CRI Online

د حيرانتياوړ ځای-- هوانګ لونګ منظره لرونکی سيمه

cri     (GMT+08:00) 2014-06-10 16:59:29

هوانګ لونګ منظره لرونکی سيمه چې د چين د سي چوان ولايت په شمال لويديځ د مين شان غره په جنوبي څنډه کې پرته ده، يوه ډېره ښکلې سيلانيزه سيمه ده. دغه سيمه د رنګينو جهيلونو، ابشارونو، واورينو غرونو، ځنګلونو، درو او لرغونی معبدونو له امله په نړۍ کې ډير شهرت لري چې هر کال مليونه تنه سيلانيان دغه ځای ته راځي.

د هوانګ لونګ په نامه د دولت په کچه منظره لرونکې سيمه د سي چوان ولايت د ابا د تبت او چيانګ قومونو د خپلواکې سيمې د سونګ پانګ په ولسوالۍ کې د مين شان غره د عمده څوکې په لمن کې پرته ده. دغه غر په چين کې درېيمه لوړ غر دی چې جګه څوکه يې د کال په څلورو فصلونو کې په واورو پټه ده. د دغه غره سلسله د سمندر له سطحې څخه له ١٧٠٠مترو نه تر ٥٥٨٨مترو پورې جګه ده او د هوانګ لونګ سيمې لوړوالی د سمندر له سطحې نه دری زرو مترو ته رسېږي. په ١٩٨٢ کال کې دغه سيمه د چين د دولتي شورا لخوا د دولت په کچه د منظره لرونکې سيمې په توګه پيژندل شوې او په ١٩٩٢ کال کې د م م د تعليمي ، علمي او ثقافتي سازمان لخوا د طبيعی ميراث په توګه د نړيوالو ميراثونو په ليست کې هم شامل شوې ده.

هوانګ لونګ پوازنې لنده سيمه ده چې په لوړه ځمکه کې پرته او په ډېره ښه توګه ساتل شوې ده. هوانګ لونګ منظرې لرونکې سيمه په عمده توګه د هوانګ لونګ، مو ني درې او دان يون تنګي په شمول له اوو برخو څخه عبارت دی چې په کې هوانګ لونګ او مو ني درې د سيلانيانو لپاره خلاصې دي. د هوانګ لونګ د منظرې لرونکې سيمې عمومی پراخوالی ١٨٣٠ مربع کيلومتره دی چې له دې جملې څخه د سيلانۍ سيمې پراخوالی يې يو نوی مربع کيلومترو ته رسېږي. په دغه سيمه کې يوه ډېره مشهوره منظره موجوده ده چې پلنوالی يې له دېرش نه تر يو سل او اويا مترو څخه او اوږدوالی يي دری زره او شپږ سوه مترو ته رسېږي او له هغو ژيړو ډبرو څخه يې جوړېږي چې د چينو اوبه ترې تېريږي او د لمر تر زرينو وړانګو د يو اوږد ښامار په شان کوږ ووږ غزېږي ، نو دغه سيمه د هوانګ لونګ په نوم يادېږي چې په چيني ژبه کې (( هوانګ) د ژېړ رنګ او ((لونګ)) د ښامار مانا لري.

څرنګه چې د هوانګ لونګ سيمې ايکولوژيک چاپيريال ډېر ښه دی، نو په دې سيمه کې ډول ډول نباتات او حيوانات ژوند کوي. دا نه يوازی د کارپوهانو څيړنېزو کارونو ته ښه زمينه برابروي، بلکې د سيلانيانو لپاره هم ډېره ګټوره ده. د معلوماتو له مخې، د هوانګ لونګ سيمې په سلو کې اته اتيا اعشاريه نهه خاوره په ځنګلونو پوښل شوې ده.

 

پر طبيعی منظرې سر بېره، د هوانګ لونګ په سيمه کې درې لرغونی معبدونه ليدل کېږي. دغه درې معبدونه تقريبا څلور سوه کاله مخکې د چين د مينګ په امپراطورۍ موده کې جوړ شول چې په جلا جلا توګه په بوديزم او تاويزم پورې اړه لری. له دغو دريو معبدونو څخه په دغه سيمه کې د تبت او هان قومونو د مذهبونو ترمنځ همغږی څرګندېږي. د مينګ د امپراطوری مودې راهيسې، د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې هر کال د جون له ديارلسمې نېټې نه تر پنځلسمې نېټې پورې د دغو معبدونو په وړاندې د هوانګ لونګ معبد بازار جوړېږي چې په دغو درېو ورځو کې زايران، سوداګران، سيلانيان او د دغې سيمې د تبت، چيانګ، هوی او هان قومونو وګړي په دغه معبدي بازار کې راغونډيږي او ډول ډول فعاليتونه ترسره کوي . نن ورځ دغه معبدي بازار د چين د ملي لږکيو د ځانګړتياوو د څرګندونې يو ډېر ښه ډګر بلل کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای