CRI Online

د ورېښمو لارې په اږدو کې د سيلانيزو چارو راتلونکي

cri     (GMT+08:00) 2014-08-06 08:37:47

د ورېښمو لاره په لرغونۍ زمانه کې د اسيا او اروپا ترمنځ يوه ځمکني سوداګريزه لاره وه او په ختيځ کې د قديمي چين چان ان يعنی اوسنی سي ان ددې لارې مبداګڼل کېږي او د چين د ګان سو، نين شا ، چين هاي او شينجيانګ په تېرېدو سره د افعانستان ، ايران ، عراق ، سويې له لارې د مديترانې ختيځې غاړې اوسني روم ته غځېدله چې عمومي اوږدوالی يې اته زره کيلومتره دي او څلور زره کيلومتره په چين کې دي . څرنګه چې چيني ورېښمينې پارچې له دې لارې لويديځ ته وليږل شوې ، نو د نولسمې پيړۍ په اوومه لسيزه کې جرمني جغرافيادان د چين په نامه خپل کتاب کې دغه لاره د ورېښمو لارې په نامه ونوموله .

د چين حکومت تازه د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جوړولو وړانديز وکړچې له امله يې ددې لارې په غاړو پرتو هېوادونو ته د پرمختيا نوي فرصت رسولی دی . البته سيلانيزې چارې د سيمې د اقتصادي پرمختيا لازمه وسيله او لارې چارې دي. د پروګرام په دې لړ کې به په چين کې ددې لارې په اوږدو کې د ليدووړ ځايونه تاسو ته دروپيژنم .

سي ان د يادې لارې مبدا ګڼل کېږي او په لرغونۍ زمانه کې له ګوټ ګوټ څخه راغلي سوداګران راغونډېدل چې تر اوسه پورې سي ان لا هم د چېن يو مشهور سيلانيز ښار دی ، ځکه چې په دی ښار کې د اسونو او عسکرو مجسمې،د چين د لومړي امپراطور او دده د ملکې د حمام ځای ، لرغوني څلي د ليدووړ ځايونه دي او ډول ډول ځايي خوندور خوراکونه پيدا کېږي .د يادولو وړ ده چې د اسونو او عسکرو مجسمې چې دوه زره کاله مخکې د چين د لومړي امپراطور له مقبرې څخه کيندل شوي ، د نړۍ د اتمې لويې عجيبې په توګه بلل کېږي او په لرغونۍ زمانه کې د چين د ځلانده تمدن نښه هم ده .

د دااين څلی په څه ان معبد کې واقع دی او يو زرو څلور سوه کاله مخکې د چين د تانګ په امپراطوري دوره کې جوړه شوه او د بوډيزم د ساختماني هنر نمونوي ودانی بلل کېږي . هيون سان له هند څخه د بوډايي مقدسوکتابونو د اخيستلو وروسته ددې معبد مشری وکړه او د وړل شويو ديني کتابونو د زيرمې لپاره دغه څلی جوړ شو.

د ورېښمو لارې په اوږدو کې ګان سو هم د يادولو وړ دی . په ګان سو کې د جيايو ګوان هسکه کلا د چين د لوي ديوال پای بلل کېږي . د ورېښمولارې په اوږدو کې دون هوانګ ډير ارزښت لری چې د موګاو په نامه غارونه د نړۍ د هنري خزانې په توګه ډير شهرت لری ځکه چې په ٤٩٢ غارونو کې د ٤٥ زرو مربع مترو په پراخوالي ديوالي انځورونه او ٢٤١٥ رنګي مجسمې ليدل کېږي .

د شينجيانګ توروفان هم د ورېښمو لارې په اوږدو کې ډير ارزښتناک ځای و چې په دې ځاي کې د لرغوني کانالونو او اويغوري کليو په شمول دوه سوه کولتوري اثار پراته دي ، په لنډ ډول ويل کېږي چې توروفان د چين ، هند ، اسلام او يونان د څلورو تمدونونو د متمرکز او د هوا د ډيرې ګرمې له امله په نړۍ کې ډير مشهور دی چې د چين په قديمي داستان کې چې نوم يې دی لويديځ ته سفر ،دا کاږي چې يو خيالي بيزو د اور وژلو لپاره له اسماني امپراطورڅخه درې ځله پکه په اجاره واخيستله .

دغه راز د شينجيانګ د ويغوري خپلواکې سيمې مرکز ارومچيکې موزيم ، نړيوال بازار ، اسماني جهيل ،کنګل شوي سيند، جګ جګ غرونه او ځايي خوراکونه او هنري توکي ټولټال د سيلانيانو د توجه وړ دي . خو په راتلونکي کې سيلانيزې چارې پرته د لرغونو اثارو له ليدو نه بايد نوي سيلانيز پروګرامونه وټاکل شی مثلا د چورلکې او بادي بيړۍ په وسيله د صحرا ليدنه ، د اسونو په وسيله سيالۍ جوړونه ، د واورينو غرونو سيل او داسی نور.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای