CRI Online

د ((جنيو جای ګوه ))په نامه د منظرې لرونکې سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2014-06-03 15:08:57

(( جيو جای ګوه)) د چين د دولت په کچه يوه په زړه پورې منظره لرونکې سيمه ده او د م م د تعليمي، علمي او ثقافتي سازمان لخوا د طبيعي ميراثونو په نړيوال لېست کې شامله شوې. دغه سيمه د سي چوان ولايت په لويديځ د ابا د تبت او چيانګ قومونو د خپلواکې سيمې د (( جيو جای ګوه) په ولسوالی کې پرته ده چې د سي چوان د سيلانيزو چارو د يوې غوره نښې په توګه هم شهرت لري.

(( جيو جای ګوه)) يوه دره ده چې د ځمکني عوارض يې د انګليسي حرف واې په شان دي او اوږدوالی يي له څلويښتو کيلومترو څخه زيات دی. څرنګه چې په دغه دره کې د (( شو جنګ))، (( هه يي)) او (( ځه چا وا )) په نامه نهه تبتي کلي ميشته دي، نو د (( جيو جای ګوه )) په نوم يادېږي چې په چيني ژبه کې د جيو مانا نهه دی، جای د کلی او ګوه د درې مانا لري. د دغې منظرې لرونکې سيمې په څلورو خواوو کې جګ جګ غرونه دي چې د کال په څلورو فصلونو کې يي سرونه په واورو پټ وي. بر سېره پردې، په دغه سيمه کې لوی يا وړوکي جهېلونه، ابشارونه او طبيعی د رڼو اوبو چينې ليدل کېږي چې د ځمکې پر سر جنت بلل کېږي.

په(( جيو جای ګوه)) کې ښکلې منظرې طبيعي دي. د خلکو په خولو کې يوه اصطلاح ده چې وايي که اسمان شين وي، اوبه ګورئ، که باران اوري، وريځ ګوري. په بېلا بېلو فصلونو او اقليمونو کې د دغې سيمې ښکلاوې هم بېلې وي. د (( جيو جای ګوه)) پنځه منظرې د لېدو وړ دي . لومړی، شنه ډنډونه دي چې په دغه سيمه کې يو سل او څوارلس ډنډونه خواره واره پراته دي . دوهم، ابشارونه دي چې په دغه سيمه کې پنځه لوی ابشارونه په چين کې ډېر پلن ځړوبې هم دلته دی. درېيم، واورينې څوکې دی. په دغه سيمه کې هر کال له نيمايی نه زياتې ورځې د غرونو څوکې په واورو پټې وي. څلورم، رنګين ځنګلونه دي. هر کال په اکتوبر مياشت کې په غرونو کې د چينار ونو پاڼې سرې کېږي چې هغه وخت د (( جيو جای ګوه)) تر ټولو ډېر ښکلی موسم دی. پنځم، د تبتيانو ځانګړي دودونه دي چې په دغه سيمه کې د تبتي قوم نهه لرغونی کلي ميشته دي. بر سېره پردې، د چيانګ قوم کولتور هم په دغه سيمه کې احساسولی شئ.

په (( جيو جای ګوه )) کې داسی اصطلاح شته چې وايي په ورځ کې له طبيعي منظرو څخه خوند واخلئ او په شپه کې قومي دودونه له نژدې وګورئ . دلته د بن نومي لومړی دين مروج دی او جا ژو نومی قديمي معبد پروت دی . په ((جيو جاي ګوه)) کې د تبت، چيانګ، هوی او هان قومونو خلک په همغږۍ توګه نسل په نسل ژوند کوي او د دوی له فرهنګونو څخه د (( جيو جای ګوه)) د سيلانۍ ځانګړتياوې جوړې شوې دي. سيلانيان کولی شی چې په ورځ کې د غرونو او ډنډونو له منظرو څخه د خوند اخيستلو لپاره هرې خوا ته لاړ شي او سيل وکړي او په شپه کې د تبت او چيانګ قوم ځانګړې نندارې وګوري.

ټولو ته معلومه ده چې په ٢٠٠٨ کال کې د چين په سي چوان ولايت کې سخته زلزله وشوه. په دغه سخته زلزله کې (( جيو جای ګوه)) منظرې لرونکې سيمه له نېکمرغه زيانمنه شوې نه وه. په ٢٠١٢ کال کې څه باندې دری مليونه او شپږ لکه او څلويښت زره تنه سيلانيان دغې سيمې ته سفر کړی دی او د سيلانيزو چارو عمومي ګټې يې پنځه مليارډو او اته سوه مليونو يوانو ته رسېدلی دی. د هر تن سيلاني په سترګه کې (( جيو جای ګوه)) بېلا بېل ښکلا ښيي. ښاغلي يوان جيان چې له بېجينګ څخه دغه ځای ته ورغلی، وويل چې جيوجاي ګوه د انسانانو او طبيعت ترمنځ د مکمل يوځايښت ښه نمونه ده .((زما په اند، د (( جيو جای ګوه))ډېره غوره ځانګړتيا د څو قومونو کولتورونو همغږي ده چې دغه ځانګړتيا د تبتي فرهنګ له مرکزيت د چيانګ او هان او نورو قومونو له فرهنګونو څخه جوړه ده. په دې ځای کې د ودانۍ له ساختماني بڼو څخه هم د تبتي قوم ځانګړتياوې څرګنديږي. موږ بايد (( جيو جای ګوه)) د کولتور له مخې يې نړيوالو ته ورمعرفي کړو څو چې په نړۍ کې لا زيات وګړي دغه ښکلی ځاي وپيژنی. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای