CRI Online

د نين شا د شاپوتو ريګستان سيل

cri     (GMT+08:00) 2014-05-01 16:50:19

شاپوتو يو ريګستان دی چې د چين د شمال لويديځ نين شا د هوي قوم د خپلواکې سيمې د جونګوي ښار ته نژدې واقع دی او پراخوالی يې ديارلس زره هکتاره ځمکه نيسي. په دې ريګستان کې د تنګلي په نوم د صحرا منظرې، وحشي څاروي او نباتات د ساتلو وړ دي. د يادې صحرا په جنوب ختيځه څنډه کې څړ ځايونه او دښتې دي چې٤٢٢ ډوله نباتات او١٥٠ ډوله څاروي پکې پيدا کېږي او د اسيا په مرکزي برخه کې له دې دښتې څخه د شمالي معتدلې ناحيې د انتقال په بهير کې بيالوژيکي نړۍ ترې ښکاري. نوموړې ساتونکې سيمه د شګو د مخه نيولو او اداره کولو په هکله يوه نمونه ده او د بيالوژيکي سرچينو زېرمتون هم بلل کېږي ، نو د علمي څيړنې لپاره ډير ارزښتونه لری.نوموړې ساتونکې سيمه د سمندر له سطحې نه١٢٠٠ متره جګوالی لري او هوا يې ډيره وچه ده چې د تودوخې تر ټولو لوړه درجه يې ٣٨ او تر ټولو ټيټه درجه يې منفي٢٥ ته او منځنۍ درجه يې نهه اعشاريه شپږو ته رسيږي . په کال کې د اورښت منځنۍ اندازه يې ١٨٦ مليمتره ده. د دوبي او اوړي موسمونه ددې سيمې د سيل ښه موسمونه دي .

د شاپوتو سيل ښه پروګرام د شګلنې غونډۍ له سر څخه د ښوئېدو لوبه ده ، سيلانيان کولی شي چې د سلو مترو له جګوالي يعنې د شاپوتو غونډۍ له سر څخه د چوکۍ د ښوئېدو په وخت کې د ځانګړو جغرافيايي او جيولوژيکي ترکيباتو له کبله يو ډول عجيب غږ تر پورته کېږي . يو بل ښه پروګرام يې د شاپوتو غونډۍ په شمال کې د تنګلي بې حده صحرا سيل دی. سيلانيان کولی شی چې هلته د اوښانو په سپرلۍ د صحرا ښکلۍ منظرې وګوري او عکس واخلي. دغه راز هم کولی شي چې د څرمني کښتۍ په وسيله د چين له دوهم لوی ژيړ سيند څخه هغې غاړې ته پورې شي.

نين شا د چين د سيلانيزو ټولنو لخوا په چين کې د سيلانيزو چارو د اخري نامزروعي ځمکې په نامه ونومول شوه . څرنګه چې هلته ډېرې ښکلۍ منظرې ليدل کېږي ، نو د ٢٠٠٥ کال د اکتوبر په مياشت کې د تنګلي صحرا د چين د شلګونو اکاډميکانو او سلګونو پوهانو لخوا د چين په پنځو ښکليو صحراګانو کې انتخاب شوه، برسيره پردې هلته د سيل ځايونه هم ډير دي ، ، نو د٢٠٠٤ کال د اکتوبر په مياشت کې د چين د مرکزي تلويزيون لخوا د چين له لسو سيل وړ ځايونو څخه وشميرل شوه .

د شاپوتو په سيلانيزه سيمه کې صحرا ، ژيړ سيند ، جګ غرونه او واښه تر سترګو کېږي چې طبيعي منظرې يې ځانګړې او کولتوري منظرې يې غني دي،نو دغه ډوله سيمه د سيلانيزو ټولنو د پوهانو لخوا د نړۍ د انحصارلرونکې سيلانيزې سرچينې په توګه وبلل شوه. د شاپوتو سيلانيزه سيمه په چين کې د لومړۍ ډلې په توګه د څلورو اې په درجه سيلانيزه سيمه غوره شوه او په چين کې لومړۍ سيمه ده چې د دولت په درجه د صحرايي چاپيريال د ساتونکې سيمې په حيث ګڼل کېږي.

شاپوتو چې د شګو د اداره کولو په برخه کې يې ښې لاسته راوړنې ګټلې ،په دې ووياړل شوه چې په١٩٩٤ کال د م م لخوا د نړۍ له پنځو سوو غوره چاپېريال لرونکو يونټونو څخه وشمېرل شوه، پرته له دې نه شاپوتو نور د فخروړ لقبونه هم وګټل او د ٢٠٠٧ کال د مې په اتمه نېټه دغه سيمه د دولت په درجه د پنځو اې په درجه د سيلانيزې سيمې په توګه انتخاب شوه .

د يادولو وړ ده چې په شاپوتو کې په شګو د ښوئيدو تر ټولو لوی ډګر شته چې اوږدوالی يې اته سوه متره دی . د طبيعي منظرو د ليدو او په شګو د ښوئيدو د لوبو کولو په عين وخت کې سيلانيان هم کولی شي چې ځايي خوراکونه وخوري او قومي نندارې وګوري .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای