځي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای