CRI Online

د عر شان ښار په زړه پورې طبيعي منظرې

cri     (GMT+08:00) 2014-05-01 16:42:08

عر شان ښار د چين په شمال د داخلي مغولستان په خپلواکې سيمې کې پروت دی او پوره نوم يې هالون عر شان دی، چې په مغولي ژبه کې د تودو مقدسو اوبو مانا لری . عر شان ښار د يوه ښکلي سيلانيز سرحدي ښار په توګه د ځنګلونو، څړځايونو، د اورغورځوونکو غرونو، د تودو اوبو د چينو په وسيله چاپير شوی دی او د په زړه پورې طبيعي منظرو له امله په نړۍ کې ډېر شهرت لري. سيلانيان په دې ځای کې د لمر له وړانګو ، پاکې هوا او شنو ونو څخه خوند اخيستی شي او سلانيزې سرچينې يې هم په نړۍکې ډيرې غني دي.

د کال په څلورو موسمونو کې د عر شان ښکلۍ طبيعي منظرې هم بېلا بيلې ښکاري . مثلا د نورو ځايونو په پرتله په عرشان کې پسرلی وروسته راځي . څو چې په غرونو کې واورې په پوره توګه نه وي ويلي شوي، د ازاليا په نامه ګلان په غرونو کې غوړيږي چې ته به وايي دا بلکل د ګلانو د سمندر غوندې دی او د سپينو واورو په رڼا کې ګلابي ګلان او د ګلابي ګلونو په رڼا کې سپينې واورې نوره هم ښکلا ورکوي . په عين وخت کې د کاج دنګې دنګې ونې شنې کېږي او غرونه رغونه هم ورو ورو په شنو ونو پوښل کېږي چې مرغان په ځنګلونو کې سندرې وايي او د پاکو رڼو اوبو روانې ويالې تر سترګو کېږي ، په دې وخت کې د پسرلي ګامونه په پټ ډول نژدی کېږي. کله چې د پسرلي لومړی باران اوري، په عرشان کې پسرلی په رښتيا رارسيږی.

د دوبي موسم د دښتې ډير ښکلی موسم دی چې په عرشا کې څلور پراخې دښتې واقع دي . په دې ګرم موسم کې د هېواد په نورو ځايونو کې هوا ډيره توده وي ، خو د عر شان د هوا د تودوخې درجه د نورو ځايونو په پرتله ټيټه وي، نو خلک له ګرمۍ څخه د ځان ژغورلو لپاره دلته راځي . ټولو ته معلومه ده چې ځنګلونه شنه خزانه ده . په عر شان کې په سلو کې ٨٦ ځمکې په ځنګلونو او په سلو کې ٩٥ ځايونه په شنو نباتاتو پوښل شوي دي. د دې ښار په شاوخوا کې د دولت په کچه د ځنګلونو دوه پارکونه، يو جيالوژيکی باغ، يوه لمده او يوه منظره لرونکې سيمه پرته ده چې له امله يې د عرشان په هوا کې اکسيجن ډيردي . نو ويل کېږي چې عرشان د سيل او د وګړو د روغتيا لپاره ډير ښه او ګټور ځای بلل کېږي.

په عرشان کې د هالاها په نوم د اورغورځوونکي غرونه په چين کې ډير مشهور دي او د ګڼوالي له نظره په نړۍ کې هم کم ليدل کېږي، هغه جهيلونه چې د اورغورځوونکو غرونو په خولو کې د کلونو کلونو راهيسې رامنځته شوې ، ډير ښکلي دي او غني جيالوجيکي ارزښت لري، په تيره بيا تر ځمکې لاندې د تودو او يخو معدني اوبو ډيرې چينې هم پرتې دي او د اوبو زيرمه يې ډيره غني ده ، د بېلګې په توګه د وولي چيون په نوم له چينې څخه هره ورځ د ځمکې د درېو زرو مترو له ژوروالي څخه يو زر څلور پنځوس ټنه اوبه پورته کېږي او ديارلس ډوله عناصر پکې شامل دي چې دغه ډول اوبه پرته د څښلو نه د ناروغيو د علاج لپاره هم ګټورې دي ځکه چې د رادن په نوم عنصر پکې ډيری دي او دغه ډول عنصر د زياتو ناروغيو د درملنې لپاره مثبت رول لوبوي .د عرشان ښار مشر ليو وي دونګ په وينا په عرشان کې د چينو د شمير او په اوبو کې د عناصرو د ډولونو له نظره په نړۍ کې لومړی ځای لري.

برسيره پردې د ژمي په موسم کې په عرشان کې د واورې د اورېدو موده اوه مياشتې نيسي يعنې د سپتمبر له وروستۍ لسيزې څخه د بل کال د می تر لومړۍ لسيزې پورې واوره اوري ، نو عرشان د سکي وهلو لپاره هم ښه ځای دی او په دې ځاي کې هر تن د سکي وهلو يو ښه لوبغاړی دی. کېدای شی چې سيلانيان تر سکي وهلو وروسته د اويا زرو هکتارو په مساحت د توس ځنګلونو سيل هم وکړي يا په چنګک سره کبان ونيسي او يا د تودو اوبو په چينه کې لامبو ووهي څو چې ستړتياوې دې لېرې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای