CRI Online

د خوتان اوړی

cri     (GMT+08:00) 2014-08-06 08:36:04

د شينجيانګ خوتان په تيرو پروګرامونو کې تاسو ته معرفی شوی دی ، که خوتان ياديږي ، ستاسو په ذهن کې لومړی د خوتان قيمتي ډبرې رامنځته کېږي ، البته خوتان د قيمتي ډبرو نښه ده ، د پروګرام په دی کړۍ کې به د خوتان اړوي په هکله مالومات تاسو ته دروپيژنو .

د خوتان اوړی د وچ ځاي د ځانګړتيا نښه ده چې تر لمر لاندی د هوا تودوخې درجه ډيره لوړه ده ، خو په سيوري کې يې ګرمي کمه ده ، د اوړي په تود فصل کې په ورځ کې ډيره ګرمي دهؤ خو په شپه کې سړه ده .

خوتان د تاکلاماګن صحر په جنوبي څنډه کې پروت دی چې د هوا تودوخې درجه يې حتی له يو څلويښتو څخه اوړی چې دغه حرارت يوازی د توروفان په نسبت ټيټ وي . که يوه هګۍ په شګو ښخ شی ، نيم ساعت وروسته به يی پخه شی ، که څوک په دغه مهال کې صحرا ته ننوزي ، مړ به شی . نو د اوښانو کاروان به خپل اوښان په صحرا کی و نه دروي ، بلکې لوړې ته به يې وکشوي څو چې د مني او ژمي په موسمونو کې د مالونو د حـمل و نقل لپاره صحرا ته وليږي .

له ګرمۍ څخه ځان ژغورنه د خوتان وګړو تر ټولو لويه هيله ده . د انګورو دهليزونه د ګټې اخستنې پرته له ګرمۍ څخه ﻻ ليرې کولو ښه خايونه دي .

د خوتان له ختيځه تر لويديځه ډير لوي يا کوچني جهيلونه او د اوبو کاسې پرتې دي چې دغه ځايونه هم له ګرمۍ څخه د خلاصولو مناسب ځايونه دي . د مغازو په وړاندی ، د چنار ونو لاندی او د باغونو په چمنونو کې د پکې وهلو په عين وخت کې سپين ږيري شطرنج کوي ، د ماښامي ډوډۍ وروسته د ښار په ډګر او د سپورتي مرکز په ډګر کې ښځي پهتيره بيا عمر خوړلې ښځې چې ښکلۍ قومي جامې يې اغوستې وې ، په خوښۍ سره نڅا کوي يا سندرې وايي ،ته به وايي ډګرونه د سندرو او نڅاوو سمندر ته ورته دي . نڅاګرې او سندرې ويلې ښځې چې د خوتان په قيمتي ډبرو ښکلۍ شوی ، د نيکمرغۍ او خوښۍ په فضا کې وخت تېروي. د يادولو وړ ده چې د خوتان په بيلا بيلو باغونو کې هغه چپرکتونه چې د ونو په سيوري کې درول شوي دي ، کېدای شی چې د لس يوانو په وسيله يوه کوچنۍ غالۍ په اجاره واخلي ، د غځيدو ، شطرنج کولو ، چاي څښلو ، لوستلو ، خوراک خوړلو او له ملګرو سره د راغونډولو ډير مناسب ځايونه دي .

د خوتان وګړي له ګرمۍڅخه د خلاصولو پرته له تږي څخه د لېرې کولو ښه طريقه لری يعنی پخپله يخې اوبې جوړوي . په دغه ډول يخو اوبو کې د انګورو اوبه ، مستی او هغه کنګلونه پکې اچول کېږ ي چې دغه کنګلونه په ژمي کې له جهيل څخه کېندل شوي او د خپل کور په زيرزميني غارونو کې زيرمه شوی دي . د دغه ډول يخې اوبه ډير ارزان دي چې يوه کاسه اوبه يوازی دوه يوانه دي يعنی يو په درېمه ډالر دی. خو کنګل شوي هغه اوبه چې د خرما اوبه پکې اچول کېږي ، ډيرې خوږې دي او بيه يې لږ څه لوړه ده چې يو بوتل دوه امريکايي ډالره دي چې وزن يې تقريبا يو کيلوګرامه دي. په خوتان کې پسرلي کې چندان هندوانې ، خټکۍ او شفتالو بازار ته وړاندې کېږي ، دغه راز پخلې جوار هم خوندور دی . سيلانيان پرته يادو ميوو نه تازه چارمغز هم مزه کېږي .

څرنګه چې په اوړي کې هوا ډيره توده ده ، نو ښاريان کليو ته ځي چې د ويالې په غاړو او يا د ميوو په باغونو کې نه يوازی کليوالي مېلمستيا جوړوي او ځايي سندرې اوري او نڅا ګوري ، په خاص ډول دوي د ښار له ګډوډۍ او شور ماشور څخه ځان ژغوري ، د کليو له ارامۍ څخه خوند اخلي ، دغه راز له طبيعت سره هم نژدې اړېکې نيسي . که تاسی وخت لرئ ، کېدای شئ چې د خوتان بيلا بيلو باغونو ته لاړ شئ څو چې د خوتان له ځانګړو دوبنيو دودونو څخه ګټه واخلئ .

د خوتان اوړی ګرمی دی ، خو د خوتان وګړي ګرم احساسات لري .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای