CRI Online

د سږ کال په لومړی نيمايي کې په چين کې د سيلانيانو شمېر له دوو مليارډو تنو نه زيات شو.

cri     (GMT+08:00) 2014-08-06 08:40:35

د چين د سيلانيزو چارو د څيړنې اکاډمۍ د جولای په نهمه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د سيلانيانو شمېر له دوو مليارډو تنو نه زيات شو چې له دې جملې څخه څلور پنځوس مليونه او يو لکه تنو سيلانيانو نورو هېوادونو او سيمو ته سفر کړی دی او دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله اتلس سلنه زيات شوی دی. د دغه اکاډمۍ مشر دای بينګ وويل، چې د سيلانيانو د شمېر له زياتوالي څخه څرګندېږي چې په چين کې د سيلانيزو لګښتونو بنسټ لا ټينګ شوی دی.ده وويل، 

د چين په دننه کې سيلاني زموږ د بازار بنسټ دی او د دې بازار راتلونکی ثابت وي. له بلې خوا د چين په بهر کې د چيني سيلانيانو شمېر څلور پنځوسو مليونه او يو لکه تنو ته رسېدلی دی. د دې ترڅنګ د سږ کال په لومړی نيمايي کې سيلانيز لګښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل اعشاريه اووه زيات شو او اندازه يې له اويا مليارډو امريکايې ډالرو څخه اوښتې ده.

د اټکل له مخې، سږ کال به په چين کې د سيلانيانو شمېر له درې مليارډو او اووه سوه مليونو تنو زيات وي چې له دې جملې څخه نورو هېوادونو او سيمو ته د سيلانيانو شمېر ښايی له يو سل او شپاړسو مليونو تنو زيات وي. د دې ترڅنګ په نورو هېوادونو او سيمو کې د چيني سيلانيانو عمومي لګښت به يو سل او پنځه پنځوسو مليارډو امريکايې ډالرو ته ورسېږي چې نوی ريکارډ به ټينګ شي. د ليدو وړ ځای دی چې د روان کال په دوهمه ربعه کې د چين په دننه کې د چيني او بهرنيو سيلانيانو د خوښې او رضايت انډول په سلو کې درې اويا ته رسېدلی چې دغه رقم د لومړی ربعې په پرتله صفر اعشاريه دوه ويشت فيصد لوړ شوی دی. سيلانيان د چين په بازار کې د خدمتي کيفيت او سيلانيزو بيو په باب رضايت څرګند کړی دی. ويل کېږي چې د چين د سيلانيز قانون پلی کېدل د بازار د ادارې لپاره مهم رول لوبولی او لوبوي يې.

په ٢٠١٣ کال کې چين د نړۍ د سيلانيانو په بازار کې تر ټولو ډېر لوی هېواد ګرځېدلی دی او په نړيوال بازار کې د چينايانو سيلانيز لګښت د امريکا او جرمني په پرتله لومړی مقام ونيو. د ٢٠١٤ کال له پيل راپدېخوا دغه شمېر د پر له پسې زياتېدو په حال کې دی. که څه هم لا زيات چينايان نورو هېوادونو او سيمو ته سفرونه کړي دي، خو د دوې د خوښې او رضايت انډول د ټيټوالي په حال کې دی. د سږ کال په دوهمه ربعه کې د چين په بهر کې د سيلانۍ په اړه د چينايانو سيلانيانو د رضايت انډول په سلو کې اووه اويا ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې او د سږ کال د لومړی ربعې په پرتله ټيټ شو. په تېره بيا په پرمختيايي هېوادونو کې د سيلانيز چاپيريال د ناارامتيا مسئله د پاملرنې وړ دی. په فليپين او ويتنام کې د چيني سيلانيانو شمېر په ښکاره توګه کم دی. په تېره بيا په ويتنام کې د چيني سيلانيانو د رضايت انډول تر ټولو ډېر ټيټ دی. ښاغلي دای بين وويل،

د منلو وړ دی چې د سږ کال په لومړی نيمايي کې ناامنيتي عوامل په سيلانيز بازار کې منفې اغيزه لګولې ده. مثلاُ د ماليزيا د الوتکې د لوېدو پېښه او داسی نور. سيلانيان په سيلانيز امنيت باندې باور نه لري.

په نورو هېوادونو او سيمو کې د چيني سيلانيانو د ناخوښی سبب د يادونې په وخت کې د چين د سيلانيزو چارو د څيړنې اکاډمۍ ډاکتر هه چيونګ فنګ وويل، 

په نورو هېوادونو او سيمو کې خدمتي چارې، په تېره بيا د سيلانيزو شرکتونو او لارښوونکو په ساحو کې مسئله زياته ده. بر سېره پردې، عمومي خدمت او ترافيک هم د چيني سيلانيانو د ناخوښې وړ ځای دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای