CRI Online

ګړندی اورګاډۍ د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې د توريستی چارو د چټکتيا سبب ګرځيدلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2014-01-14 17:39:03

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! د ٢٠١٣ کال د دسمبر په اته ويشتمه نېټه د چين د بېجينګ او د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې د ګوي لين ښار ترمنځ لومړنی ګړندی اورګاډۍ په کار اچول شو. د دې پر رڼا د ګوانګ شي توريستي چارې به د چټک پرمختګ په لاره کې ګام پورته کړي.

د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکه سيمه د چين او جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ يوه کړکۍ ده. د ګړندي اورګاډۍ له لارې به د ګوانګ شي په شاوخوا سيمه کې يو نوی توريستي چوکاټ اباد شي.

د ګوانګ شي د سيلانيزو چارو ادارې مشر چن جيان جيون وويل، چې د ګړندی اورګاډۍ په کار اچول د ګوانګ شي د سيلانۍ لپاره د تاريخي فرصت په توګه ګنل کېږي. ګوانګ شي به د ګړندي اورګاډيو شبکې د جوړولو تر څنګ د ګوی لين او شمالي خاليج په اړه دوه سيلانيزې سيمې قايمې کړي. دوهم، ګوانګ شي به له ګاونډيو هېوادونو سره توريستي همکارۍ پياوړې کړي او نړيوالې توريستي کرښې به طرحې کړي.درېيم، دوی به د سيلانيزو توليداتو د استخراج او توليد لپاره زيار وباسي، ترڅو توريستي بازاري اړتيا پوره کړي.

د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکي سيمې حکومت د تېر کال په جولای مياشت کې يوه توريستي کاري غونډه جوړه کړه او تائيده يې کړه چې سيلانی د ګوانګ شي له پرمختيايي حالتو سره سمون خوري او په پوره توګه د ګوانګ شي ځانګړتياوې او سرچينې څرګندوي. د شمېرنې له مخې، د ٢٠١٣ کال په يوولسو مياشتو کې څه باندې دری مليونه او اووه سوه او اوولس زرو بهرنيو سيلانيانو ګوانګ شي ته سفر کړی دی چې د سفر وخت يې له دوو ورځو نه زيات وو او دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوولس اعشاريه دری اتيا زيات شو. په عين وخت کې دغې سيمې ته د چيني سيلانيانو شمېر له دوه سوه او ديارلس مليونو تنو څخه هم اوښتی دی چې د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يوولس اعشاريه دری سلنه زيات شوې دی. په ٢٠١٣ کال کې د ګوانګ شي سيلانيزې ګټې ښايی له دوو سوو مليارډو يوانو څخه هم اوښتی وي.

د ګړندی اورګاډۍ د کارولو سره سم، د ګوانګ شي او د چين د نورو ځايونو ترمنځ ترافيکي سيستم ساده کېږي. د دې ترڅنګ د ګوانګ شي او د جنوب ختيځي اسيا د هېوادونو ترمنځ سيلانيزې همکارۍ هم نژدی شوی دی. د معلوماتو له مخې، د جنوب ختيځې اسيا هېوادونه ګوانګ شي ته د بهرنيو سيلانيانو عمده سرچينه ده. نو ويل کېږي چې ګړندی اورګاډۍ د ګوانګ شي د سيلانۍ د پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري.

ښاغلي چن جيان جيون وويل، چې اوس د جنوب ختيځي اسيا د هېوادونو ټولنه د اروپايې ټولنې په شان د دغې ټولنې په چوکاټ کې د سيلانيز يووالی بهېر پياوړی کوي چې کله يو سيلانۍ د دغې ټولنې د يو غړي هېواد ويزا اخلي، نورو غړيو هېوادونو ته د ويزا په نه لرلو سره سفر کولای شي. ښايی چې دغه پلان په راتلونکو پنځو کلونو کې پلی شي. ګوانګ شي به پر دې نسبت د يو لړ تدبيرونو په نيولو سره له دغو هېوادونو سره خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

د شمېرنې له مخې، اوس مهال هر کال ګوانګ شي ته د بهرنيو سيلانيانو شمېر له دری مليونو څخه هم زيات دی چې له دې جملې څخه له نيمې نه زيات سيلانيان د جنوب ختيځي اسيا له هېوادونو څخه راځي. د پاملرنې وړ ځای دا دی چې د دغه شمېر زياتوالي کلنۍ انډول شل سلنې ته رسېږي. په تېره بيا له اندونيزيا، ويتنام او ماليزيا څخه ګوانګ شي ته د سيلانيانو شمېر د زياتوالي کلنی انډول دېرش سلنې ته رسېږي.

د څيړونکو په اند، د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ازادی سوداګرۍ سيمې د ابادولو سره سم به په هره ساحه کې دوه اړخيزې همکارۍ او تبادلې پياوړی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای