CRI Online

د چين سان يا ښار ته سيل

cri     (GMT+08:00) 2014-03-11 15:59:38

د چين د های نان ولايت د سان يا ښار د سيلانۍ پيژندنې يوه غونډه د مارچ په لسمه نېټه د پولنډ په پايتخت وارسا کې تر سره شوه. برخوالو د پولنډ سيلانيانو ته د سان يا ښار د سيل په اړه زيات معلومات معرفی کړل.

سان يا ښار د چين د های نان ولايت دوهم لوی ښار دی او په چين کې يوازنی ساحلی سيلانيز ښار هم دی چې په استوايي سيمه کې پروت دی. سيلانيان په سان يا ښار کې له غنی توريستي سرچينو، ځلانده قومي کولتور او په زړه پورې لاسي اثارو څخه خوند اخيستلی شي. سان يا ښار د های نان ولايت په جنوبي برخه کې پروت دی چې د امريکا د هاوايي او د مکسيکو د کانکون په شان د شمالي عرضابلد په اتلسو درجو کې واقع دی. ويل کېږي چې ځلاندې وړانګې، د سمندر اوبه، د سمندر غاړه، شنې ونې او پاک هوا د سان يا ښار د ليدو وړ توريستي سرچينې دې. په دغه ښار کې د يو کال له ٣٦٥ ورځو څخه له درې سوو نه په زياتو ورځو کې اسمان شين وي. په دې ځای کې ژمی نه شته، د يو کال د منځنۍ تودوخې درجه د سانټېګراد په کچه ٢٥.٤ وي او دغه ښار د وړانګې ښار او د خوب سان يا په نوم هم يادېږي. دا هم د سيلانيانو د راجلب وړ مهم ټکي دي.

د سان يا ښار د توريستي پرمختګ د کميټې مرستيال جنګ څونګ هوې وويل چې د سان يا ترافيکي شبکه بشپړه شوې ده، د بېلګې په توګه په سان يا ښار کې نړيوال هوايي ميدان، ګړندۍ اوسپنيزې لارې، ګړندي سړکونه او د غټو بيړيو تم ځايونه موجود دی. د دې ترڅنګ په دغه ښار کې له ٢٥٠ نه زيات هوټلونه هم شته چې سويه يې لوړه ده او هر کال څه باندې ١٥ مليونو تنو سيلانيانو ته خدمتونه برابروي. په ٢٠١٠ کال کې د چين دولتي شورا د يو نړيوال توريستي ټاپو په توګه د های نان ولايت د ابادولو په اړه يو سند خپور کړ چې له مخې به يې های نان ولايت تر ٢٠٢٠ کال پورې د يو نړيوال توريستي ټاپو په توګه اباد شي. د لا زياتو بهرنيو سيلانيانو د راجلبولو په هکله د چين مرکزي حکومت د های نان ولايت لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړه او له دغه ولايت څخه بهرني سيلانيان امتياز هم اخيستی شي. د بېلګې په توګه بهرني سيلانيان يوازې د ويزې په درلودلو سره های نان ولايت ته تللی شي او دغه ولايت ته له رسېدو وروسته تذکره هم لاسته راوړلی شي او له دې لارې بهرنيان په های نان ولايت کې د پنځلسو ورځو لپاره پاتی کېدای شي.

های تانګ وان چې د سان يا ښار په شمال ختيځه برخه کې پروت دی، د ٢٢ کيلومترې په اوږدوالی ساحلي کرښه لري او له يا لونګ وان، دا دونګ های وان، سان يا وان او يا جو وان سره د سان يا په پنځو مشهورو ساحلي سيمو کې شاملېږي. د يا لونګ وان او دا دونګ های په پرتله د های تانګ وان فضا ارامه ده او ګڼه ګوڼه پکې نه ليدل کېږي. سيلانيان په های تانګ وان سيمه کې د شيانو له اخيستلو څخه هم خوند اخيستلی شي، ځکه چې په دې سيمه کې هر سيلانۍ د شيانو د اخيستلو په وخت کې هغه امتياز تر لاسه کولای شي چې د اخيستل شويو شيانو له عمومي بيو څخه د ١١٪ مالياتو په ارزښت پيسې کمې کړي. اوس په های تانګ وان سيمه کې يو نړيوال سوپرماکيټ هم د ابادولو په بهېر کې دی چې په کې د ټولو شيانو بيې به د نورو ځايونو په پرتله ټيټې وي، ځکه چې بيې يې له مالياتو څخه عبارت نه دی. بر سېره پردې، په دې ځای کې ٣٢ غوره هوټلونه د ابادولو په بهېر کې هم دی چې ورڅخه لس هوټلونه اوسمهال په کار اچول شوي دي.

د تېرو څو کلونو راهيسې په سان يا ښارکې د نړيوالو سيلانيانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي. په سان يا ښار کې د هر کال له سپتمبر مياشتې څخه د بل کال تر مارچ مياشتې پورې د سيلانۍ ډېر ښه فصل وي. هوا يې معتدله وي، خو د سيلانۍ لګښت يې د نورو فصلونو په پرتله لږ څه قيمت وي. نو که سيلانيان د هر کال له اپريل مياشتې نه تر اګيست مياشتې پورې سان يا ښار ته د سيل لپاره لاړ شي، نو لګښت به يې کم وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای