CRI Online

د اور غورځوونکو غرونو سيل (١)__د وو دا ليان چه په نوم منظرې لرونکې سيمې ته سفر

cri     (GMT+08:00) 2014-05-01 16:59:18

د چين په شمال ختيځ کې شمالي کوريا ته نژدې په غرنۍ ناحيه کې د وو دا ليان چه په نوم منظره لرونکې سيمه د هې لونګ جيانګ ولايت په منځني شمال کې پرته ده چې له هاربين ښار څخه ٣٨٠ کيلومتره او له هې هه ښار څخه ٢٣٠ کيلومتره واټن لري او پراخوالی يې ١٠٦٠کيلومتره مربع دی.

ددې پراخې سيمې د ځمکې ځانګړتيا دا ده چې ډير خاموش شوي اورغورځونکي غرونه رغونه پکې پراته دي ، نو د چين د اورغورځونکو غرونو د موزيم په نوم هم ياديږي . له دې امله چې په دې ځاي کې په اوبو کې غني معدني شيان هم شامل دي ، د ناروغيو د علاج لپاره ښه اغيزه لري . نو وو دا ليان چه سيمه د چين د معدني اوبو سرچينه هم بلل کېږي. په دې سيمه کې ١٤ اورغورځونکي غرونه پراته دي چې له دې جملې څخه دوولس غرونه له دوولسو ميلونو کلونو نه تر يو مليونو کلونو پورې رامنځته شوي دي. دوه نور يې له اوولس سوه نولسم کال نه تر اوولس سوه يوويشتم کال پورې وچاودېدل چې په چين کې له ډېرو تازه خاموش شويو اورغورځونکو غرونو څخه عبارت دي. په دې سيمه کې هوا پاکه او چاپيريال ښکلی دی چې د علمي څيړنې، سيلانۍ او د بيا روغتيا لپاره ډېر په زړه پورې ځای ګڼل کېږي. د چان باي شان منظرداره ناحيه د يادولو وړ ده چې نه يوازې پکې دنګ دنګ غرونه ليدل کېږي، بلکې د خاموش شوی اورغورځوونکي غره په خوله کې ښکلی جهيل چې په چيني ژبه اسماني جهيل په نوم يادېږي، د يوې هېندارې غوندې ځلېږي او اوبه يې ابی رنګه دي ، خو په ژمي کې دغه جهيل لکه يوه سپينه قيمتي ډبره مبهمه ښکاري

تر اوسه پورې، دغې سيمې د نړۍ په کچه دوه او د دولت په کچه يوولس ډوله وياړونه ګټلي دي . مثلاُ دغه سيمه د نړۍ په کچه د جيالوژيکی باغ او له نباتاتو او حيواناتو سره د انسانانو د همغږۍ د ساتونکې سيمې په نوم ونومول شوه . دغه راز دغه سيمه د چين د دولت په کچه د جيالوژيکی باغ په نوم ووياړل شوه او د چين له ډېرو څلويښتو غوره سيلانيزو ځايونو څخه وشمېرل شوه. په ياده سيمه کې د سيل اووه ناحيې، اته عجيب او له سلو نه زيات منظرداره ځايونه ليدل کېږي. د بېلګې په توګه، اوبه له ختيځي خوا لويديځې خوا ته بهېږي، موټر پخپله له ټيټ ځای څخه لوړ ځای ته پورته کېږي ، د دوبي په ګرم موسم کې د واورې او کنګلونو سيل هم تېر کېږي او په ژمي کې نباتات وده کېږي.

د دې ترڅنګ د وو دا ليان چه د اورغورځوونکي غرونه د امريکا د هاوايی اورغورځونکی غر، د هند په سمندر کې د ليونيوان اورغورځونکي غر، د فرانسې په مرکزي لوړه کې اورغورځونکي غر او په يوګانډا کې د تولو انکور غورځونکي غر غوندي د ځانګړتيالرونکی جيالوژيکي چاپيريال له امله په نړۍ کې ډير شهرت لري. بر سېره پردې، د وو دا ليان چه معدني اوبه د نړۍ له ډېرو مشهورو دريو سړو چينو څخه هم شمېرل کېږي.ځکه چې دغه ډول معدني اوبه د اوسپنې، سليکان، منګنيزيم او کلسيم له معدني موادو څخه ډکې دي، نو د ځينو ناروغيو د علاج لپاره اغيزمنې دي ، نو په چين کې د طبي چينې او مقدسو اوبو په نوم يادېږي.

په وو دا ليان چه سيمه کې پر اورغورځوونکو غرونو او معدني اوبو سربېره، د نباتاتو او حيواناتو ډير ډولونه موجود دي چې څه باندې ١٠٤٤ ډوله نباتات چې ٤٧ ډوله يې ډير کم ليدل کېږي ، دغه راز ١٢١ ډوله وحشي څاروي مثلا هوسۍ ، يږ ، لګ لګ او د اوبو کبان هم پکې پيدا کېږي ، د مثال په توګه اتيا ډوله پتنګان پکې پيدا کېږي ، په تيره بيا د اپولو په نوم پتنګ په نړۍ کې ډير ارزښتناک دی. ويل کېږي چې وو دا ليان چه سيمه يو غوره او غني جيالوژيکي کتاب دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای