CRI Online

د ٢٠١٤ کال لپاره نړيواله توريستی غونډه به په راتلونکی اپريل کې په سان يا ښار کې تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2013-12-31 12:37:12

د ٢٠١٤ کال لپاره نړيواله توريستی غونډه به د ٢٠١٤ کال د اپريل له درويشتمې نېټې نه تر پنځه ويشتمې نېټې پورې د چين د های نان ولايت په ښکلي سان يا ښار کې د چين د دولتي توريستي ادارې، د های نان ولايت او نړيوال توريستي شورا لخوا په ګډه جوړه شي. په هغه وخت کې به د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو څه باندې اته سوه استازي پکې ګډون وکړي.

د معلوماتو له مخې، د دغې غونډې سرليک د بدليدونکې نړۍ او نوې نظريه ده او اته موضوعات به په کې تر بحث لاندې را شي چې مثلاً سيل او سفر په نړۍ کې يو ډول مهرمان ځواک دی، پر سيلانۍ باندی د اسيا د اقتصاد، سياست او د نفوس بدلون اغيزې او د سيلانيزو چارو نوی دنده او داسی نور.

د غونډې د تشکيلاتي کميټې يو مسؤل خبر ورکړ چې اته سوه نړيوال استازي به د بلنې په اثر په دغه غونډه کې ګډون وکړي چې د نړيوال توريستي شورا غړي او د سلانيزو تصديو مسؤلين، د نورو هېوادونو د سيلانيزو چارو وزيران، مشهور توريستي کارپوهان او د عمده نړيوالو خبري رسنيو استازي به پکې شامل وي

د نړيوال توريستي شورا چې د دغې غونډې يوه تشکيلاتي خوا ده، په ټوله نړۍ کې د توريستي چارو لارښوونکی سازمان دی او غړي يې د ډېرو مشهورو توريستي شرکتونو او تصديو له سلو مشرانو څخه عبارت دي، نو ويل کېږي چې دغه غونډه يوه عالی رتبه غونډه ده. په سان يا کې د دغې غونډې له جوړېدو څخه څرګندېږي چې دغه شورا په توريستي چارو کې د چين لخوا ترسره شوي کوښښونه منلي او په های نان ولايت کې د سيلانۍ پرمختګ او دغه فعاليت ته په ډېره درنه سترګه ګوري او ورڅخه پوره ملاتړ کوي.

د معلوماتو له مخې، د های نان ولايت ګوندي کميټه او حکومت دغې غونډې ته هم په ډېره درنه سترګه ګوري او په وخت د بېلا بېلو مقدماتي کارونو د تطبيق لپاره تدبيرونه نيسي څو چې برخوالو استازو ته ښه خدمتونه ترسره کړي. د دې ترڅنګ د چين د دولتي توريستي ادارې او د های نان ولايت د حکومت له سلامشورې وروسته د ٢٠١٣ کال د جون په شپږويشتمه نېټه د دغې غونډې په اړوند مقدماتي ډله جوړه شوې او مشران يې د چين د دولتي توريستي ادارې مشر شاو شي وي او د های نان ولايت مشر جيانګ دينګ جي دي.

د های نان ولايت اړوند مسؤل ويلي چې دغه غونډه د نړيوالو توريستي چارو او د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د تبادلې لپاره ډېره ډېره ښه صحنه ده او د چين توريستي شرکتونو ته به له نړيوالو دوستانو سره د ښه تګ راتګ او راکړې ورکړې يو ډير ښه فرصت وروبښل شی . های نان ولايت به د دې فرصت په نيولو سره په جدي او مؤثره توګه د دغې غونډې د بريالۍ جوړونې لپاره اړونده مقدماتي کارونه تر سره کړي. هيله ده چې د دغې غونډې په جوړېدو سره په نړۍ کې د هاي نان ولايت شهرت لوړ شی او لا زيات بهرني سيلانيان هاي نان ته لاړ شي.

د معلوماتو له مخې، د چين مرکزي حکومت د ٢٠١٠ کال په جنورۍ کې د نړيوال توريستي ټاپو په توګه د های نان ولايت د جوړولو په اړوند د څو وړانديزونو په نوم يو سند خپور کړ چې له مخې يې د نړيوال توريستي ټاپو په توګه د های نان د ابادولو غټ پلان هم پيل شو. يقين دی چې تر ٢٠٢٠ کال پورې له دغه ولايت څخه په نړۍ کې ډېر مشهور توريستي ټاپو ودان شی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه رارسيدونکوسيلانيانو ته تود هر کلی وويل شی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای